کور / روغتيا / انار(Punica)دخلکویار

انار(Punica)دخلکویار

شاعر څومره ښه ویلي دي:


کاڼي لعل د بخشان ګیاه دارو ده        چې يي نه پېژنې ته ګناه د چا ده


درنو لوستونکو ! زمونږ د هېواد په ښکلي بدخشان کې که د لعل کانونه شته ، خو ددې هېواد په نورو سیمو قندهار،تګاب ، خلم ،فاریاب او ځینو نورو سیموکې د لعل دانو ښکلي پراخه بڼونه شتون لري . زمونږ هېواد د طبعي زېرمو له پلوه ډېر بډای دی ، خو په خواشینۍ سره باید ووایو چې ددې زېرمو د تثبت ،سروی او کارونې لپاره هڅ کار نه دی شوی .



د ګران هېواد طبیعت مو په داسی ښکلو او ګټورو نباتاتو پوښل شوی که د هغو په ساتنه او ترویجولو کې ولس ته پوهاوی ورکړ شي زه باور لرم چې زمونږ د هېواد ټولې دشتې به د یو منظم زراعتي مدرن پلان له مخې د 10ـ15 کالو په موده کې په شین بڼ بدلې شي . ددغو نباتاتو له جملې څخه چې مونږ يي په خپل چاپېریال کې لرو ډېری يي لوړې روغتیايي ځانګړتیاوې لری چې  ولس يي د بېسوادۍ له وجې نه پېژني او هره ورځ يي ګټورې برخې په کثافاتو کې غورزوي د بېلګې په ډول د انار  ، نارنج ،مالټې ، لېمو  پوټکي او ګلان یا د لارې پر سر شنه شوي صحرايي بوټي لکه پنېرک ، اورخاړی ، تیزپکړا او داسی نور د څارویو لخوا خوړل کېږي چې د  دې ټولو څخه د انسانانو د ناروغیو په درملنه کې کار اخستل کېږي . اوس به را وګرځو خپلې اصلي موضوع ته چې هغه انار د خلکو یار دی . زه ځکه دې نبات ته د خلکو د یار خطاب کوم چې هغه په رښتیا هم په روغتیا او ناروغۍ کې انسان ته د یو حقیقي ملګري په شان مرسته رسوي ځما ددې خبر ښه ثبوت د انارو د ځانګړتیاوو په پېژندنه کې پروت دی . زمونږ په فلکلوریکو ادبیاتو کې هم د انار په اړوند ډېر څه ویل شوي لکه چې وايي :چې انار ګل شي بیا به راشم  ـــ انار انار ګلونه راوړه   يا دهغې نجلې مخ د انار په شان ښکلی سور رنګ لري، یا انار دانه نه داره  ـــ انارې بی دانه او داس نور . راځې چې ددې ښکلي نبات په اړوند تاسو ته راټول شوي معلومات وړاندې کړم .



دا نبات د بوټي او یا ښاخ لرونکې ونې په ډول تر 6 متره جګوالي رسېږي .ددې ونې ګلان سور رنک ، غټه مدوره پوست لرونکې مېوه لري . د پوست دننه دانې سور لعلي رنګ لري ددانو شمېر يي د 400ـ700 پورې رسېږي .


  د انار اصلي ټاټوبی شمالي افریقا او منځنۍ اسیا ښودل شوی. دغه نبات په subtropical یا نیمه ګرمسېرو هېوادونو کې د قېمتي نبات په شان روزل کېږي . نوموړی نبات په ایران ،ازربایجان ،مدیترانه،ګرجستان ،منځڼۍ اسیا کې په براخه پېمانه ترویج شوي.


په ځنګلي توکه نوموړی نبات په قفقاز، منځنۍ اسیا کې د څېړۍ او ناجو د ونو  لاندې په  غرنیو سیموکې تر سترګو کېږي .


د انارو ټولې برخې ګټورې ځانګړتیا وې لري . د انارو مېوه په ډېره کچه ویټامینونه، سلولوز او منرالي مواد لکه : کلسیم ،مګنیزیم ، پوتاشیم ، منګنیز او  سودیم    لري .


د دې مېوې څخه  60 سلمه  په لوړه کچه  انتوسیانین لرونکې شربت لاس ته راځي .
د انار  په  اصلاح شوو سورتونو کې 20٪ ګلوکوز او فرکتوز ،10٪ ستیریک citric ، مالیک malic ، اګزالیک oxalic او نور عضوي اسیدونه همدا شان فیتونسیدونه ،ناېتروجني مواد ،تانین ، سلفات او کلور لرونکې مالګې شتون لري .
د مېوې په پوستکي ، د ونې په پوستکي او رېښو کې 32٪  د تانین یا دباغي مواد شتون لري .
د انار ګلان په لوړه کچه روښانه سور رنګه  د انتوسیانین او پونسین د پګمنت لري ،چې د هغو څخه د ابرېښمو ، پختې ، وړیو او کتان په رنګولو کې کار اخستل کېږي .
انار په تازه ډول خوړل کېږي او همدا شان د هغه څخه  په شربت ، مربا ، سیروپ ، اېس کریم او په  راز راز ولسي خوړو کې  د چاشنې په شان کار اخستل کېږي . د انار د تروو سورتو څخه د نرشراب په نامه چاشني جوړوي او    په قفقازيي خوړو کې ور څخه کار اخستل کېږي .
د انار له اوبو څخه په شېرني جوړولو کې او د هغه له  تخمونو څخه  داسی غوړي لاس ته راوړي چې د ماهیانو د غذا سره یوځای کېږي .
 
د انار  روغتیايي ګټې :
انار د ویټامین سی د کمبود په وړاندې په زړه پورې وسیله ګڼل کېږي
د انارو شربت  اشتها  را پاروي
د انارو شربت د شریانو د تصلب (atherosclerosis) ، د تېزابي شیانو په وړاندې د حساسیت ، د سر دردي او د معدې د تشنج د ناروغیو د درملنې لپاره خورا ګټور اثر لري .
د انار دشربت متواتره کارونه په خوړو کې د وینې د لوړ فشار د ناروغانو فشار په تدریجي ډول راټيټوي .
د معدې او کولمو د ناروغۍ د درملنۍ لپاره د انارو څخه په مختلفو بڼو استفاده کېږي .
د انار په پوټکي کې موجود پولي فینول د خوني اسهال دعامل dysentery bacillus  په ځپلو کې خورا ګټور اثر لری .
د انار په منځ کې نرۍ پردې په وچ ډول د چای سره یو ځای عصاب قوي کوي ، ډار ه ، پرېشاني او ورخطايي له منځه وړي .
انار  د مېکروبي ناروغ   infectious diseases څخه وروسته د یو قوت رغوونکي درمل په شان د ارګانیزم د ستړیا څخه په مخنیونه کې ګټوره وسیله شمېرل کېږي .
د وینې په کمبود اخته ناروغانو ته د ورځې درې ځله له  نیم څخه تر یو ګیلاس د انارو اوبه 30 دقیقې وړاندې د خوړو څخه  توصیه کېږي . د درملنې موده 2ــ3 میاشتو ټاکل شوې او وروسته له یوې دمې نوموړې درملنه بېرته له سره نیول کېږي .
د انارو د پوټکي څخه د eksgran په نامه پوډر جوړوی چې کوشېرونکې ځانګړتیا لري . نوموړی پوډر  درې ځله د ورځې 0.75 ګرامه د انتروکولیت ( د نریو او غټو کولمو التهاب) په ناروغۍ اخته کسانو ته لارښونه کېږي .
د معدې د قوت لپاره د انار  تریخ خونده پوټکی ډېره ښه وسیله ښودل شوې . 5 ګرامه پوټکې په نیم ګیلاس اوبو کې اېشول کېږي او له 20 دقیقو دمې څخه وروسته د ورځې  درې ځله  یو ه قاشوقه ناروغ ته ورکول کېږي .
د لوړې تبې په وخت کې د انار کارول  د تندې او تبې د کمولو لپاره ډېر کټور تمامېږي.
انار  د ټوخي ، ذکام ، برانشتي استما ، ستوني درد (انګین) او ملاریا لپاره ډېر ګټور تمامېږي
د انار په اوبو د ستوني غړغړه  د ستوني درد ښه کوي .
د هارموني اختلال په صورت کې  د انارو زړي چې په ډېره کچه شحمي تېل لري د ارګانیزم د هارموني فعالیت او د هغه د تعادل د رغونې ، د سر دردۍ د لرېکولو ، د لوړ فشار د کنترول او د اقلیمي حساسیت په وړاندې کارول کېږي.
د نارینه او ښځو د جنسي رغبت لپاره د انارو دانې او زړي ډېر ګټور تمامېږي .
د التهاب او زخمونو په جوړونه کې د انار د پوټکي د اېشېدلې څخه کار اخستل کېږي : 5 ګرامه د پوټکي پوډر په 100 ګرامه اوبو کې اېشول کېږي او ورسته له چاڼولو څخه 3 ځله د 1ـ2 قاشوقو د ورځې په جریان کې مخکې له خوړو څخه څښل کېږي .
د انار د شربت او پوټکي د پوډر په مرسته په اور  سوځېدلي ټپونه رغول کېږي : لمړی ټپ د انار په شربت لړي او بیا په لړل شوي ځای پوډر شيندل کېږي . د ساده سوځېدلو ټپونو  په رغونه کې یواځی د انار شربت هم مرسته کوي.
د پښتورګو ، ځیګر ، خولې ، غوږ ونو ،سترګو د التهاب  او د هډوکو د درز ، رحم د خونرېزي ، کولیت او اسهال په صورت کې  د انارو د پوټکي له اېښېدلې څخه کار اخستل کېږي . دغه اېشېدلې په لاندې ډول جوړېږي :
دوه چای خوري قاشوقې د پوټکي پوډر په یو ګیلاس اېشېدلو اوبو کې 30 دقیقې اېشول کېږي وروسته له چاڼ او ذبېښلو څخه اېشېدلې اوبه خپل لمړنی حجم تر لاسه کړي او وروسته 50ګرامه د ورځې 3 ځله مخکې له خوړو څخه کارول کېږي .


د غاښ درد لپاره د انارو  زړي  د عسلو سر یوځای خوړل کېږي .
د خولې د وریوو د التهاب په صورت کې خوله د انار  د پوټکي څخه  په جوړه  شوۍ اېشېدلې غړغړه کوي : 20ګرامه د پوټکي پوډر په یو ګیلاس تودو اوبو کې د 30 دقیقو لپاره اېشوي تر څو د اوبو حجم بېرته تر یو ګیلاس ورسېږي .
د بدن د پوست د چاودو  او شوکارو شو برخو له پاره د انار د پوټکي د پوډر څخه کار اخستل کېږي .
د انار پوټکي او جرړې د پېلترین ، ایزوپېلترین ، مېتیل ایزو پېلترین او داسې نورو الکالوئیدونو لرونکي دي ،چې د چینجیو په وړاندې  خورا  قوي اثر لري . د کدو دانې د چينجي د له منځ وړلو لپاره 40ـ50 ګرامه د پوټکي پوډر په 400 ګرامه اوبو سړو اوبو کې د 6 ساعتو لپاره اېشوي او وروسته په ارام اور تر هغه اېشول کېږي چې نیمې اوبه بړاس شي . نوموړې اېشېدلې وروسته له سړېدو او چاڼ څخه ناروغ  ته په مساوي اندازه د یو ساعت په موده کې ورکوي او له نیم ساعت وروسته ناروغ ته 15ـ20 ګرامه د سلفات سودیم مالګه ورکول کېږي .
 د درمل جوړونې په صنعت کې د انار د پوټکي څخه د کدو دانې د چينجي پر ضد درمل جوړوي او دا درمل یواخې د ډاکتر په لارښونه کارول کېږي ځکه د انار پوټکی او جرړې توکسیک اثر لری له همدې وجې باید د هغه په کارونه کې پاملرنه وشي .
 
پاملرنه  :
 د انار پوټکی 5٪  د لوړ طاقت  زهري الکالوئېدونه لري .
په همدا شان د انار د ونې پوستکې سره باید پوره پاملرنه وشي ځکه هغه دېر قوی زهري (تاکسیک) مواد لري له اندازې زیاته کارونه يي د وینې د فشار د لوړېدو سبب ګرځي او انسان ته سر ګرځېدنه ، کمزوري ، د سترګو د لید د کمېدو ، تشنج او دمعدې حساسیت رامنځ ته کوي. د مسمومیت په لمړنیو شېبو کې ناروغ باید ډاکټر ته ورسول شي .
د انارو شربت باید د اوبو سره ګډ شي ځکه چې په انارو کې ډېر اسیدونه شتون لري او د شربت خالص څښاک د معدې د تخریش او د غاښو د مینا د خرابېدو سبب ګرځي .
د انارو خوړل د هغه چا لپاره چې مزمن قبضیت ، بواسیر او یا د مقعد زخم لری نه توصیه کېږي . د انار د خورو څخه وروسته را پېدا شوی قبضیت د خونرېزي سبب کرځي .
 
ماخذ :                                                                    
Русский Национальный Ресурс SuperCook.ru
Страницы раздела
ПОЛЕЗНЫЕ
ФРУКТЫ и ЯГОДЫ
Вкусные природные лекарства
для детей и взрослых