کور / تازه خبرونه / افغان مقامات وايي امریکا له دوی سره خیانت کړی دئ

افغان مقامات وايي امریکا له دوی سره خیانت کړی دئ

مطبوعاتو ته کتنه / نړېوالې ورځپاڼې
افغان مقامات وايي امریکا له دوی سره خیانت کړی دی
ګلو بل پوسټ خپرونې د افغانستان د جګړې او په متحده ایالاتو کې د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو په اړه یوه مقاله خپره کړې چې په کې راغلي:

هرڅوک چې د امریکا د ولسمشرۍ راتلونکې انتخابات و ګټي نو له یوې داسې لویې ستونزې سره به مخامخ وي؛ چې د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال ډیره کمه یاده شوې ده.

د ګلوبل پوست په وینا دا ستونزه د افغانستان روانه جګړه ده.

د مقالې لیکونکی وايي، دواړه کاندیدان هیله لري، چې د افغانستان جګړه پای ته ورسیږي، خو داسې ښکاري چې له افغانستان څخه د نړیوالو سرتیرو په وتلو سره به دا جنګ لا پسې ګرم شي.

خپرونه زیاتوي، د واشنګټن او کابل تر منځ اړیکې داسې حالت ته رسیدلي؛ چې افغان حکومت اوس په ښکاره د متحده ایالاتو پر ارادو شک څرګندوي.

د مطلب د لیکونکي په وینا افغان مقامات وايي، امریکا له دوی سره خیانت کړی دی، دوی تور لګوي چې امریکا له افغانستان سره د ستراتژیکې موافقې له عملي کیدو ځان باسي.

ګلوبل پوسټ وايي د کابل او واشنګټن تر منځ په ستراتیژیکه موافقه کې دا ژمنه هم شامله ده؛ چې پر افغانستان د بهرني یرغل په صورت کې امریکا باید افغانستان ته په هم هغه سترګه چې د ناټو تړون څخه بهر یو لوی متحد ته کتل کیږي؛ وګوري.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې بیا په خپله وروستۍ ګڼه کې د اټالیا د صدراعظم تازه څرګندونې راخستې چې ویلي یې دي، هیواد به يې له ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان یوازې پرینږدي.

“موریو مونټي” په کابل کې له ولسمشر کرزي سره له کتنې وروسته ویلي؛ اټالیا به له افغانستان سره د خپلو مرستو څرنګوالۍ بدل کړي؛ خو له دې هیواد څخه د بهرنیو سرتیرو له وتلو وروسته به بیا هم داهیواد له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

واشنګټن پوسټ د اټالیا د صدراعظم دا خبره هم نکل کړی؛ چې وايي، له افغانستان څخه د محاربو بهرینو ځواکونو له وتلو سره به د دې هیواد په اړه د اټالیا په تعهداتو کې بدلون رانه شي.

موریو مونټي هیله څرګنده کړې، چې په ۲۰۱۴ کال په افغانستان کې د ولسمشرۍ انتخابات به په دې هیواد کې د پرمختګ سبب شي.

د ورځپاڼې په وینا ولسمشر کرزي یو ځل بیا د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدو له کمیسون څخه د بهرنیانو په لرې کیدو ټنیګار وکړ او وویل، چې په دغه شان مقامونو کې د بهرنیانو موجودیت د افغانستان ملي حاکمیت ته ګواښ ګرځي