کور / د ډيورنډ کرښه / که افغانستان بيرته يو نه شي …

که افغانستان بيرته يو نه شي …

بسم ا لله الرحمن الرحیم

که د ډیورنډ د کرښې په واسطه ویشل شوی افغانستان بیرته یو نه شي ، نو د افغانستان په نوم هیواد به د موجوده توطیو څخه د وتلو اوبقا وړتیا وه نه لري

نه یواځې دا ، چې افغانستان د بهرنیو هیوادونو له خوا د اشغال او لاسوهنو په واسطه د خپلواکۍ او ملي واکمنۍ له نعمتونو څخه محروم کړل شوی دی ، بلکې هلې ځلې کیږي چې د مختلفو اړخونو ، ډلو او ټیمونو څخه داسې توطیې په کار ولویږي چې د افغانستان نوم بیخي دنړۍ له نقشې څخه ورک کړل شي . د یوهیواد خپل خلک د هغه هیواد د بقا او ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع کوي . نه پریږدي چې نور هیوادونه پرې تیری وکړي او ځمکنۍ بشپړتیا یې له منځه یوسي . یانې دا چې د یوهیواد خلک نه پریږدي ، چې د دوﺉ د هیواد یوه وړه ټوټه ځمکه ترې بل څوک واخلي او غصب یې کړي . چې دا دهغه هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع ده . یا په بله وینا د خپلواکۍ او ملي واکمنۍ تر څنګ د یو ملي ناموس څخه دفاع ده ، چې خلک یې د سر اومال په بیه ساتي او هیچاته یې نه پریږدي چې تیری پرې وکړي او یا زیان ورورسوي . دملي نوامیسو څخه دفاع د هر هیواد د ټول ملت فریضه ده ، یا په بله وینا د هیواد هر وګړی ځان د خپل ناموس څخه په دفاع کې مکلف ګڼي . نو ځکه کله چې له بهر څخه کوم تیری کیږي ، نو ټول ملت یې په وړاندې مقابله کوي ، ځانونه قربانوي ، خو نه پریږدي چې ناموس یې د خطر سره مخامخ شي . په دې کار کې هغه ملت بریالی دی ، چې په یوه خوله وي او ټول خلک د خپل هیواد ملي ناموس ته د خپل ناموس په سترګه وګوري .

همدارنګه هغه ملت او خلک د خپلو ملي نوامیسو او یا په بله ویناپه خپل اصلي هویت باندې د خپل هیواد د موجودیت نه دفاع کولای شي ، چې د خپل ملي زعامت لرونکی وي . ملي زعامت اکثر د حکومتونو په بڼه وي ، چې نه یواځې په خپله ټولنه کې د خلکو د هوساینې د پاره د نظم او عدالت اړوند چارې پرمخ بیایي ،بلکې د ژوند اړونداقتصادي، د استوګنې ، روغتیایي ښوونیزې، روزنیزې ، مواصلاتي ،فرهنګي او نورو چارو لارښوونه کوي . د حکومت په ټولو چارو کې د ملت ګډون حتمي دی . د حکومت هیڅ کار باید له خلکو څخه پټ نه وي او هر کار چې کوي باید د هیواد اوملت په ګټه وي . خو یواځې هغه حکومتونه دا صفتونه لري چې د مشرتابه ټول غړي یې د خلکو له خوا ټاکل شوې وي ، له خلکو څخه ځانونه بیل ونه ګڼي او خپلې ګټې د ملت په ګټوکې ولټوي . همداسې حکومتونه ملي حکومتونه دي او د ملي زعامت تشه ډکوي . همدا ډول حکومتونه د خپل ملت باور لاس ته راوړی شي او په خپلو سیاسي دیپلوماتیکو او دفاعي چاروکې د خپلو خلکو ملاتړ ورسره وي ، چې بیا کولی شي د خپلو ملي نوامیسو او د هیواد دموجودیت څخه بریالۍ دفاع وکړي . که چیرته داسې کوم یو حکومت نه وي ، چې د ملي زعامت تشه ډکه کړي ، نو ملت مجبوریږي چې د خپلو دندود ښه سرته رسیدو دپاره په بله بڼه خپل زعامت منځته راوړي ، تر څو د دغه زعامت په لارښوونه خپله وړتیا زیاته کړي ، ستونزې له منځه یوسي ، خپل حکومت جوړ کړي او د دښمنانو د تیریواو توطیو په وړاندي د خپل هیواد له بقااو هویت څخه دفاع وکړي او ځان ته د سوکالۍ او پرمختګ شرایط منځته راوړي .

هغوهیوادونو کې چې حکومتونه له بهر څخه پرې تپل شوي وي او یا د ملت د خوښې پر خلاف د هیواد په دننه کې دملي ضد کړیو او یا ډلوپه واسطه پر ې د« بیل یې کړه ایل یې کړه » له پالیسۍ څخه په کار اخستوسره داسې حکومت تپل شوی وي، چې خپلو خلکو ته د خدمت پر ځای یواځې د ځان په ګټه کار کوي او دملت د غوښتنو پروا نه کوي او ستونزې یې نه اواروي ، بلکې ورځ تر بلې یې ستونزې ډیریږي . نوملت بله لار نه لري ، بې له دې چې د خپلو ژغورلو په خاطر را پاڅیږي او تپل شوی ملي ګټو ضد حکومت نسکور اوپر ځای یې د خپلې خوښې ملي ګټو ته وفادار حکومت منځته راوړي . هغه کارونه چې شخصیتونه ، ډلې او حکومتونه یې سرته نه شي رسولای ،کیدای شي ملتونه یې په ډیرې اسانۍ او کم وخت کې سرته ورسوي ، خو په دې شرط چې ملت ويښ وي او خپل زعامت ولری . دملت ویښول دملي وطنپالو روڼ اندو دنده ده . دا د هر هیواد روڼ اندي دي ، چې تر هرچا لومړی دهیواد او خلکو په ستونزو پوهیږي ، چې څرنګه منځته راغلي دي . بیاهم دا روڼ اندي دي چې پوهیږي ، چې په څه ډول شته ستونزې له منځه تلای شي . که چیرته د یوهیواد ملي وطنپال روڼ اندي لومړی دستونزو په منځته راتګ او اواریدو په هکله خپله پوهه یوبل سره شریکه او بشپړه کړي او بیا همدا بشپړه شوې پوهه د ملت سره شریکه کړي ، باور دی چې ویده ملتونه راویښیږي اوبیا پوهیږي چې په څه ډول ځان له ستونزو څخه وژغوري . په اوسنیو شرایطو کې له شته ستونزو څخه زموږ د د ژغورلو یواځینۍ لار له امو څخه تر اباسینه پورې د افغان واحد ملت راویښول او دخپل هیواد او ملي نوامیسو څخه په دفاع کې یې ودرول دي اوبس . له دې لنډې سریزې نه وروسته اوس به راشو دې ته چې وګورو ایا دافغانستان په نوم اوسنی هیواد به وکړای شي ، چې پر خپل اصلي هویت باندې خپل شتون ته دوام ورکړي ؟ او څه وشي ، چې زموږ پنځه زره کلن د ویاړونو ډک هیواد تاریخ او هویت راځنې څوک غلا نه کړي . په تیره بیا بې هویته او بې تاریخه په سوال جوړ شوی پاکستان ،چې نه یواځې پر نیم افغانستان د انګریزانو استعماري سیاست ته د استعمار د بچي په څیر دوام ورکوي ، بلکې دخپلو اجنټانو اواستخباراتي شبکو په مټ په نیم نور افغانستان کې د ژور ستراتیژیک نفوذ خوبونه ویني او هره ورځ ، هر ساعت او هره شیبه زموږ مظلوم ، خو مجاهد او قهرمان ملت له خپل ځان څخه د دفاع ازموینې سره مخامخ کوي .

لومړی باید دا وڅیړو ،چې له چا ځنې د اوسنیو ستونزو څخه د افغانانو په ژغورلو کې تمه کیدای شي ؟ له دولت څخه ؟ له سیاسي ګوندونو ، تنظیمونو او وسله والو ملیشوڅخه ؟ له ګاونډیو هیوادونو څخه ؟ له نړیوالې ټولنې ، په تیره بیا امریکې اونورو هغوهیوادونو څخه چې په افغانستان کې په لسګونوزره وسله وال پوځونه لري ا و د کابل حکومت سره یې ستراتیژیک تړونونه لاسلیک کړي دي ؟ او که د افغانستان د خلکو څخه ؟ . اوس به هره کټګوري یوڅه په هر اړخیز ډول وڅیړو او له خپلو څیړنو وروسته به دې پایلې ته ورسیږ و چې د پورته نوموړو کټګوریو څخه له کومې کټګورۍ ځنې تمه کیدای شي ، چې په افغانستان کې د اوسنیو ستونزو او توطیو څخه د افغانانو د ژغورلو د پاره غوڅ او اغیزمن رول لوبولی شي .

د افغانستان اسلامي جمهوریت دولت : دولت د هیواد اجراییه ، مقننه او قضا ییه ارګانونه په غیږ کې نیسي ، چې مشریې دهیواد جمهور رییس دی . دا یوولس کلونه کیږي ،چې د امریکې په مشرۍ نړیوالو وسله والو ځواکونو د تروریزم سر ه د جګړې په پلمه د طالبانو حکومت رانسکور کړ او د حامد کرزي په مشرۍ یې د شمالي ټلوالې او یوشمیر نورو د امریکې او متحدینو د باور وړ کسانو څخه مؤقت ، انتقالي او انتخابي دولتي دستګا وې منځته راوړې . یوولس کلونه کیږي ،چې هم هغه کسان ، چې په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکې او متحدینو د یرغل نه وروسته قدرت ته رسول شوي وو ، په ډیر کم تفاوت ، لا تر اوسه په قدرت کې پاتې دي . شمالي ټلواله لا د طالبانود حکومت تر نسکوریدو مخکې دامریکې د جاسوسي سازمان ( سي . آی . ای . ) سر ه د یوې معاملې په ترڅ کې پر افغانستان باندې د امریکې د یرغل د پلیو ځواکونو دنده په غاړه واخسته او له دې کبله د امریکایانو د بشپړ باور وړ وګرځیده او د امریکې د ګټو سره په سمون کې وګڼل شوه . یا په بله وینا دشمالي ټلوالې استازو ته په دولت کې د غوره ځایونو ورکول د امریکې د ګټو سره په سمون کې شوي دي ، نه د جګړو ځپلي افغانستان د ګټو سره په سمون کې . د دولت نور چارواکي دایتلاف په ډول په دولت کې ټومبل شوي دي . خو دا ایتلاف د هیواد په دننه کې د ګوندونو ایتلاف نه دی ، بلکې دبهرنیو هیوادونو د ګټوسره په سمون کې افغانان ، چې یا د دغو هیوادونو اتباع دي او یا ور سره نور نژدې اړیکي لري ، د استازو په توګه د حامد کرزي په دولت کې ګومارل شوي دي . له همدې کبله ده ، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت دولتي دستګاه د بهرنیو هیوادونو په واسطه پر افغانانو تپل شوې ده او مجبوره ده چې د افغانستان پر ځای دنورو هیوادونو ګټو ته ډیر پام واړوي . طبیعي خبره ده ، چې هغه چارواکي چې د بهرنیو هیوادونو په ټینګار او غوښتنه یې لوړ دولتي پوستونه نیولي دي ، د دغو دولتونو ګټو ته ژمن دي ، نه دافغانستان خلکو ته په خذمت کولو ، چې د دوﺉ لوړو پوستونو ته رسیدو کې یې هیڅ برخه نه درلوده . په همدې ډول کله چې د دولت اکثره لوړ پوړي چارواکي د بهرنیو هیوادونو د باور او ملاتړ څخه برخمن دي ، نو ځکه ځان په افغانستان کې هیچا ته ځواب ورکوونکی نه ګڼي او هر څه چې کوي یواځې دا په نظر کې نیسي چې ملاتړی هیواد ترې خوښ اوسي .له دې امله میلیاردونه ډالره مرسته چې د افغانستان د خلکو په نوم شوې وې د همدا ډول دولتي چارواکو او د دوﺉ ملاتړو بهرنیانو له خوا لوټ او غلا شوې . رشوت او اختلاس نه یواځې په دې یوولسو کلونو کې عام شول ، بلکې ډیرو ته د ویاړ خبره شوه . د دولت ډیر لوړ پوړي چارواکي پخپله اویا د نورو زور واکانو سره په شریکه د دولت ځمکې غصب کړې او ځانونه یې میلیاردران کړل . د مخدره موادو په کرکیله او قاچاق کې د دولت لوړ پوري چارواکي د خپلو بهرنیوملاتړ کوونکو سره یوځای لاس لري او زموږ هیواد یې د مخدره موادو د تولید او قاچاق په مرکز بدل کړی دی . د حامدکرزي په دولت کې یو شمیر واکداران په هیواد کې د سولې د ټینګیدو سره مخالف دی او په جګړوکې خپل امتیازات ، شتمني او بقا ویني . د افغانستان د خلکو تر منځ د قوم ، ژبې ، مذهب او سیمې په نوم اختلاف ته لمن وهي او د افغانانوملي یووالي په وړاندې خیانت کوي . همدا سبب دی چې په دې یوولسو کلونو کې دسولې او ثبات د ټینګیدو پر ځای جګړې ، ناامنۍ او د بیګناه خلکو وژل ،دمخدره موادو کر کیله اوقاچاق ، دولتي دستګاه کې فساد ، د بهرنیو شبکو پورې تړلو شتمنو کسانو لاپسې شتمن کیدل او دملت اکثریت خلک په فقر او بیوزلۍ محکومیدل ، د دولت په دستګاه کې خپلسري او انارشي ، قانون ماتونه ، سړي تښتونې او وژل او د بهرنیو، په تیره بیا ، د ګاونډیو هیوادونو تیري ،توطیې او لاسوهنې د افغانستان په ټول تاریخ کې له بل هر وخت څخه زیات لوړ پړاو ته رسیدلي دي . د امریکې او ناټو د وسله والوځواکونو عملیات او د بیګناه خلکو مرګ ژوبلې ، دګاونډیوهیوادونو په تیره بیا د پاکستان او ایران د لاسوهنو او تیریو په وړاندې د حامدکرزي د دولت چوپتیا اوبې تفاوتي د خلکو او دولت تر منځ بې باوري او واټن زیات کړی دی . نو په دې ډول د پورتنیوټولوستونزو په نظرکې نیولوسره د افغانستان اوسنی دولت د دې جوګه نه دی چې سترې ملي مسالې اوارې او افغانان د اوسنیو ستونزو او کړاوونو څخه راوباسي او د خپلو ملي نوامیسو څخه دفاع وکړي .

ایاله تنظیمونو ، وسله والو ملیشو او سیاسي ګوندونو څخه د دې تمه کیدای شي ، چې له اوسنیو ستونزو څخه افغانان را وباسي او افغانستان د دښمنانو د توطیو او بربادۍ څخه وژغوري ؟ باید په ډاګه شي چې تنظیمونه او وسله والې ملیشې ، چې او س د سیاسي ګوندونو په بڼه په افغانستان کې فعالیت کوي د حامد کرزي په مصلحتي دولت کې یې په خپلو منځونو کې قدرت ویشلی دی . جمهور رییس ، مرستیالان ، دکابینې غړي ، د ولسي او مشرانو جرګو ډیر غړي ، لوړ پوړي قاضیان والیان ، سفیران او نور لوړپوري چارواکي د همدې تنظیمونو او وسله والو ملیشو سره تړاو لري . هم په قدرت کې دي او هم د اپوزیسیون رول لوبوي . د همدوﺉ په وجودکې په افغانستان کې د بهرنیو هیوادونو له دښمنیو ډک پلانونه پلي کیږي ، او ملي یووالي ضد د قومونو پر بنسټ فدرالي سیستم رواجولو ته ، چې ډیرو کار پوهانو ته د هیواد د تجزیې د پیل مانا لري ، هلې ځلې کیږي . د تنظیمونو او ملیشو مشران د هیواد د طبیعي زیرمو او نورو دولتي او شخصي شتمنیو، په تیره بیا د ځمګوغصبولو کې اخته دي او له هر ډول قانوني جواز څخه پرته یې د خپلو پلویانو او یاخرڅلاو د پاره ښارګوټي جوړ کړي دي او له دې لارې په میلیاردرانو تبدیل شوي دي . د همدې تنظیمونو او ملیشو په وجود کې په خپلمنځي جګړوکې افغانانو ته ستر ځاني ، مادي او معنوي تاوانونه واوښتل او اوس هم دافغانانو ډیرې ستونزې له دوﺉ سره تړاو لري . له افغانستان څخه د شورویانو له وتلو څخه وروسته تر اوسه پورې افغاني تنظیمونو او ملیشوډیر وخت د قدرت واګې په لاس کې لرلې دي خو په خواشینۍ سره په دې موده کې چې د افغانانو ستونزې زیاتې شوې نه وي کمې شوې نه دي . سره ددې چې اوس دسیاسي ګوندونو اوجبهو په جامه کې قدرت ته د رسیدو په خاطر په دریو ډګرونو( دولتي پوستونو ، اپوزیسیون ، دنظام بدلولویا فدرالي کولو) رولونه پر مخ بیایي ، او دا پوره باور دی چې په ماهیت کې ډیر فعالین یې دپخوانیو تنګ نظریو ، تعصباتو او شخصي اوګروپي ګټو ته ډیر ارزښت ورکولو له ناروغتیاوو څخه نه دي خلاص شوي . نوځکه په دې ډول د سترو ملي مسالو د اواري وس نه لري او نه شي کولای افغانان اوافغانستان له ستونزواوبربادۍ ځنې راوباسي او وه یې ژغوري .

د نورو سیاسي ګوندونو په هکله ، چې د سیاسي ګوندونو د قانون په چوکاټ کې یې په افغانستان کې سیاسي فعالیت پیل کړی دی ، دامریکایانو د پاره یوه تبلیغاتي وسیله وه . چې ګنې افغانستان ته د دوﺉ په راتګ سره د موکراسۍ د اصولو سره سم ډیر ګوندیز سیستم منځته راغلی دی او د تنظیمونو سربیره نور ګوندونه هم ازادانه سیاسي فعالیت کولای شي . خو واقعیت داسې دی ، چې نه امریکې او متحدینو اونه د افغانستان دولت هیڅ یو هم نه غوښتل ، چې له تنظیمونو پرته چې دوﺉ پرې کلونه کلونه سرمایه ګذاري کړې وه او په تیره بیا د هغو تنظیمونو سربیره چې امریکایانود یرغل په وخت کې یې ملیشو د ځمکنیو پلیو ځواکونو دنده سرته رسولې وه ، نور ګوندونه سیاسي فعالیت وکړي او په خلکو کې د یو سیاسي ځواک په توګه وپیژندل شي . له هم هغه لومړي سرنه دهغو سیاسي ګوندونو په وړاندې ، چې د کوم یو جنګسالار سره په تفاهم کې او یا کوم بهرني هیواد سره په تړاو کې منځته نه وو راغلي ، یوډول مقاومت او تبعیض موجود و .پارلمان ته په ټولټاکنو کې هم د دې دپاره چې سیاسي ګوندونه وده وه نه کړي ، دګوند پر ځای شخص ته ووټونه واچول شول ، او که کوم سیاسي ګوند استازي ووټونه وړي وو ، هغه هم ترې غلا په ډالرو خرڅ او د بل چاپه حساب کې ولیکل شول . همدا سبب و،چې ولسي جرګه د پخوانیو جنګسالارانو او د امریکې او ګاونډیو هیوادونو د پلویانو څخه ډکه شوه او دموکراسي پلوو ګوندونو ته پکې غړیتوب ونه رسید . نوځکه دغسې سیاسي ګوندونه په هیڅ توګه د دې وس نه لري چې په یواځې سر د خپل هیواد او خلکو د برخلیک په اړوند څه شی وکړای شي . خو دوﺉ کولای شي دټولو ناخوالو ،ستونزو ، محرومیتونو او د استعماري سیاستونوپربنسټ دافغانانو او افغانستان د ژغورلو په خاطر د خپلو خلکو د پاڅون په بریالیتوب کې خپلې هلې ځلې سرته ورسوي . دا هلې ځلې به هغه وخت بریالیتوب ته ورسیږي ، چې ټول ملي وطنپال شخصیتونه او ډلې په ګډه دلیرې اونژدې دښمنانود توطیو شنډولو اود بربادۍ څخه دخپل هیواد د ژغورلو په خاطر د خپلو خلکو باور او ملاتړ لاسته راوړي او له اموڅخه تر اباسینه پورې د خپل هیواد خپلواکي ،ملي واکمني او ځمکنۍ بشپړتیا خوندي کړي او وه یې ساتي .

;ګاونډي هیوادونه : سره د دې ،چې په افغانستان کې بې ثباتي، د دې هیواد د جیو ستراتیژیک موقعیت له کبله، د سیمې اوپه تیره بیاد ګاونډي هیوادونولکه ایران او پاکستان په بې ثباته کولو کې نیغ په نیغه اغیز لري،خو بیاهم د افغانستان ګاونډیوهیوادونو هیځکله زموږ په هیواد کې د سولې او ثبات په ټینګیدو کې برخه نه ده اخستې ، بلکې تل یې له مختلفو لارو څخه کار اخستی دی ، چې په افغانستان کې سوله او ثبات له منځه ولاړ شي، ترڅو افغانان د خپل هیواد ، ملي نوامیسو او ملي یووالي او هویت څخه دفاع ونه شي کړاي . ګاونډیو هیوادونو په مختلفو وختونو کې پر افغانستان تیری کړی دی ، خاوره یې ترې غصب کړې ده او دخپلو استخباراتي شبکو په واسطه هڅه کړې ده ، چې افغانان په خپلو منځونو کې یوبل سره په جنګ کړي ، تر څو ترې د خپل هیواد او هویت څخه د دفاع وس له منځه یوسي . کله چې شوروي اتحاد د افغانسان ګاونډي هیواد و پر افغانستان یې یرغل وکړاو یو لاسپوڅی حکومت یې پر افغانانو وتاپه او په دې ډول یې غوښتل افغانستان د شوروي اتحاد په شپاړسم جمهوریت بدل کړی او افغانان له خپل افغاني هویت څخه په بشپړ ډول محروم کړي . شورویانو دخپلو لاس پوڅو په واسطه د افغانانو تر منځ د قوم ، ژبې او مذهب په نوم اختلافونو ته لمن ووهله او د جګړو ۳۳ کلنه غمیزه یې پر افغانانو وتپله .

ایران خو د تاریخ په اوږدو کې هیڅکله هم د دوستۍ او ښه نیت اړیکي دګاونډي افغانستان سره نه درلودل . تل یې په افغانستان کې د مذهب او ژبې له ورته والي څخه ناوړه ګټه اخستې ده او د افغان کمزورو دولتونو په کورنیو چارو کې یې ناروا لاسوهنې او بې اتفاقیو ته لمن وهل روا بللي دي . له خاصو مذهبي او قومي ډلو څخه یې بربنډملاتړ کړی دی او په دې ډول یې زموږ په هیواد کې د ټولو نړیوالو نورمونو سره په توپیر کې بې ثباتیو او قومي شخړو ته لمن وهلې ده . همدا اوس هم د افغانستان په لویدیځ کې ېې دافغانستان ډیره خاوره غصب کړې ده او لا غصبوي یې . خو په دولت کې د پیسو او ژبني – مذهبي نفوذ له کبله چارواکي د غبرګون ښودلو وس نه لري . ایران د قومي ،فرهنګي او مذهبي هژمونۍ خوبونه ویني ، نو ځکه د نورو قومونو ، مذهبونو اوفرهنګونو په وړاندې تل د تیري او یرغل څخه کار اخلي . پښتنو ته خو د خپلو دښمنانو په سترګه ګوري ، تل هلې ځلې کوي چې نور قومونه ، په تیره بیا هزاره قوم دپښتنو کوچیانو سره په جنګ واچوي ، اوبه خړې کړي او د ځان په ګټه پکې کبان ونیسي او د افغانانو یوبل سره د ګډ ژوند روحیه کمزورې کړي . ایرانیان او دوﺉ پورې تړلي سکتارستان تل پښتنو پسې د بې فرهنګه ، جنګ غوښتونکي او بنسټپاله قوم پروپیګنډې کوي او هڅه کوي ، چې پښتو ژبه په افغانستان کې د خپلواجنټانو په واسطه د ټولو اداري ، تعلیمي او ټولنیزو ډګرونو څخه وباسي او پر ځای یې خپله ژبه او فرهنګ پر افغانانو وتپي . ایران تل هلې ځلې کړې دي ،چې په افغانستان کې دورونو قومونو ترمنځ د یووالي او ورورۍ په وړاندې دخپلو اجنټانو په واسطه توطیه وکړي او په دې ډول د افغانانو ملي یووالی کمزوری کړي . خو افغانان اوس په دې بشپړ باور لري ، چې د ټولو ورونو قومونو تر منځ د ورور ګلوۍ په روحیه ټینګ یووالی د ټولو په ګټه دی .

پاکستان ، چې په سیمه کې د انګریزانو دګټو ساتلو ، د ملي وطنپالو ازادي غوښتونکو ډلو او غورځنګونو د کمزوري کولواومخنیوي په موخه جوړ شوی دی ،دخپل منځته راتګ له اولې ورځې څخه افغانانوسره دخپلې غصب شوې برخې د خپلواکۍ په خاطر په ټکر کې دی . پاکستان نه یواځې په غصب شوې برخه کې پر افغانانوباندې هر ډول د ځپلو سیاست او چلند په عمل کې پر مخ بیایي او هر ډول ازادي بښونکي خوځښت ته له بیرحمۍ ډک غبرګون څرګندوي ، چې له کبله یې ډیر شمیر افغان روڼ اندې سیاستوال او قومي مشران کلونه کلونه په جیلونو کې په یو او بل نوم پراته وي او یا له منځه وړل کیږي . پاکستان د افغانستان پر غصب شوې برخې د استعماري سیاست ددوا م په موخه د اوسني افغانستان دبې ثباتۍ او تباهۍ د پاره له هیڅ ډول توطیو څخه ډډه نه ده کړې . دسیاسي او اقتصادي ستونزو د زیاتولو د پاره یې بې له کومې معقولې پلمې پر تجارتي مالونو بندیزونه لګولي او تل یې په پر له پسې ډول افغانستان د اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړی او له شا څخه یې پرې ګوزار کړی دی . د پاکستان د جاسوسۍ سازمان د تخریبي فعالیتونو ډیره برخه افغانستان کې د تخریبي کارونو ، بې ثباتۍ ، دافغانانو بې اتفاقۍ او د ګډوډیو دمنځته راوړو د پاره سرته رسیږي . تل پاروونکي کارونه سرته رسوي ، چې پر جګړوځپلي او د کرزي د بې دفاع اسلامي جمهوریت په قلمرو باندې یرغل ته پلمه جوړه کړي . په ختیځوولایتونو تیری او راکټونه ورول افغان استعمار ماتوونکي ملت ته دپنجابیانو له خوا سخت سپکاوی دي ،خو په ډیرې خواشینۍ ، چې دا اتل ملت اوس د نړیوال استکبار او د دوﺉ د ډیرو ټیټو غلام صفته اجنټانو له خوا برمته شوی دی او یو څه وخت ته اړتیا لري ،چې پنجاب سره خپل حساب معلوم کړي . دا چې انګریزان او امریکایان تل دا ډنډورې ګډوي ، چې د پاکستان له مرستې پرته په افغانستان کې د سولې ټینګیدل ناممکن دي ، غواړي په دې سره د کرزي لاسپوڅی حکومت وهڅوي چې پاکستان ته امتیازات ورکړي او خوشاله یې کړي . یانې دا چې د پاکستان په واسطه د نیمایي افغانستان غصب ، تیریو او سپکاویو په وړاندې چوپ پاتې شي او وه یې مني . د انګریزانواو امریکې په منځګړیتوب د پاکستان سره ستراتیژیک قرارداد لاسلیک کول هرو مرو ترشا د افغانستان د خلکو د ګټو او غوښتنو په وړاندې یوه توطیه نغښتې ده . په تیره بیا چې په دې هکله د ځینو تاریخي وطنپلورونکو ، چې د ازاد او سرلوړي ژوند څخه په غلامۍ خوښ دي ، هلې ځلې د اندیښنې وړ دي . خو کرزی هم باید پوه شي ، چې د خلکو او هیواد له ګټو څخه یوه ذره هم تیریدل خلکوته دمنلو وړ نه دي او د افغانانو د سخت غبرګون سره به مخامخ شي .

ایا له نړیوالې ټولنې، په تیره بیا امریکې اونورو هیوادونو څخه ، چې په افغانستان کې په لسګونو زره وسله وال پوځونه لري او د کابل حکومت سره یې ستراتیژیک تړونونه لاسلیک کړي دي ، دا تمه کیدای شي ،چې له اوسنیو ستونزوڅخه د افغانانو په ژغورلو کې مرسته وکړي ؟ په خواشینۍ سره د یوولسو کلونو تجربو وښودله ، چې دامریکې او نورو هیوادونو وسله والو ځواکونو په موجودیت کې د افغانانو ستونزې د کمیدو پر ځای لاپسې ډیرې شوې دي . دا چې ویل کیدل ،چې د امریکا او نورو هیوادونو په راتګ سره به په افغانستان کې سوله اوثبات منځته راشي ، دخلکود خوښې اوغوښتنو پر بنسټ به یو دموکراتیک دولتي نظام ټینګ شي ،افغاني ټولنه به د پرمختګ اوسوکالۍ په لور ګامونه واخلي، یواځې تشې وعدې او غولیدونکې پروپیګنډې وې . واقعیت داسې د ی، چې پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد په یرغل سره د افغانانو غمیزه پیل شوه او د امریکې او متحدینو په یرغل سره دا غمیزه لاپسې و ه غزیده . که د افغانانو سره د شورویانو په جګړو د دوو میلیونو په شا وخوا کې افغانان له منځه ولاړل او په همدې ډول معیوب او معلول شول او په میلیونونو افغانان نورو هیوادونو ته د کډوالو په توګه ولاړل ، خو د امریکې او متحدینو په جګړو کې هم له سلګونو زرو افغانانو څخه زیات له منځه تللي دي او جګړې لادوام لري . که شورویانو خپل لاسپوڅی رژیم پر افغانانو وتاپه او له وتلو وروسته یې زموږ هیواد په کورنیو جګړو کې پریښود نو امریکایان اومتحدین هم له خپلو وتلو څخه وروسته د سوله ایز افغانستان خبرې نه کوي . که د شورویانو په یرغل سره د نړۍ یوشمیر هیوادونوپه افغانستان کې د لاس وهنو لپاره پلمه لاسته راوړه ، نو د امریکایانو په یرغل سره د پنځوسو په شاوخواکې هیوادونه په افغانستان کې وسله وال پوځونه لري ، خو ګاونډیو هیوادونو ، په تیر بیا ، ایران او پاکستان د لاسوهنو او تیریو کچه رسوایي ته رسیدلې ده او زموږ خلک هره ورځ د دوﺉ د وسله والو بریدونو له لاسه خپل کورونه پریږدي او د ستر و ځاني او مالي زیانونو سره مخامخ دي . دامریکې په شمول بهرني ټول وسله وال ځواکونه ، چې پر افغانانو یې د هر ډول وسلو ازمیښت سرته ورساوه ، د پاکستان او ایران وسله والو تیریو ته خړ خړ ګوري او د افغانستان سره د خپلو اوسنیو ستراتیژیکو قرار دادونو څخه هم نه شرمیږي او د پاکستان او ایران د تیریو او ګواښونو په وړاندې هیڅ ډو ل غبرګون له :ځانه نه څرګندوي . له دې ټولو تجروبو څخه په ښکاره جوته شوې ده چې امریکا او متحدین د دې لپاره افغانستان ته نه دي راغلي چې د افغانانو سره د سولې او ثبات په راوستو او د هیواد په بیا رغاونه او پرمختګ کې مرسته وکړی او یا د ګاونډیو هیوادونو د تیریو او ګواښونو په وړاند دافغانانو ننګه وکړي . امریکایانو اومتحدینو د خپلو ګټود پاره زموږ پر هیواد نورې جګړې وتپلې ، افغانان یې دغم په ټغر کښینول ، د افغانستان د خلکو کورني او بهرني دښمنان او بې پته ، بې غیرته ، بې وطنه پردیپال او وطنپلورونکي د ستر افغانستان دښمنان یې د زر او ځواک خاوندان کړل او ولس یې هر څومره چې د لاسه کیدل وځپه . اوس باید ټولو افغانانو ته څرګنده وي ،چې په هغه ډول چې د امریکې او متحدینو راتګ افغانستان ته د دوﺉ د خپلو موخو او ګټو د پاره سرته ورسید ، ستر اتیژیک تړونونه هم یواځې او یواځې د بهرنیو هیوادونو د ګټو لپاره شویدي او اوسنی افغانستان د دې وړتیا نه لري ،چې د یو سیال په توګه له دغو تړونونو څخه ګټه پورته کړي . یانې دغه هیوادونه ،چې د افغانستان سره یې ستراتیژیک تړونونه لاسلیک کړي دي په هیڅ ډول د دې جوګه نه دي چې افغانان دې د موجوده ستونزو څخه وژغوري او افغانان هم باید دا تمه ونه کړي ،چې نور هیوادونه یې د شتون او بقا څخه دفاع وکړي . ځینې سرچینې لا اټکل کوي ، چې همدا ستراتیژیک انډیوالان ،په تیره بیا امریکایان او انګریزان ، هلې ځلې کوي ،چې اوسنی افغانستان د لانورې تجزیې ، کمزورتیا او بې ثباتۍ لور ته ټیل وهي .

ایا د افغانستان خلک کولای شي له اوسنیو ستونزو څخه ځان وژغوري ؟

د افغانستان په ټول تاریخ کې خلکو د ملي نوامیسو څخه د دفاع په چاروکې فعاله برخه اخستې ده . همدا خلک وو ،چې د انګریزانو او روسانو سره یې د خپلې خپلواکۍ ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا څخه د دفاع لپاره ازادي غوښتونکې جګړې کړي دي او پر تیري کوونکو یې بری موندلی دی . خلک څوک دي؟ خلک په ټولنه کې ټول هغه اوسیدونکي چې یوشان خپل هیواد ، ګران افغانستان خپل پت او عزت ګڼي او دتیري کوونکو په وړاندې ترې لکه دخپل ناموس په څیر په سر او مال سره دفاع کوي . هم یې کور ګڼي هم یې ګوراو په دې ویاړي چې افغان دی ، دا ټول خلک دي . هغه خان دی که ملک، ملادی که امي پیردی که مرید ، تجارت کوي که کوم بل کسب ،مامور دی که معلم ،کارګردی که بزګر ، قومي مشردی او که سیاست پوه ، افسر دی که سرتیری او داسې نور چې د خپل هیواد څخه په دفاع کې له سر اومال څخه تیریږي او ملي ګټې د شخصي او ګروپي ګټو څخه لوړې ګڼي د افغانستان یوشان سپیڅلي خلک دي . د افغانستان ټولو خلکوته د خپل هیواد د خپلواکۍ ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع لکه د خپل ناموس نه د دفاع په څیر مکلفیت ګڼل کیږي . نو ځکه هرکله چې ددښمنانو له خوا د افغانستان ملي نوامیسو باندې تیری کیږ ي ، ټول افغانان په خپل سر او مال سره د دفاع په سنګر کې ودریږي . د افغانستان ټول خلک خپل هیواد خپله مور ګڼي او د دې خوږې او درنې مورې په غیږ کې خپل حق بل هیچا ته نه ورکوي . د همدې مورې په غیږکې افغانان یوبل سره د شریکو ملي ګتو ، ملي ویاړونو او ملي ارزښتونو په واسطه دومره کلک تړل شوي دي ، چې د قوم ،ژبې ، مذهب ، سیمې او نورو توپیرونوله کبله یوبل څخه نه شي بیلیدای .هر څوک چې د ا هڅه کوي ،چې افغانان یوبل نه بیل کړي او د دیورند دکرښې پواسطه له افغانستان څخه بیله شوې د پنجاب تر استعمار لاندې برخه یواځې د پښتنو سره تړي او د خپلواکۍ د پاره مبارزه یې د نورو قومونو مکلفیت نه بولي ، په واقعیت کې هغه ملي خاینین دي ، چې د افغانستان د خلکو د دښمنانو د غلامۍ غړوندي یې په غاړو کې اچولي دي او د افغان په نوم د سرلوړي خپلواک ژوند نه د پردیو په غلامۍ او سپکاوي نه ډک ژوند کې خوښ دي . د افغانستان خلک د ډیورنډ کرغیړنه کرښه، چې افغانستان او افغانان یې په دوو برخوویشلي دي هیڅکله نه مني . دا په دې مانا چې د افغانستان د یووالي د پاره هر ډول سر ښندنو ته تیار دي . په تیره بیا چې پاکستان لکه « میږي ته چې خدای په غضب شي وزرې کوي » ، وزرې کړې دي . نه یواځې دا چې دخپل استعمار لاندې برخې افغانستان کې یې پر افغانانو ناتار راوستی دی ، بلکې په کونړ ،ننګرهار او ډیورنډکرښې ته څیلمه نورو سیمو یې هم وسله والو تیریو ته دوام ورکړی دی . د پنجاب دا پارونکې کړنې به له امو څخه تر اباسینه پورې په ټول افغانستان کې خلک د خپل یووالي او خپلواکۍ څخه د دفاع د پاره راپاڅوي او بیا به یې هیڅوک د مخنیوي نه وي . هر څوک چې دخپل هیواد د خپلو اکۍ ، ملي واکمنۍ اوځمکنۍ بشپړتیا خوندي توب او دفاع ته ځان ژمن بولي ،هغه به په د ې ازادي غوښتونکي غورځنګ کې ګډون کوي او دا ګډون به سراسري وي . که چیرته له اموڅخه تراباسینه پورې د دې غورځنګ ګډون کوونکي په یوه خوله ووایي چې د پنجاب استعمار نور نه منو،له اموڅخه تر اباسینه پورې ټول افغانستان یوموټی او خپلواک دی ! او د خپل دې شعار تر شا په کلکه ودریږي ، نو څوک به یې مخه ونیسي . اوس دداسې یو غورځنګ د منځته راوړو د پاره د ټولو ملي وطنپالو روښانفکرانو او د پوهې او قلم خاوندانو ملي اواسلامي دنده ده ، چې د داسې ازادي بښونکي ملي اسلامي غورځنګ په منځته راوړو کې له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه ونه کړي . لومړی خپلمنځي اړیکې ټینګې کړي او بیا د خلکو پرګنوته ولاړشي او خپلو خلکو ته په ډاګه کړي، چې یواځې همدوﺉ کولای شي خپل ځانونه او هیواد له اوسنیو ستونزو او تباهۍ څخه وژغوري .

دا مه ګڼه خیالونه زه پرې ټینګ باور لرمه
افغانانو که هوډ وکړ بیا به ګورې چې همدا شي

ومن الله التوفیق

پوهنوال ډاکتر عبدالرشید جلیلي
د ۲۰۱۲کال د اکتوبر۱۵