کور / سياسي / بعد از امضأقراردادستراتیژیک باپاکستان

بعد از امضأقراردادستراتیژیک باپاکستان

چشمک فران راهم می فرانیم

پرون دیوې فاتحې په نېت له خپلونږدې ملګروسره دفرانکفورت په لوري وخوځېدم جومامت ته له رسېدوسره سم مې خپل ګرزنده تیلفون بندکړ.

فاتحه چې ختمه شوه بهر راووتم څوله یو ملګري سره تیلفوني اړیکه ونیسم.

دیوې غټې تنورې ونې څنګ ته ورغلم له خپل ملګري سره مې تیلفوني اړیکه ونیوه که ګورم یو ټکسي او یو بل شخصي موټرراورسېدل له ټکسي څخه یواوله شخصي موټرڅخه درۍ کسان راووتل، ټکسي خپله مخه وکړه دشخصي موټر لپاره پارک نه وهغه هم حرکت وکړ.

دغوڅلوروواړو یواوبل ته غېږې وراوپه روغبړ پیل وکړ دوی په قدونولنډي لنډي اوپه خبروکې یې بدخشاني اوپنجشېري لحجې کارولې ښه په لوړ اواز یې خبرې سره کولې نه پوهېږم ماته یې فکرنه وکه دومره سورسترګي

یې ځانونه ګڼل.

دایوه له کټ کټ خنداسره یوځای په دانورو غږ وکړوېل :

«بعد ازقراردادستراتیژیک باپاکستان چشمک فران راهم می فرانیم چطور وزیران راسرش قبولاندیم».

دا بل ورته وایي :

اول بایدمسؤلیت دیورندمیورنده سرخودش چپه کنیم تاسر مانشه بعدازان برنامهای بعدی رابه راه میاندازیم.

ګرانو خویندو او وروڼو!

تاسې څه فکرکوئ، چې ددې خبروله اورېدوسره به په ما څه حالت راغلی وي؟

بس یوالله پاک خبردی یو زه اوبل داملګری مې چې په تیلفوني کرښه راسره وصل ویوڅه پوه شووېل غږ دې تغیر وکړ خیرت خو به وي؟

ماورته وویل:

کوم نوی خبر لرې اوکه نه؟

هغه بې له ځنډه وویل:

اوس کرزی له پاکستان سره هم ستراتیژیک تړون لاسلیکول غواړي.

دې خبر اوله ونې اخواکسانوخبرونورهم جدي کړم له خپل ملګري سره مې ژر ژرمخه ښه وکړه نېت مې وکړ ، چې له داڅلوروکسانوسره خبره سپینه کړم په دې وخت کې دجومات له دروازې څخه زمادلارې یوملګري په لوړ اواز غږ را وکړ ، هغه هم په ځدراڼي لحجه چې میږ توته وېلوړیوماورغږ کړ درځم.

کله چې داڅلوروکسانوزمااوزمادلاري ملګري خبرې واورېدې باوروکړئ څلورواړه دسترګو په رپ کې پوپناه شول ماوېل ټینګ شئ لنډه غرو.

هغوی ورک شول زه دجومات په خواراوګرځېدم ماغوښتل ژربایرن ته حرکت راوکړوخوکوربنوپه زورډودۍ ته معطل کړو وروسته له ډوډۍ موحرکت راوکړ.

کورته چې راورسېدم له اوداسه اولمانځه وروسته مې دانترنیت پاڼې ژر ژر وکتلې دښاغلي نعیمي په ویبپاڼه کې مې داسې یو بدخبرترسترګوشو:

حامدکرزی د ډیورند کرښې لاسلیکولوته تیاری ښودلی دی
نوي معلومات څرګندوي چې کرزي بالاخره دپاکستان فشارونو ته غاړه ایښې ده او ډیر ژر به د ستراتیژیک تړون ترنامه لاندې د ډیورند کرښه په رسمیت وپیژني د روهي ویبپاڼې په حواله یوه روسي کارپوه چې د افغانستان په چاروکې ماهر دی وايي چې دکرزي دفتر د ډیورند د کرښې اسناد یو کال مخکې چمتو کړي او ژر به یې له لاسلیک وروسته پاکستان ته وسپاري د وېبپاڼې په حواله یوه حکومتي چارواکي چې خپل نوم یې نه دی ښودلی ویلي چې تیره اونۍ دپښتونخوا عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي له کرزي سره په یوه ناسته کې کرزي ته وویل چې ته کولای شې افغانستان جوړ یا یې وران کړې خو زما په سرمعامله نه شې کولای له دې ښکاري چې محمود خان اڅکزی هم له دې معاملې خبر دی . کرزی فکر کوي چې که د ډیورند کرښه ومني نو پاکستان به دطالبانو له ملاتړه لاس واخلي او دده واکمني به وژغورل شي خو داسې ښکاري چې دکرزي داپرېکړه به دافغانستان لوی اکثر یت ونه مني او کیدای شي چې له ډیورنډ هاخواهم د ملتپالو ګوندونو له غبرګون سره مخاخ شي .
درنولوستونکو!
اول خووایم هغه ورځ دې خدای(ج)نه راولي، چې دالوی جنایت ترسره شي ځکه خوپه دې لیکنه کې له دې څخه هم تېرېږم، چې د دې ناولې کرښې ددواړوخواوو بې وزله وروڼه اوخویندې به بیاڅه ډول غبرګونونه وښيي .
په دې خواوس افغان ولس پوره پوهیږي، چې حامدله چوکۍڅخه خپل سراومال هم قربانوي څه مانادډېورنډدا خوااخوا کړېدلي ولسونه .
نوکه چېرې په ارګ مین حامد هم ددې ملي خیانت مرتکب اوهم والوزول شي بیابه څه چل کیږي؟
هغه دچا متل، چې . . . . . . . . کرک مړ؟
حامد ددې ملي خیانت دارتکاب په صورت کې څنګه دجنګي جنایتکارانوپه ټلواله باورکولای شي، چې دی به مسؤن پاته کیږي؟
آیاپه ارګ مین حامدپه دې نه پوهیږي،چې دبنانسیوان په وخت کې دملګروملتونودسولې پلان چا سبوتاژکړ؟
دهغه وخت ملي اردو، پوځي اوملي شتمني له نوروټولو محکمو دولتي بنسټونوسره چانېست اونابودکړل؟
که موږ ټول په دې باوري یو،چې دبهرنیومغرضینوله پلان سره سم دجنګي جنایتکارانوسرمشرمسعوداورباني دا د ورانولو دوزخي لړۍ راپیل کړه چې لا تراوسه پکې سوځونو بیا حامد ته چا تظمین ورکړی، چې دی، قیوم اومحمودکرزی او کورنۍ به یې له هرتېري څخه مسؤن وي؟
عزیزانو!
ماهم دنورو هېوادپالو لیکوالو ملګروپه څېر دخپل مظلوم ولس اوګران افغانستان دملي ګټواوارزښتونولپاره خپل سر په لاس کې نیولی اوپه ارګ مین حامدمې اکثرأ محکوم کړی خوداپه دې مانانه دی، چې له ده یاکورنۍ سره یې خدای مه کړه کومه دښمني لرم بلکې دیوافغان په صفت مې دهېواد په دې لوړمقام زړه سوځي چې ولې د تاریخ په داسې حساسو پړاونوکې دومره کم ضرفیته وي.
زه وېرېږم، چې حامد به دخپلې کم ضرفیتي اوغلیمانوددروغجنووعدوله لاسه به په رښتیاهم دډېورنډکرښې د لاسلیکولو په دې لوی جنایت مرتکب شي بیا هم لیکم، چې هغه ورځ دې الله (ج) نه راولي. الله امین
دخپلواک اولوی افغانستان په هیله