کور / کتابتون - هنر او ادبيات / [د کوهک غر] او [په نغمو کي ویر] نومي آثار پر لیکه سول

[د کوهک غر] او [په نغمو کي ویر] نومي آثار پر لیکه سول

ښاغلی اټک یوسفزی د ((کوهک غر)) نومي اثر په اړه داسي لیکي :
ښاغلی  ډګروال  امانزی  په نظامي چارو کي د ښې  پوهي او تخصص څښتن دئ، په ادبي ليکنو کي ئې ښايي ځيني فني نيمګړتياوي موجودي وي، ځکه چي د ګران  هېواد ناورين اړ ايستی چي خپل  د زړه  د  درد پيغام  د خپل وطن د خواخوږو  تر غوږونو ورورسوي. خو د مشاهدې، تجربې  او  ژور فکر  له پلوه  د ښاغلي  امانزي  په  اشعارو کي  ډېر څه  شته چي هرګوره  راتلونکی کهول او نسل  ترې  له شک  پرته ډېر څه زده  کولای  شي.



د ښاغلي امانزي د ليکنو يو  خوږلن دا هم  دئ  چي د ليکنو په اډانه کي  ئې له خپل  پلارني کلي  يعني له کوهکه رانيولې ان  د ارغنداب او د  ټول لوی او سرشاره  کندهار په سطحه ئې د خپلي خوږې ژبې، بېلابېل ګړدودونه، اصطلاحات او سيمه ايز ويکي او لغات سره راوبدلي دي، چي البته د يوې ژبي د لغاتو د ساتني په  برخه  کي يو لوی خدمت  ګڼل کېدای  شي. د بشپړ متن لپاره دلته کلیک وکړئ !


د کتاب پېژندنه
دکتاب نوم :                             د کوهک غر
شاعر :                                    حاجي محمد اسحق امانزی
کمپوز او ډيزاین:                      روهیال کمپيوټر اداره
کچه:                                      ۱۳/۵۰ × ۲۱ سانتي متره
لومړی چاپ:                            ۱۳٩٠ ش
چاپ شمېر:                             زره ټوکه
د مخونو شمېر:                         ٢١٦
د پښتۍ طرحه او انلاين چاري :    مختار احمد احسان – د لراوبر ډاټ کام برېښنايي کتابتون


د کتاب  د لوستلو او ډاونلوډ لپاره دلته کليک وکړئ   د کتاب د ډاونلوډ لپاره دلته کليک وکړئ  size = 1.49 MB




 يادونه ::: دا  کتاب د pdf  په بڼه جوړ سوئ دئ، که يې پروګرام (Adobe Reader) نه لرئ دلته يې ډاونلوډ کړئ !





آغلې زرغونه عطا ژواک د ((په نغمو کي ویر)) نومي اثر په اړه داسي لیکي :
د دردونو خوږمن شاعر د شهید ماشوم له حاله د خپل احساس زهیري نارې داسي غواړي د نړیوالو وغوږو ته ورسوي، همدا ډول امانزی صاحب د هیواد په ټولو ناخوالو کي ځان خوږمن احساسوي او غواړی د شعر په ژبه د ټولو کړاوونو څخه پرده پورته کي او بیا ځي د کوچیانو د کږدۍ پلو ته او د هغوی د حاله غواړي ځان او نور د شعر په ژبه خبر کړي:


په دښــــتو کي مو خېمې دي زه کوچی یم
پر بېدیا مي ورځي شپې دي زه کوچی یم
لوی څښتنه فضل غواړم
مــــــینه نشـــــته زه تل ژاړم


د امانزي صاحب شعرونه ځکه خوند لري چي د ټولني درد او غم پکښي نغښتی دئ او غواړي چي ورته هغه لاري ولټوي چي د زخمونو له پاره ملهم وي. د بشپړ متن لپاره دلته کلیک وکړئ !


د کتاب پېژندنه
د کتاب نوم  :                            په نغمو کي وير
شاعر   :                                   محمداسحق امانزی
د چاپ کال  :                              ۲۰۱۲ ع = ۱۳۹۱ش
چاپ شمېر  :                               ۵۰۰ ټوکه
کچه   :                                     ۵۰/ ۱۳ × ۲۱ سانتي متره
مخونه   :                                   ۳۰۰
انلاين چاري   :                          مختار احمد احسان  – د لراوبر ډاټ کام برېښنايي کتابتون



د کتاب د لوستلو او ډاونلوډ لپاره دلته کليک وکړئ د کتاب د ډاونلوډ لپاره دلته کليک وکړئ size = 1.8 MB




يادونه ::: دا کتاب د pdf په بڼه جوړ سوئ دئ، که يې پروګرام (Adobe Reader) نه لرئ دلته يې ډاونلوډ کړئ !