کور / تازه خبرونه / یوه برتانوۍ ښځینه پوځي په جبهه کی لنګه سوه

یوه برتانوۍ ښځینه پوځي په جبهه کی لنګه سوه

بی بی سي او اسوشیټیډ پریس راپور ورکوی چی هغه برتانوۍ ښځینه پوځي چی د هلمند ولایت د برتانوي پوځ په « کېمپ باسشن » کی دنده اجرا کوی ، وړمه ورځ ناببره لنګه سوه او زوی یې وزوکېد . هغې تر لنګون فقط څو ساعته مخکی له درده شکایت وکړ څو چی ډاکټرانو بستر کړه او هلته یې زوی پیدا سو . دا وایی چی زه تر دې مهاله خبره نه وم چی امیدواره ( حامله ) یم . دغسی ښځینه پوځیانی د برتانوي قانون له مخی په جبهه کی وظیفه نسي اجرا کولای ، نو ځکه احتمالأ دا وایی چی زه تر دې مهاله په خپل حامله توب خبره نه وم !
دغه لوی پوځي بېس په تیرو څو ورځو کی د دوو خورا غټو پیښو شاهد دی : لومړی دا چی برتانوﺉ شهزاده هېري دلته د هلیکوپتر د یو پیلوټ په حیث راغلی دی تر څو د طالبانو پر ضد هوایی عملیات اجرا کړی ؛ دوهم دا چی درې ورځی مخکی طالبانو پر دغه لویه پایګاه خورا منظمه او غافلګیره حمله وکړه او د درنو وسلو سره د هغې خارجې محوطې ته ورننوتل ، دوه امریکایی مرین پوځیان یې ووژل او څو نور یې زخمیان کړل ، اته طیارې یې باالکل محوه کړې ، څلور نوری یې خرابی او زیانمنی کړې ، ودانۍ یې ورانی کړې او په دې ډول یې امریکایی او برتانوي پوځ ته لویه ځانی ، مالی ، روحیاتی او ستراتیژیکی ضربه ورکړه ؛ او څیړونکي وایی چی ښایی د همدې حملې یو تأثیر به همدا له وخته مخکی لنګون وی !
دغه ښځینه پوځي په تیر مارچ کی افغانستان ته راغلې ده . په افغانستان کی ۲۰۰ برتانوي ښځینه پوځیانی په عملیاتو بوختی دي . دا د برتانیې په تاریخ کی لومړنۍ پیښه ده چی یوه انګریزه پوځي په جبهه کی لنګیږی .