کور / سياسي / ولې د امپراطوریو هدیره لا تر اوسه د پنجابي استعمارپه لومو کې نښتې ده ؟

ولې د امپراطوریو هدیره لا تر اوسه د پنجابي استعمارپه لومو کې نښتې ده ؟

بسم الله الرحمن الرحیم

افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د نړۍ د سترو امپراطوریو د تیري او یرغل لاندې راغلی دی ، چې که ډیر لیرې لاړ نه شو نو برطانیه او شوروي اتحاد یې ښه مثالونه دي . وایي ، چې د برطانیې په امپراطورۍ کې لمر نه پریواته ، خو کله چې یې د خپل نظامي بې انډوله ځواک په مټ د افغانستان د نیولو او افغانانو د ایل کولو د پاره پر افغانستان تیری وکړ ، ورته ژر جوته شوه چې د افغانستان نیول اسان و ، خوساتلو پسې یې زړه تړل پکارنه دي . دا ځکه چې افغانان په خپل ځان او خپل هیواد کې د بهرنیو واکمني نه مني ، غاصبینوته نه تسليميږي . تر څو ژوندي وي د تیري کوونکو سره خپړې لګوي ، نو ځکه هر څومره چې تیري کوونکي ځواکمن وي په اوږدو پای ته نه رسیدونکو جګړو کې یې زور اوبه کیږي ، اقتصاد یې کمزوری کیږي ، مورال یې ټیټیږي ، د تیښتې لار لټوي ،خو پرې ناوخته شوی وي ، ځواک او پرتم یې په افغانستان کې د خاورو لاندې شوی وي او بیا ټیټ سر او خړې سترګې کمزوری او له کینې څخه ډک زموږ له هیواد څخه وتلو ته مجبور شي . د افغانانو د دې مقاومت او د امپراطوریو د بې وسۍ څخه چې دا مقاومت مات کړي، د نړۍ نور محکوم ولسونه هم عبرت اخلي او داستعمار نه د خلاصون د پاره راپاڅیږي او خپلو موخو ته رسیږي . چې په دې ډول د دوو امپراطوریو ، برطانیې او شوروي اتحادزوال پر افغانستان باندې د تیري څخه وروسته پیل شوی دی . نو ځکه افغانستان ته د امپراطور یو د هدیرې نوم ورکړ شوی دی . افغانان د بهرنیو یرغلګرو په وړاندې د مقاومت په جګړو کې ځکه نه ستړي کیږي ، چې دې جګړو ته ، چې د اسلام د مقدس دین د ارزښتونو او د خپل هیواد دخپلواکۍ څخه د دفاع د پاره یې سرته رسوي سپیڅلې جګړې ( جهاد ) دی او په مړ کیدلو او ژوندي پاتې کیدلو دواړو کې د شهادت او غازي توب درجې یې په برخه کیږي . دوﺉ دیرغلګرو په وړاندې په وچو توتانو ، دغنمو او جوارو په نینواو د ولس په خواخوږۍ او مرستې تر هغې پورې جګړې ته دوام ورکوي ، چې دښمن له پښو وغورځوي .

انګریزان چې کله پوه شول چې افغانان یې په وړاندې د سپیڅلي جهاد په مینه مست جګړې ته دوام ورکوي او په زور سره نه شي کولای چې ایل یې کړي ، نو په ډیرو خطرناکو توطیو یې لاس پورې کړ . د توطیو پیل د افغانانو په منځ کې د قوم ،مذهب ژبې او سیمو تر منځ د بې اتفاقیو د اور بلول و. په دې کار کې په پیسو اخستل شوو اجنټانو په مختلفو شکلونو ډیر ناوړه رول ولوباوه . چا دملاپه جامه ، چاد جوړشوي قومي مشر په جامه او چا د جوړ شوي روحاني په جامه کې د رښتیانیو ملایانو ، رښتیانیو قومي مشرانو او رښتیانیو روحانینو د بې اعتباره کولو د پاره د انګریزانو په ګټه کار کاوه . د خلکونه تجرید د کمزورو چارواکو ګواښل ، تطمیع کول او د قدرت څخه په لیرې کولو ډارول انګریزانو ته دا موقع په لاس ورکوله چې د افغان واحد ملت په وړاندې سترې توطیې سرته ورسوي . په تیره بیا د ډیورنډ د کرښې په واسطه د افغان واحد ملت په دوو برخو ویشل د اسې یوه ستره توطیه وه ، چې افغانان یې تر او سه پورې له شره ځان نه شي ژغورلی . انګریزانو د جګړې په میدان کې د افغانانو څخه د ماتې غچ په سیاست کې واخست . د ډیورند د کرښې په واسطه ویشل شوی افغانستان یې په ځان یا برطانوي هند پورې وتاړه ، خو د خپلواکۍ د پاره د انګریزانو پرضد د افغانانو جهاد غلی نه شو او تر هغه وخته پورې روان و ، تر څو انګریزان د هند له نیمې وچې څخه نه وو وتلي . کله چې انګریزان له نیمې وچې ځنې وتل ، نو بله توطیه یې د سیمې او په تیره بیا د افغانانو پرضد سرته ورسوله او هغه دا چې هندوستان یې د هندو او مسلمان په نو م وویشه او د پاکستان په نوم یو نوی هیواد یې منځته راوړ . په دې کار سره انګریزانو د افغانانو پر ضد د سترې دښمنۍ نه کار واخست او د هند له نیمې وچې څخه بیخي بیل د منځنۍ اسیاد هیوادونو په ډله کې د افغانستان غصب شوې برخه یې هم په پاکستان پورې وتړله . افغانستان د منځنۍ اسیا د پنځه زره کلن تاریخ لرونکی ځانګړی هیواد دی چې د هند دنیمې وچې سره هیڅ تړاو نه لري ، خو انګریزي استعمارچیانو د برطانوي هند د تجزیې په ترڅ کې د افغانستان څخه غصب شوې برخه هم د اسلام په نوم نوي جوړ شوي پاکستان سره د پښتنو څخه د غچ اخستو له کبله وتړله . د ګاندي په مشرۍ هندو مشرتابه ، چې کله ولیدل چې هندوانو ته د یو مستقل دولت د جوړیدو واک ورکړ شوی او کیدای شي د پاکستان په جوړیدو سره تر یوې اندازې پورې دکورنیو مذهب په نوم د مسلمانانو او هندوانو تر منځ دښمنیو څخه،چې د انګریزانو په واسطه یې اور بل شوی و، خلاص شي نو په دې تجزیې یې ځانونه غلي ونیول او د خپل واک د ټینګولو او له انګریزانو څخه د لاډیرو امتیازاتو په لاسته راوړلو کې مصروف شول . له بل پلوه محمد علي جناح او ملګري یې ، چې د پاکستان د جوړیدو د پاره د انګریزانو له خوا ګومارل شوي وو او د انګریزانو پلانونه یې ټکي په ټکي پلي کول ، په پاکستان کې د انګریزانو په واسطه د ټولو غصب شوو ځمکو د ګډیدو د پاره انګریزي چالونه پلي کول ، نیمایي د انګریزانو په واسطه غصب شوی افغانستان یې هم د پاکستان سره وتاړه .

د انګریزانو ددې توطیې په وړاندې افغانانو څه وکړل ؟ باچاخان ( خان عبدالغفار خان ) ، چې تر دې وخته پورې یې د افغانانو د خپلواکۍ د پاره د خدایي خدمتګارانو د مشر په توګه د پښتنو د راویښولو ، پوهولو او راغونډولو د پاره ستر کارونه سر ته رسولي وو او په دې لار کې یې ستر بر یالیتوبونه هم لاس ته راوړي وو ، چې له دې جملې نه د اویا زره څخه زیات د خدایي خدمتګارانو د منظم تحریک منځته راوړل و، د پښتنوپه ازادۍ غوښتونکو جګړو کې غوڅ رول لوبولی شو . خو د پاکستان په جوړیدو سره انګریزانو د هندوانو او مسلمانانو تر منځ د جګړو داسې اور بل کړ چې پکې په لکونو مسلمانان او هندوان په ډیر وحشیانه ډول له منځه ولاړل او د هندو او مسلمان ترمنځ کرکه او دښمني دې حد ته ورسول شوه او د مسلمانانو بیلتون له هندوانو څخه دومره اړین تبلیغ شو ، چې د انګریزانو د چل وټو او سیاست سره نابلدو ځینو پښتنو هم د پاکستان جوړیدل د اسلام او مسلمانانو په ګټه بلل . په همدې ډول انګریزانو د خپلو اجنټانو په واسطه د پيسو په شیندلوهلې ځلې پیل کړې چې تش په نوم ملایان ، قومي مشران او د پاکستان د جوړیدو مبلغین د باچاخان او خدایي خدمتګارانو پرضد پروپيګنډې پیل کړې ، چې د پاکستان سره مخالفت د اسلام سره مخالفت وښایي . له بل پلوه ګاندي ، نهرو او د کانګرس ګوند نورو مشرانو د باچاخان په مشرۍ د خدایي خدمتګارانو تحریک چې دانګریزانو په وړاندې مقاومت کې یې ستره برخه درلوده او د هند د کانګرس ګوند سره یې نژدې اړیکې درلودې او د عدم تشدد د مبارزې ډول په اختیارولو سره یې باچاخان د سرحد ګاندي باله، د انګریزانو او د هغوﺉ د اجنټانو په وړاندې په مبارزه کې یواځې پریښود او پر انګریزانو باندې پښتنوته د خپلواکۍ حق د ورکولو د پاره د فشار څخه لاس واخیست . په همدې ډول په افغانستان کې په دغه وخت کې د محمد ظاهر شاه محافظه کارې کورنۍ دحکومت واګې په لاس کې درلودې ، چې د انګریزانو سره د ښو اړیکو تر څنګ یې نه غوښتل خپله واکمني د ستونزو سره مخامخ کړي . یانې له یوپلوه د انګریزانو سره خپل اړیکي په دې خراب کړي چې د هغوﺉ د پلان سره په مخالفت کې د خپلې غصب شوې برخې افغانستان د بیرته لاسته راوړو ټینګه غوښتنه وکړي او له بل پلوه دباچاخان په مشرۍ د خدایي خدمتګارانو د تحریک سره چې په سیاسي مبارزه کې پاخه شوي وو د حکومت واګې شریکې کړي او خپله مطلقه واکداري په مشروطه واکدارۍ واړوي اویامطلقه شاهي په جمهوري نظام بدله کړي . نو ځکه د انګریزانو په واسطه د افغانستان د غصب شوې برخې د ازادۍ د پاره یواځې باچاخان او نور خدایي خدمتګاران او خواخوږي په کلکه ودریدل ، خو انګریزانو د تش په نامه رفرندم د پکار اچولو په واسطه ، چې یواځې دوه لارې په کې ښودل شوې وې ،چې یابه د پاکستان اسلامي جمهوریت غوره کوي او یا به د هندوانو سره ځي او هندوستان به غوره کوي ، د باچاخان او د خدايي خدمتګارانود تحریک په وړاندې د غصب شوې برخې افغانستان د بیرته یوځای کیدو او یا خپلواکۍ د پاره غوښتنه په رفرنډم کې رایو ته نه وه وړاندې شوې . باچاخان په مشرۍدخدایي خدمتګارانو تحریک او نورو پښتنو په رفرنډم کې برخه وانه خستله ، خود انګریزانودپلان سره سم د افغانستان غصب شوې برخه هم د پاکستان سره وتړل شوه اوپه دې ډول پاکستان منځته راغی .

د پاکستان د منځته راتګ څخه وروسته ،انګریزانو او غربي نورو هیوادونو ، په تیره بیا امریکا، پاکستان د سیمې د جاندارم په توګه په نظامي او استخباراتي برخو کې د خپلو ستراتیژیکو موخو د پاره په یو پیاوړي نظامي هیواد تبدیل کړ. چې د موجودیت زیات وخت یې د نظامي واکدارۍ لاندې تیر شوی دی او که کله ملکي حکومتونه هم منځته راغلي دي ،خو واک د نظامیانو سره دی . په تیره بیا آ ی . اس . ای . باید د حکومت په ټولو پریکړو او چلند کې برخه واخلي او حتی لار ښوونه یې وکړي . دا نظامي استخباراتي سازمان د پاکستانیانو د ژوند ټول اړخونه څاري او د هیواد په دننه کې یې پرخلکو د حکومت کولو څارګر نظام تپلی دی . د څارګر نظام په موجودیت کې د هر ډول دموکراتیکو او ازادي بښونکو غوښتنو مخه په کلکه نیول کیږي . د پاکستان دا څارګر سازمان (ای . اس . ای . ) ، چې د امریکې د څارګر سازمان ( سي . آی . ای . ) او د برطانیې د څارګر سازمان ( انټلیجنټ سرویس ) سره ټینګ اونژدې اړیکي لري ، د انګلستان ، امریکې او پاکستان دګټودټولومخالفو شخصیتونو اوډلو ، په تیره بیا په پښتونخوااو بلوچستان کې ملي ازادي بښونکوشخصیتونو او ډلوپر ضد په ګډه د ځپلو پلانونه جوړوي او عملي کوي یې . دا چې کله ناکله د یوبل پرضد مصنوعي پروپيګنډې کوي یواځې د خلکو د غولولود پاره دي او رښتینولي پکې نه شته . د بیلګې په توګه په وزیرستان کې د امریکې د بې پیلوټه الوتکود بمباریو په وړاندې د پاکستان کله ناکله ناخوښي، چې په قلمرو یې تیری شوی دی ، یواځې د خلکو د غولولود پاره دي ، رښتینولي پکې نه شته . د امریکې بې پیلوټه الوتکې د پاکستاني مقاماتو په غوښتنه او خوښه پر وزیرستان بمباري کوي ، دا ځکه چې پاکستان په دې پوهیږي چې وزیرستان د پاکستان په قلمرو کې نه راځي ، اوبل په وزیرستان کې د مخالفینو ځپل هغومره چې د امریکې او انګلیس د ګټو سره سم ګڼل کیږي ، پاکستان یې هم د ځان په ګټه بولي . د پاکستان دې څارګر سازمان هڅه کړیده چې د ټولنې په ټولو فعالیتونو کې د خپلو اجنټانو له لارې اغیز ولري . ویل کیږي چې عادي خلک، دوکانداران ،ټیکسي چلوونکي کسبګران ، بزګران او ګارګری مؤسسې ، واړه مامورین ، ټولنیز او سیاسي شخصیتونه او ټولنې، سیاسي ګوندونه او سازمانونه او تنظیمونه د آی . اس . آی . د اغیز او ضررنه خوندي نه دي . په تیره بیا د دې څارګر سازمان د کړنو ډیره برخه یې په پښتونخواه او بلوچستان کې ملي ازادي بښونکو شخصیتونو ، ګوندونو او فعالینو پر ضد سرته رسیږي . نه یواځې دا چې تورن کسان د ګواښونو ، جیل او ترور سره مخامخ کیږي ، بلکې د دې سازمان د پټو اجنټانو له خواپه ډول ډول پلمو او نومونو تخریبیږي او له منځه وړل کیږي .

د بیلګې په توګه ،ځینې کسان او تنظیمونه پاکستان یو اسلامي خلافت بولي او پر ضد یې دپښتنو او بلوڅو هر ډول ازادي غوښتونکې مبارزه د اسلام ضد عمل بولي . دا خو لاڅه چې د« صوبه سرحد» پر ځای د پښتونخواه د نوم ایښودل د پاکستان اسلامي هیواد څخه د یو ډول بیلیدو هڅه ګڼل کیده . د دغو تنظیمونو مشران ، چې په پټه د پاکستان ، امریکې او انګلیس د جاسوسي سازمانونو سره په همغږۍ کې کار کوي د انګریزانو او بیا پنجابیانو په واسطه د سوچه مسلمان افغانستان دنیمایي خاورې غصبول د اسلام پر ضد عمل نه ګڼي ، خو که چیرته د انګریزانو او پنجابیانو په واسطه د غصب شوي افغانستان خپلواکي او د خپلې اصلي برخې سوچه مسلمان افغانستان سره بیرته یووالی غوښتل کیږي ، بیایې د اسلام پر ضد عمل ګڼي . ټول دا کسان او ډلې چې د اسلام له نوم څخه دداسې سیاسي موخو د پاره کار اخلي د پاکستان او انګریزانو د څارګرو سازمانونو سره نژدې اړیکي لري او د هغوﺉ د پلان سره سم پروپیګنډې کوي . په خواشینۍ سره چې ډیر خلک بیا د دوﺉ له داسې اړیکوڅخه خبر نه وي او د دوې د پروپیګنډو تر اغیز لاندې راځي .

همدارنګه ځینې کسان د افغانانو د یووالي د دښمنانو په خبرو او د محافظه کاروحکومتونو په دریځونو تکیه کوي او هڅه کوي چې د افغان ملت په اړوند ټولو تاریخي ، قومي ، ژبني ، فرهنګي ، اقتصادي او د ځمکې په یوې ځانګړې برخې اوواحدټاټوبي کې په او سیدلو او شریکو رواجونو سترګې پټې کړي او د استعمار د یو ګوډاګي په څیر ، استعماري ټولې توطیې حق وبولي او د پنجابي استعمار ي سیاست څخه د دفاع په خاطر د ډیورنډ د کرښې په واسطه د افغان واحد ملت بیلتون سم وښایي او پښتو ن له پښتون څخه بیل او د پنجابي سره یې وتړي . چې نه یې ورسره تاریخ شریک دی ، نه یې قوم ،نه یې ژبه ،نه فرهنګ، یا د استوګنې ځای او یا رواجونه . شته داسې کسان ، چې انګریزانو او پنجابیانو ته د یو څه اجورې په بدل کې یانورو موخود پاره د هغوﺉ د استعماري سیاستونو د پلي کیدو په خاطر د افغانانو ، پښتنو د یووالي پرضد هلې ځلې کړې دي او کوي یې ، تر څو د افغان واحد ملت د بیلتون کرښې شتون او د افغانانوپه پاکه خاوره د پنجاب استعماري واکدارۍ ته دوام ورکړي . دوﺉ تبليغات کوي چې ګنې د افغانستان د دې ادعا تر شا چې له اموڅخه تر اباسینه پورې ټول اوسيدونکي افغانان او یوملت دی، نه کوم عملي کارونه شوي دي او نه کوم اسناد شته .

خو ملتونه په لښکر کښیو او اسنادو نه جوړیږي . ملتونه په طبیعي ډول د تاریخ په اوږدو کې منځته راځي . افغانستان یوه ادعا نه ده، بلکې یو واقعیت دی چې اسنادو ته ضرورت نه لري،داهیواد د خپل اوږده تاریخ په ترڅ کې منځته راغلی دی .د ې ملت د خپل تاریخ په اوږدو کې ډیرې لوړې ژورې لیدلي او ډیرو استعماري ځواکونو پرې تیري او یرغلونه سرته رسولي دي او وسه ېې کړې ده چې هضم یې کړي ، خو د خپلو ناولو ارمانونو سره یې استعماري ځواکونه هم په افغانستان کې د خاوړو لاندې شوي دي او انشاالله چې زموږ میړني ولسونه به لکه د تیر په څیر چې یې د خپل خدای په مرسته د غاصبینو تیري کوونکو ککرۍ ماتې کړې دي او س به هم د پنجابي استعمار څخه خپل هیواد ازادوي او د انګریزانو په واسطه ویشل شوی افغانستان به له امو څخه تر اباسینه پورې بیرته په یو واحد خپلواک افغانستان کې یوکیږي . د ا کار به هرو مرو کیږي. پنجابیان او اجنټان پرې خوشالیږي او که خپه کیږي . ځینې داسې پروپیګنډې هم شته ،چې له امو څخه تر اباسینه پورې د لوی افغانستان غوښتونکي یواځې پښتانه دي او د ټولو افغانانو غوښتنه نه ده .

باید په دې پوه شو،چې د استعمار په واسطه د ویشل شوي افغانستان بیرته یو کولو د پاره مبارزه له اموڅخه تر اباسینه پورې د ټول افغان ملت ملي او اسلامي وجیبه ده . ټول افغانان د واحد افغان ملت دبیلتون توره د ډیورنډ کرښه نه مني او له امو څخه تر اباسینه پورې دغه هیواد د ټولو افغانانو شریک کور او ټاټوبی ګڼي . دا خو لا له پخوا څخه د استعماري ځواکونو اود دوﺉ د اجنټانو توطیې وې اودي ،چې افغانان د قوم ،ژبې او مذهب په نوم وویشي .خوپه افغانستان کې مختلفوقومونو پورې تړلو افغانانو د تاریخ په اوږدو کې یوبل سره د ورونو په څیر اوسیدلي دي ، د خپلو ملي او اسلامي ارزښتونو څخه یې په ګډه دیرغلګروپه وړاندې دفاع کړیده او کوي یې .که چیر ته کوم تنګ نظری متعصب او د پردیو اجنټ پیدا شي چې دپردیوپه دیکتې اویا د تعصب له امله د افغانانو ملي یووالی تر پښو لاندې کوي او له ملي ګټوڅخه تیریږي ،نو دا کسان د شمیر له پلوه ډیر کم دي ، چې دغه ستر ملي ارمان ته د رسیدو په لار کې هیڅ ډول خنډ نه شي منځته راوړلای . همدارنګه شته ځينې کسان چې د ډيورندد کرښي د نه منلو پاليسي ورته تعجب ښکاري. خو بايد وويل شي چې :

د ډیورنډ کرښې د نه منلو د پالیسۍ دوام د تعجب خبره نه ده . د تعجب خبره داده چې ولې په خپلواکۍ مین افغانان تر اوسه په دې ۲۱ پیړۍ کې د استعمار لاندې ژوند کوي . افغانانو باید ډیر پخوا خپله خپلواکي لاسته راوړې وای . که چیرته افغانانو خپله خپلواکي له هند څخه د انګریزانو د وتلو سره سم لاسته راوړې وای اوله اموڅخه تر اباسینه پورې د افغانانو یوواحد دولت منځته راغلی وای ، نه یواځې د افغانستان په وړاندې به د علم او تخنیک د پرمختګونو څخه د ګټې اخستو ټولې دروازې پرانستې وای ، بلکې له امو څخه تر اباسینه پورې د یو ځواکمن واحد افغانستان په وړاندې به د نړۍ په سر هیڅ ځواک زړه نه وای ښه کړی ، چې تیری پرې وکړي ، په کورنیو چارو کې یې لاسوهنه وکړی او یا دومره اوږدې جګړې او بې ثباتۍ پرې وتپي . د حاکمه کړیو ځان ساتنه ، معامله ګرۍ ، د شخصي ګټو په نسبت ملي ګټو ته ارزښت نه ورکول ، په هسې پوچو شعارونو د خپلو ولسونو تیر ایستل دا ټول ددې سبب شول ، چې تر اوسه پورې افغانستان ویشلی ، وروسته پاتې اود هرکس اوناکس د یرغل ، لاسوهنې او توطیې سره مخامخ شي . اوس د ټولو ملي ، وطنپالو شخصیتونو او ځواکونو دا عقیده ده چې له امو نه تر اباسینه پورې د یو خپلواک او واحد افغانستان ازادي او جوړښت یواځې د دې هیواد د ولسونوله وسه پوره دی . ولسونه نور خپل دوست او دښمن پیژني ، ډیر ژر به دوستان د دوستانو سره د خپلو شریکو د ښمنانو په وړاندې یوکیږي ، خپل ځانونه اوخپل هیواد به دمحکومیت او بربادۍ څخه ژغوري . په خپل ټول هیواد کې به سوله ، ثبات اوملي یووالی ټینګوي او د هرتیري کوونکي په وړاندې به دخپل هیواد له ځمکنۍبشپړتیاڅخه د فاع کوي .

ځینې کسان بیا د ډیورنډ د کرښې د مشروعیت او نه مشروعیت په هکله سوال کوي او د دې مسالې حل د هغه وخت سره تړي چې انګریزانو له هندڅخه د وتلوتکل کړی و . داچې دا مساله دومره زیاته وځنډیده اوتر اوسه یې د حل لار نه ده موندلې ،نه چې مطرح کول یې مشروعیت له لاسه نه وي ورکړی . په دې هکله باید روښانه شي ، چې دهیڅ استعماري هیواد معاهدې د مستعمرو سره هیڅ ډول قانوني بڼه نه لری او په زور او جبر پرې تپل شوي دي او تپل کیږي . د انګریزانو په واسطه د افغانستان اشغال د کوم قانون له مخې شوی و؟ . همدارنګه ایا د افغانستان تجزیه او یوه غټه برخه یې ترې بیلول او په ځان پورې تړل او د بلې برخې ، نه یواځې بهرنی سیاست یې تر خپل کنترول لاندې ر اوستل ،بلکې همیشه ورته کورنۍ لانجې جوړول او لاسوهنه پکې کول قانوني وو؟ هیڅ داسې یو استعماري هیواد به پیدا نه شي چې د جګړو له لارې یې نور هیوادونه لاندې کړي نه وي او په مستعمرو یې نه وي بدل کړي . خو کله چې د مستعمرو خلک ویښ شي او د دې وړتیا پیدا کړي چې ځان د استعمار له منګولو څخه وژغوري ، نو د استعمار پر ضد راپاڅیږي او هیڅ دا پوښتنه ترې څوک نه کوي چې دا ستاسې پاڅون قانوني دی او که نه دی ؟ کله چې انګریزانو زموږ پر هیواد تیری وکړ لږ وروسته د افغانانو د مقاومت سره مخامخ شو او دې مقاومت ترهغې پورې په مختلفو شکلونو دوام وکړ ،چې تر څو انګریزان له هند څخه ووتل . که مخکې د انګریزانود ځواکونوپه موجودیت کې د افغانستان د خپلواکۍاعلان ستونزمن کار و، نو کله چې انګریزان مجبور شول له هند څخه ووځي ، افغانانو باید سمدستي خپله خپلواکي اعلان کړې وای او له امو څخه تر اباسین پورې د خپل هیواد یووالی یې لکه د پخوا په څیر د یو دولت په و جود کې منځته راوړی وای . دا چې داسې ونه شول او تر اوسه پورې افغانستان ویشلی او د پردیو تر واک لاندې دی، یوه تاریخي اشتباه وه او ده . خودا دا مانا نه ورکوي چې افغانانو د خپل هیواد د یووالي اوخپلواکۍ حق له لاسه ورکړی دی . افغانانو لکه چې په هغه وخت کې د انګریزانو په وړاندې د خپلواکۍ د لاسته راوړو د پاره د مبارزې حق درلو د ،اوس هم د پنجابي استعمار په وړاندې د افغانستان د خپلواکۍ او یووالي د پاره د مبارزې نه یواځې حق لري ، بلکې که دا مبارزه ونه کړي ، شتون اوبقایې په خطرکې دي .

د پنجابي استعمار اجنټان په ۱۹۴۹ کې پارلمان اوپه ۱۹۵۵ کې لوې جرګې له خوا د انګریزانو سره د ټولو معاهدو لغو کول د پاکستان سره په رسمي توګه د دښمنۍ په لار روانیدل ګڼي او پروپیګنډې کوي چې ګنې باچاخان هیڅکله د پښتون دیووالي اویا ډیورنډ د کرښې د نه منلو په هکله څه نه دي ویلي او لکه د نورو کانګرسي مشرانو په څیر یو « هندي ناسیونالیست » و،خو کله چې کانګرس هغه یواځې پریښود ،نو بیاپښتون قوم پرست شو. په دې اړوند باید وویل شي چې :

د انګریز سره ټول معاهدات په زور ، جبر او توطیې سره پر افغانانو تپل شوي وو او هیڅ ډول حقوقي ارزښت یې نه درلود . کله چې انګریزان په افغانستان او هند کې وو په هغه وخت کې هم د افغانستان خلکو د انګریزانو پرضد د یو جابر استعماري ځواک په توګه خپلو ازادي بښونکو مبارزو ته دوام ورکړی و او هیڅ ډول معاهدې یې نه منلې . داچې د اومې دورې پارلمان او بیا ورپسې لویې جرګې په ۱۹۴۹ او۱۹۵۵ کلونوکې د انګریز سره د ټولو معاهدولغوه کول اعلان کړل یوه فارملیټې وه ، ځکه چې معاهدې هیڅ ډول د خلکو استازو ارګانونو نه وې لاسلیک کړې او هیڅ ډول حقوقي ا رزښت یې نه درلو . دا افغانان نه وو ،چې د پاکستان سره یې دښمني پیل کړې ده ، بلکې پاکستان و چې دخپل منځته راتلو د لومړۍ ورځې څخه یې د افغانانو پرضد د انګریز انو د پلان سره سم د ډیورنډ د کرښې په واسطه ‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎د افغانستان د ویشلوتوطیې ته دوام ورکړ او په نیم افغانستان یې خیټه اچولې ده او د واک لاندې افغانانو باندې له هیڅ ډول ظالمانه د ځپلو پالیسۍ له تپلو څخه یې ډډه نه ده کړې . همدارنګه دنیمې بلې برخې افغانستان په کورنیو چارو کې یې تل لاسوهنه کړې ده ، د جګړو او بې ثباتۍ په زیاتوالي او اوږدیدوکې یې غټه برخه درلوده ، پرتجارتي مالونو باندې بندیزونو اوتیریو ته یې دوام ورکړی دی . پر باچاخان باندې په دروغو د تورونو لګول څه نوی کار نه دی . باچاخان نه یواځې د پښتنو ، بلکې د ټولو افغانانو منلی مشر و ، چې له دې کبله ورته خلکو فخر افغان لقب ورکړی و. د افغانانو \پښتنو د بیدارۍ ، یووالي او خپلواکۍ دپاره د ده اوږدې هلې ځلې او مبارزواو په دې لار کې د جیلونو او کړاوونو له ګاللو څخه هیڅوک سترګې نه شي پټولی . د افغانانو دې ستر ملي مبارز ته د« هندي ناسیونالیست » نوم ورکول ، نه یواځې له واقعیتونو څخه سترګې پټول دي ، بلکې دافغانانو د ملي ارزښتونو سره په ټکرکې د پردیو د نوکرانو کار دی . همدارنګه دا تور چې باچاخان د پښتنو د یووالي او د ډیورنډ کرښې د نفې ذکر نه دی کړی بې له دماغي ناروغ څخه ، چې د یاد ساتلو هیڅ وړتیا نه لري ، بل څوک نه شي لګولی . باچاخان نه یواځې خپل ټول ژوند د پښتنو یووالي او د ډیورنډ کرښې نفې د پاره وقف کړی و ، بلکې په عمل کې یې په خپل وصیت سره ، چې وروسته له مړینې یې جنازه په جلال اباد کې خاورو ته وسپارل شي دغه ارمان تر سره کړیدی .

اوس هم د پنجاب استعماري سیاست په چوپړ کې کسان دلوی افغانستان د پاره د مبارزینود بې اعتباره کولوپه خاطرپروپيګنډې کوي چې : داسې خو به نه وي چې د هغو خلکو دریځ ، چې د ډیورنډ کرښه نه مني او له اموڅخه تر اباسینه پورې ځمکه خپله خاوره ګڼي د پاکستان د حاکمې دستګاه د دې ادعا سره اړخ لګوي ، چې ګنې په افغانستان کې د پښتنو د ګټو ساتونکي دي . چې له دې موقف نه په عمل کې داسې انګیر ل کیږي ، چې لر او بر یومسلمان او افغانستان د پاکستان دیفاکتوبرخه ده .

د تعجب خبره ده چې ځینې ډیر واړه امتیازات د ځینو کسانو سترګې دومره ړندې کړې دي چې د ځلانده لمر اویوې تتې ډیوې چې د سوال په تیلو نیم ژواندې بله وي توپیر نه شي کولای . د پنځه زره کلونو لرونکی د امپراطوریو هدیره، طبیعي افغانستان ،په هکله په خپلو ورستو مغزوکې انګیري چې ګنې بې تاریخه په سوال جوړ شوی پاکستان به دومره ځواکمن او پراخه وي چې له امو څخه تر اباسینه پورې افغانستان به یې یوه دیفاکتو برخه وګرځي . پاکستان چې د انګریزانود توطیو پر بنسټ د لکونو مسلمانانو په وینو سور د اسلام په نوم منځته راغی، یواځې د ټوپک په زور خپل موجودیت ته دوام ورکوي . د انګریزانو د استعماري سیاست په پیروۍ بنګالیان ،سندیان ، بلوڅ او پښتانه یې د پنجاب د استعمار لاندې راوستل او په ډیر کرغیړن ډول یې د ټولو دغو ملتونوځپل اوځبیښل پیل کړل . بنګالیان د پنجاب د استعمار پرضد راپاڅیدل په نره یې ځان ترې خلاص کړ او بنګله دیش یې جوړ کړ . بلوڅان خولا پخوا دخپلو مشرانو او ګڼ شمیر ځوانانو د شهادت په بدل کې نوره د پنجاب واکمني نه مني او خپله خپلواکي غواړي . افغانان هم نور په دې باور دي ، چې په لر او بر ټول افغانستان کې د افغانانو غمیزه د ډیورنډ د کرښې په واسطه د افغانستان په ویشلو کې نغښتې ده . همدا ټوټې ټوټې افغانستان دی ، چې د بهرنیو تیریو ، لاسوهنو او توطیو په وړاندې له ځان څخه دفاع نه شي کولای . یواځې له امو څخه تر اباسینه پورې واحد افغان ملت کولای شي دخپلو ملي نوامیسو څخه دفاع وکړي او د افغانانو اوږدې غمیزې ته دتل دپاره د پای ټکی کیږدي . سپین سترګي او بې حیایي د ې هم دومره وي لکه چې د پاکستان حاکمان او د دوﺉ اجنټان یې لري . له یو پلوه یې د پښتون بربادۍ پسې بډې وهلې دي او له بل پلوه ځان په افغانستان کې د پښتنو د ګټو ساتونکي بولي ! . ایا په نیم افغانستان کې استعماري واکمني ټینګول دپښتنو د ګټو ساتنه ده ؟ ایاپه ازادوقبایلو کې د انګریزانو استعماري سیاست ته دوام ورکول او د پښتنو بچي د هرډول علمي تخنیکي پوهې لاسته راوړو څخه محروم او د ټولو نړیوالو پرمختګونو اوعلمي ښیګڼو څخه لیرې ساتل د پښتنو د ګټو ساتنه ده ؟ په صوات ، باجوړ ، مومندو او وزیرستان کې د پښتنو عام قتلونه ، د پښتنود مشرانو سیستماتیکه وژ ل او جیلونه پرې ډکول ، په کونړ باندې هره ورځ په لسګونو توغوندي ورول ، په افغانستان کې د ویجاړونکو جګړو د اور بل ساتلو د پاره توطیې کول ، د ای . اس . ای . په شیطانت د پښتنو مشرانو تر منځ د بې باورۍ منځته راوړل ، د مهاجرو پښتنو څخه د پاکستان جیلونه ډکول او په پای کې د امریکې د سي . ای . ای . سره د پښتنو د ځپلو د پاره د ای .اس. ای . ګډ پلانونه جوړول او داسې نورې ډیرې توطیې د پښتنو د ګټوساتل دي اوکه د پښتنوسره دښمني ده ؟ پاکستان د دې د پاره د ا د شیطانت شعار ورکوي ،چې د افغانانو د ملي یووالي روحیه کمزورې کړي او نور قومونه د پښتنو پر ضد ودروي . خو افغانان د پاکستان په منافقت پوهیږي او خپل دوست او دښمن پیژني .

د افغانستان د ویشلو په وړاندې دځینو حکومتي مشرانواو کړیو دریځونه :

د دې ملي مسلې په اړوند افغاني حکومتي مشرانو له خپل ځان څخه په مناسب وخت کې هیڅ ډول جدي ، پریکنده او سنجول شوی دریځ نه درلود . امیر عبدالرحمن خان د انګریزانو سره د افغان واحد ملت د بیلتون کرښه ( ډیورنډ ) د افغان ملت څخه په پټه منلې ده . ده کولای شول ملت د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا څخه په دفاع کې ودروي . خو د انګریزانو د دوړ دباب اوپه ملت کې د ځینو مخالفتونو له ویرې ، چې تاج او تخت یې له لاسه لاړ نه شي د افغانستان نیمولو او په نیم، هغه هم د ملي حاکمیت څخه محروم، افغانستان باندې قناعت وکړ او په ټول تاریخ کې یې ځان د پاره افغانانو په زړونوکې کینه او نه درناوی وګټل. تاریخ شاهد دی ، چې افغانانو د امیر دغه پریکړه نه یواځې نه ده منلې ، بلکې د انګریزانو پر ضد د خپلې خپلواکۍ اود امیرتر ولکې لاندې برخې سره د بیرته یوځای کیدو د پاره پرله پسې او اوږدې جګړې سرته رسولي دي او انګریزانو ته یې د سر او مال ډیر زیانونه اړولي دي . خو بې د ملي زعامت د درلودلو څخه ازادي بښونکې جګړې د ډول ډول ستونزو سره مخامخ کیدای شي او خپلواکۍ ته رسیدل ستونزمن او ډیرو تلفاتو سره ملګری وي . ځینې تاریخ پوهان امیر ته ورپاتې افغانستان کې د مرکزي دولت ټینګول ستایي ، خوانګریزانو ته د نیم افغانستان څخه تیریدل یې نه جبرانیدونکې اشتباه ، نیمګړتیا اوجفا ګڼل کیږي .

امیر حبیب الله خان ته د امیر عبدالرحمن خان ځنې ورپاتې نیم افغانستان د کورنیو جګړو او حکومتي ضد مخالفتونو نه پاک ، له هره پلوه ارام هیواد په برخه ورسید . خو بنسټیزه ستونزه او پر ملت باندې استعماري توره خپسه د انګریزانو په واسطه د نیم افغانستان غصب او د بل نیم افغانستان د بهرني سیاست د سرته رسولو څخه محرومول و . کیدای شول چې د پادشاه کیدو سره سم یې د دغې خپسې څخه د ژغورلو د پاره هلې ځلې پیل کړې وای . ځکه چې په دربار کې هم د امان الله خان په ګډون ډیر کسان د دې غوښتونکي وو او خلک هم په دې لار کې ،چې د استعمار له تورو منګولو څخه افغانستان وژغوري هر ډول سرښندنو ته چمتو وو .خو امیر د یوکم شمیر محافظه کارو درباریانو د مشورو په پام کې نیولو سره دې سترملي ارمان ته شاکړه اوپه موجوده نیم افغانستان کې د رغولو په کارونو یې بسنه وکړه . په لومړي سرکې یې یوڅه مدرسې او ښوونځي جوړ کړل او یو شمیر نور کارونه سرته ورسیدل ، چې د خلکو په ژوند یې مثبت اغیز درلود ، خو د ملي زعامت وړتیا یې نه درلوده او د فیشن او عیاشۍ ژوند ته یې مخه کړه . چې له کبله یې نه یواځې دربار ،بلکې ټوله حکومتي دستګاه په فساد او بیوروکراسۍ کې ډوبه شوه ،ترڅو مړ او پرځای یې امان الله خان پادشاه شو .

امان الله خان د پادشاه کیدو سره سم د افغانستان خپلواکي اعلان کړه او په دې سره یې ټول ملت تر شا ودرید او د غازي لقب یې ورکړ . انګریزانو د خپلواکۍ د اعلان څخه وروسته سمدستي د افغانستان سره د جګړې ګواښ وکړخوامان الله خان دخپل پلار او نیکه په څیر د انګریزانو له دوړ دباب څخه ډار ونه کړ او د خلکو په ملاتړ باندې په ډاډ سره په خپله پریکړه ټینګ ودرید. افغانانو د پاره د خپلواکۍد لاسته راوړواو د یرغلګر انګلیس پرضد د جهاد د سرته رسولو جګړه پیل شوه . افغانانو د خپلو ملي نوامیسو او اسلام د مقدس دین د ارزښتونو څخه د دفاع په خاطر ، چې د انګریزانو له خوا د خطر او تیري سره مخامخ شوي ووسپیڅلې جګړه( جهاد) پر ځان فرض ګڼلو او پرنګیانو د افغانانو د ښکیلاک د پاره ناولې جګړې ته ملا تړلې وه . همدا سبب و، چې ټول افغان ملت په یو اواز راپاڅیداو په سر او مال یې جهاد کې برخه واخسته . نژدې و، چې انګریزان د بشپړې ماتې سره مخامخ او د افغانستان تولې غصب شوې سیمې د جګړې له لارې ازادې کړي او دښمن له اباسین څخه تیر کړي . نو ځکه ددې د پاره چې ځان د دې شرمیدلې ماتې نه وژغوري انګریزانو امان الله خان ته د سولې وړاندیز وکړاو د سولې په خبرو کې یې د امان الله خان د حکومت په رسمیت پیژندلو او د بهرني سیاست واګې افغانانو ته د پریښودلو په بدل کې د امیر عبدا لرحمن خان او امیر حبیب ا لله خان سره د شوو موافقو په منلو سره بیرته نیم افغانستان د خپل غصب لاندې وساته . امیر امان ا لله خان د غه فرصت ، چې د ملت په مټ یې د ټول افغانستان، له امو څخه تر اباسینه پورې ، خپلواکي ګټله له لاسه ورکړاود ستر ځواکمن افغانستان پرځای د کمزوري او ویشل شوي افغانستان پادشاه شو، چې له خپلو ملي نوامیسو او ځان څخه دفاع اود انګریزانودتوطیو مخنیوی ورته ستونزمن شول .

کله چې د نادرخان او ورونو په مشرۍ د سقاو د ځوی واکمني پای ته ورسیده او نادرخان پادشاه شو، نو ایله د نیم افغانستان د کورنیو چارو په سرته رسولو کې مصروف شول . سیاسي واک ته د رسیدو ورځ یې د خپلواکۍ ورځ و نوموله . د نادرخان په مرګ سره کله چې ظاهرشاه پادشاه شو اوسردار محمد هاشم خان لومړی وزیر و، نود دولتي واک په ټینګیدو کې د پخوانیو تجربو څخه په ګتې اخستو سره یې د امان الله خان تجربه تکرار نه کړه او د انګریزانو سره یې خپل اړیکي ښه کړل . همدا سبب و ، چې حتی په هغه وخت کې چې انګریزان د باچاخان په مشرۍ خدای خدمتګارانو سره په اخ و ډب اخته و افغان حکومت د انګریزانو د نه خفه کولو په غرض د خدایې خدمتګارانو سره د خواخوږۍ ، مر ستې اوګډ دریځ څخه ځانونه په ډډّه کړل او د هغه وخت له فرصت نه چې انګریزان له هند نه وتل هیڅ ګټه وا نه خستل شوه ، چې د استعمار لاندې افغانستان د خپلواکۍ د پاره ټول افغانان ، له امو څخه تر اباسینه پورې، په یوه اواز راپاڅیږي او د خپل هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړي او خوندي یې کړي . د دې د پاره چې د دغې ازادۍ بښونکې مبارزې د زعامت وړتیایې ځان کې نه لیدله ، نو د استعمار له منګولو څخه د محکومې برخې د ژغورلو او د خپلواکې برخې سره د یو کیدلو د غوښتنې پر ځای یې « پښتنو او بلوڅوورونو ته د خود ارادیت » غوښتنه رامنځته کړه او په دې ډول یې انګریزانو ته ، چې دافغانستان غصب شوې برخه یې په نه بښونکې توطیې سره پاکستان پورې تړله ، ځان له مدعي توب څخه منځګړیتوب ته راټیټ کړ. ځینې نور فرصتونه هم ، چې کیدای شول په اسانۍ سره د افغانستان غصب شوې برخه د پنجاب له استعمارڅخه وژغورل شي په یوه اوبله پلمه د ظاهرشاه د واکمنۍ په وخت کې له لاسه ولاړل . د نادرشاه په کورنۍ کۍ سردار محمد داود خان ، کله چې د ظاهرشاه صدراعظم و، دې مسالې په اړوند یوڅه د پام وړ کارونه سرته ورسول ، چې د هغوﺉ له جملې څخه د پاکستان پر ضد د عمومي سفربرۍ اعلان و ، چې د څو ورځو په د ننه کې په لسګونو زره افغانان د هیواد له هرې برخې څخه په خپله خوښه او د لوړو احساساتو په ښودلو سره راټول شول ، چې که د ځینو محافظه کارانو له خو ا د انتقاد او مخالفت سره نه وای مخامخ شوی ، کیدای شول له اموڅخه تر اباسینه پورې ټول افغانستان کې په یو ملي ازادي بښونکي سراسري غورځنګ تبدیل شوی وای او دافغانستان د غصب شوې برخې په ازادیدو او یو کیدو کې اغیزمن رول لوبولی وای .

د خلقیانو د واکمنۍ په وخت کې د افغانستان د غصب شوې برخې د ازادۍ او بیرته یووالي د پاره رښتیانۍ غوښتنې او هلې ځلې او مساعد عیني او ذهني شرایط موجود وو . که د خلقیانو واکمني د روسانو له خوا پای ته نه وای رسیدلې ، کیدای شول له امو څخه تر اباسینه پورې دخلکو د یوملي ازادي بښونکي پاڅون په سرته رسیدو سره د افغانستان یووالی منځته راغلی وای او هیچابه یې د مخنیو ي مخه نه شوه نیولای . لومړی ځل و، چې د تاریخ په اوږدو کې د دولت درباري ژبه پښتو شوه . جمهور رییس،نورمحمدتره کي تل په پښتو خبرې کولې ، صدراعظم او وزیرانو هم په پښتواو دري دواړو خبرې کولې . کله چې د ریاست جمهوري د دفتر ژبه پښتو شوه نو ورسره سم په رادیو تلویزیون او مطبوعاتو کې د پښتو ژبې برخه د خپل استحقاق په کچه زیاته شوه . همدارنګه کله چې جمهور رییس ، صدراعظم او وزیران د خپلو ښځو سره په ملي لباس کمیس ، پرتوګ او پوړني کې عام محضر کې څرګند شول ، بې له دې چې کوم فرمان موجود وي ، د مرکز او ولایتونو اکثرو ښځو کمیس، پرتوګ او پوړنی د ځانونو د پاره د لباس په توګه ومانه . د دې تر څنګ صدراعظم حفیظ ا لله امین به تل په خپلو خبرو کې تکراروله چې له امو څخه تر اباسینه پورې ټول خلک یو د بل ورونه دي ، دوﺉ کولای شي بې له کومې ستونزې هر چیرته چې وغواړي لاړ شي ، هیڅوک یې مخه نه نیسي . ټول دا او داسې نور کارونه و، چې د ډیورنډ د کرښې اخوا افغانان د ډیورنډ د کرښې دې خوا افغانستان د خپل هیواد په څیر وګڼي او د ثور د پاڅون د لومړۍ کلیزې په مراسمو کې په یوه شپه کې له ۴۰ زرو څخه زیات کسان بې له دې چې له چا نه اجازه وغواړي د تورخم له لارې جلال اباد ته راشي ، په مراسمو کې ګډون وکړي او بیرته لاړشي . خو په خواشینۍ سره شورویانو ، چې له دې بهیر څخه د بهرنیو چارو د وزارت معین شاه محمد دوست د ببرک کارمل له لارې خبر کړي ول ، په خپل څنګ کې یې یو ځواکمن افغانستان نه شو زغملای ، نو دخپلو اجنټانو په واسطه یې د خلقیانو د مشرانو( نورمحمدتره کي او حفیظ الله امین ) تر منځ د بې اتفاقۍ اور بل کړ او په ډیر خاینانه ډول یې د دوستانو په جامه کې د افغانستان د یووالي د داعیې کلک پلویان دتوطیې او بربنډ تیري په ترسره کولو سره له منځه یوړل او پر ځای یې خپل ګوډاګی ، د افغانانو د بیرته یووالي دښمن ، ببرک کارمل قدرت ته ورساوه .

د یو بهرني ځبر ځواک له خوا په یو اشغال شوي هیوا کې یوګوډاګی حکومت به د داسې یوې سترې ملي مسالې لکه د ډیورنډ د کرغیړنې کرښې په وړاندې ، چې افغان واحد ملت یې په دوو ټو ټو ویشلی دی ، څه دریځ وي . طبیعي خبره ده چې د کارمل ګوډاګی حکومت به هغه دریځ درلو د چې شوروي اتحاد درلود . شورویانو هیڅ وخت نه غوښتل چې په خپل څنګ کې داسې ځواکمن اوخپلواک افغان دولت ولري ، چې د هرډول تیري ، لاسوهنې او توطیې په وړاندې د مخنیوي جوګه وي . وایي چې د ببرک کارمل ګوډاګي حکومت پاکستان ته وړاندیز کړی و، چې که د کارمل ګوډاګی حکومت په رسمیت وپیژني او پرضدیې له خصومت څخه لاس واخلي ،نو دوﺉ به هم د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپیژني . خوپاکستان دامریکې اومتحدینو د فشار له امله د روسانو په واسطه قدرت ته رسول شوي حکومت له پیژندلو نه ډډه وکړه .

کله چې روسانو او د دوﺉ پواسطه جوړ شوي لاسپوڅي حکومت ماتې وخوړه او مجاهدین کابل ته راننوتل ، نو د تنظیمونو ترمنځ سیاسي قدرت ته د رسیدلو د پاره جګړه پیل شوه . په افغانستان کې د یو مرکزي دولت پر ځای تنظیم شاهي منځ ته راغله . کله چې په یوهیواد کې خپل منځي شخړې پیل شي ، نو د ملي مسالو د اواریدو خبره چې تر ډیرې اندازې پورې د بهرني سیاست او کورني ملي ځواکونو تر منځ یو منطقي تناسب ته اړتیاده شاته غورځیږي . په کابل کې د جمعیت او نظار شورا په مشرتابه د شمالي ټلوالې واکدارۍ هم د یوسرتاسري حکومت بڼه غوره نه کړه او که غوره کړې یې وای ، نو هم دا باور نه و ، چې دوﺉ به د ډیورنډ مساله د خلکو د غوښتنو سره سمه اواره کړې وای . په دې کې شک نه شته چې د افغانستان ټول خلک په هر قوم پورې چې تړلې وي د افغانستان د ملي نوامیسو،په هغه جمله کې له امونه تر اباسینه پورې د ځمکنۍ بشپړتیا د خوندیتوب او د ټولو افغانانودیووالي څخه په دفاع کې هر ډول سرښندنو ته چمتو دي .خوپه خواشینۍ سره شته یوشمیر متعصب تنګ نظري سکتارستان ، چې د قوم او ژبې تعصب یې دومره سترګې ړندې کړې اوملي غرور یې ورله ټیټ کړی دی ، چې د ازاد سرلوړي ژوند څخه د پردو تر اسارت لاندې د غلامۍ په سرټیټي ژوند باندې خوښ دي . د ټول افغان ملت د هیلو او غوښتنو سره په ضدیت کې له خپل ملي ناموس څخه تیریږي او د پنجابیانو او انګریزانو د اجنټانو دنده سرته رسوي او هلې ځلې کوي او ناروا دلیلونه راوړي ، چې باید د ډیورنډ کرغیړنه کرښه په رسمیت وپیژندل شي تر څو د پاکستان له شر خخه افغانان خلاص شي . په داسې حال کې چې د ډیورنډ د کرښې په واسطه ټوټې شوي افغانستان د ځان څخه د دفاع وړتیا له لاسه ورکړیده اوتل د پردیود تیریو او لاسوهنو سره مخامخ دی . له اموڅخه تر اباسینه پورې متحد افغانستان کولی شي له ځان څخه د بهرنیو تیریو او لاسوهنو په وړاندې دفاع وکړي . څوک چې د ډیورنډ کرښه نه مني او باور لري چې یواځې خپلواک متحد له اموڅخه تراباسینه پورې یوموټی افغانستان کولای شي خپل شتون ته دوام ورکړي ، دوﺉ بیا د متعصبو سکترستانو له خوا په دې تورن کیږي ،چې غواړي د ډیورنډ دکرښې په لغو کولو سره د کرښې اخوا پښتانه د کرښې دې خوا پښتنو سره یوځای شي ، تر څو په دومره اکثریت کې شي ، چې همیشه پادشاهي یا ریاست جمهوري د پښتنو په لاس کې وي . څومره واړه خلک او څومره یې واړه او ټیټ فکرونه ! که باثباته ، سوله ایز او د پردیو د تیریو ، لاسوهنو اوتوطیو نه خلاص افغانستان جوړ شو ، نوهرومرو به داسې یو نظام لري ، چې د قوم ، ژبې او مذهب تعصب پکې نه وي ، هرڅوک چې وړتیا لري هغه به مخکې کیږي او ټول افغانان به یوشان ویاړي چې افغانستان د دوﺉ وطن دی او دوﺉ د افغانستان بچي دي .

د طالبانو حاکمیت د افغانستان په دننه کې د ۹۰ په سلوکې څخه زیاتو برخو کې ټینګ شو . له همدې کبله سوله ټینګه شوه او ثبات منځ ته راغی . یواځې پاکستان ، سعودي عربستان او عربي اماراتو د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژاند ، خو د نړۍ نورو هیوادونو یې له پیژندلو څخه ډډه وکړه . له همدې کبله هغوهیوادونو چې د طالبانو واکمني یې په رسمیت پیژندلې وه د دولتي کارونو په سرته رسیدو کې د طالبانوسره د مشاورینو له لارې مرسته کوله او په دې ډول یې پر حکومت اغیز درلود . څرنګه چې پاکستان هم یو له دغو هیوادونو څخه و، نو ځکه دا دومره اسانه مساله نه وه چې اواره شوې وای .

کله چې امریکایانو او ملګرویې افغانستان ونیو او د بن د کنفرانس پر بنسټ لومړی مؤقت ، بیاانتقالي اوورپسې انتخابي حکومتونه د حامد کرزي په مشرۍ منځته راغلل . څرګنده شوه چې دمؤقت حکومت د جوړیدوڅخه نیولې تر انتخابي حکومت پورې ټول حکومتونه د بهرنیو هیوادونو د افغاني اتباعو ، چې د دغو هیوادونو د ګټو د ساتونکو دنده یې سرته رسولای شوه، او کورنیو زور واکانود استازو له خوا جوړ شول . په دې حکومتونو کې د ټولو ملي وطنپالو شخصیتونو، د هیوادپه دننه کې وو او که د هیواد څخه بهر په نورو هیوادونو کې اوسیدل ،دبرخې اخستو مخه و نیول شوه . همدا سبب و ، چې د حامد کرزي په مشرۍ ټول حکومتونه لاسپوځي حکومتونه وو او ملي منځپانګه یې نه درلوده . له همدې کبله و، چې دپام وړ هیڅ ډول ملي مساله او د افغانانو ستونزه یې اواره نه کړه . په میلیونونو افغانان لاتر اوسه پورې په بهرنیو هیوادونو په تیره بیا پاکستان اوایران کې د ستونزو او سپکاویو ډک ژوند تیروي ، خو د حامد کرزي حکومت تر اوسه پورې د دې کډوالو خپل هیواد ته د بیرته راستنیدو هیڅ ډول پروګرام تر لاس لاندې نه دی نیولی . همداسې د پردیو په اوږو ناست دي او د خپلې واکدارۍ شپې او ورځې شماري . همدارنګه په هیواد کې سوله او ثبات ټینګ نه شول ، فساد،نا امني او بې قانوني لوږې ، بې کورۍ او بیکارۍ ، د کورنیواو بهرنیو ځواکونو ظلمونو د حکومت او بهرنیانو په وړاندې د خلکو کرکه لوړې کچې ته رسولې ده . د کرزي لاسپوڅی حکومت دومره له خلکو تجرید او په افغانانو بې باوره دی ، چې د بهرنیو هیوادونو د تیریو او لاسوهنو په وړاندې حتی یو اعتراض هم نه شي کولای . په کونړ باندې د پاکستاني پوځیانو د راکټونو پرله پسې ورولو په وړاندې د کرزي دحکومت نه غبرګون او داسې نور ې بیلګې دا په کلکه په ګوته کوي چې یواځې هغه حکومتونه د ملي نوامیسو د خوندیتوب او دفاع وس لري ، چې د خلکو په واسطه منځته راغلي وي ، خلک پکې ګډون ولري او د خپلو خلکو ملاتړ ورسره وي .

له دې ټولو بیلګو څخه څرګندیږي ، چې د ملي نوامیسو ( خپلواکۍ ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ) د خوندي کولو او ساتلو بنسټیز ځواک د هرهیواد خپل خلک دي . د ا د افغانستان خلک دي ، چې تر اوسه یې د هر بهرني یرغلګر په وړاندې د خپل هیواد د خپلواکۍ ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع کړیده . خوخلک په هغه وخت کې په یو نه ماتیدونکي ځواک بدلیږي ، چې د یوملي زعامت په لرلو سره ځان د بې اتفاقۍ ، نه انسجام ، بې تفاوتۍ او بې هدفۍ له کمزورتیاوو نه وژغوري . هغه خلک په یونه ماتیدونکي ځواک بدلیږي ، چې دیو هدف دلاسته راوړو د پاره په میلیونونو کسان د بې تفاوتۍ له خپسې نه په راوتو سره په یو اتفاق په منسجم ډول راولاړ شي . دا کار چې په میلیونونو افغانان د یو ملي هدف تر شا ودرولی شي ، د یو شخص کارنه دی . ددې کار دپاره باید یوملي زعامت منځته راشي . ملي زعامت په دې مانا چې د افغانستان د ټول ملت په کچه ( له امو څخه تر اباسینه پورې ) د خلکو یو استازی زعامت منځته راشي . د دې زعامت هر غړی به په خپله سیمه کې د یو منلي مشر حیثیت لري . د دې زعامت ټول غړي به په داسې یو جوړښت کې راټولیږي ، چې د زعامت د غړو په یوې غونډې کې په دموکراتیک ډول منځته راغلی وي . دملي زعامت دغه جوړښت به د زعامت د چارو سرته رسولو د پاره یو مکانیزم منځته راوړي اوخپل اهداف به ټاکي ، خو لومړنی هدف به د افغانستان د دواړو برخو یووالی او د ملي نوامیسو څخه دفاع او دهر ډول بهرنیو تیریو او لاسوهنو په وړاندې دخلکو په ګډون مقاومت او مبارزه وي .

ومن الله ا لتوفیق
د ۲۰۱۲کال د سپتمبر۲۸