کور / هستوي فزيک / په مريخ د اړنګمنو ډاګو ليدنه

په مريخ د اړنګمنو ډاګو ليدنه

د امريکا خلاي ادارې ناسا روبوتي ګاډي، کيوراسټي ( ارغونځ ) د مريخ نوي انځورونه رااستولي دي چې په هغې کې د ډاګو نوي رنګونه ليدلي کيږي. دې روبوتي ګاډي د ماونټ شارپ (څوکورغر) کوم چې د دې هلځون (Mission)مهم ټاپی دی، ټولين (Panorama) انځورونه او په يو بله سياره باندې غږيز ريکاردېنګ (هدوګن*) هم رالېږلی دی .

د دې رسنيزو هلو ځلو سربيره کيوراسټي، چې خلاي ليبارتي هم نومېږي د خپلو بې سارا ساينسي الاتو په مدد سره د دې سرې سيارې د جاج اغستو دپاره تياری نيسي. د ناسا د وېنا له مخه کيوراسټي داسې مالومات رااستولي دي چې هغه زمونږ دپاره نوي دي. دا روبوټي ګاډی چې څلور اوونۍ مخکې مريخ ته لېږلی شوی دی ، د خلاي ساينس په تاريخ کې زړه ور کار بولي او هيلمن دي چې د دوو کالو په موده کې په مريخ باندې د ژوند شتون او ناشتون ته غوڅ ځواب ورکړي.

دمريخ په مخ باندې دوې رنګه ډاګې

د دې هلځون د ټولو نه مهمه دنده د سرې سترګې جنوب ته هاغه څوکور غر ته ځان رسه ول دي کوم چې د روبوټ نه شپږ کلوميتره بيرته دی . دا واټن به په دوه کلونو کې سرکړی شي. دا وخت روبوتي ګاډی د هاغه نښانونو جاج اخلي کوم چې د ګاډي کوزولو په وخت د مريخ په زمکه باندې کرېن (ډينګلۍ) جوړ کړي وو.

د دې شننې نه وروستو کيوراسټي دا مالومول غواړي چې په مريخ باندې چرې اوبه وې او که نه. دا لېبارتري د خپلو ساينسي الاتو په مدد سره کولی شي چې د بېلابېلو غازو او د غر د تيږو جاج واخلي او موندنې يې زمکې ته رااولېږي. دا روبوټ کولی شي چې دغر تيږې د ځانګړو او ځواکمنو وړانګو په وسيله د شننې دپاره بړاس کې بدلې کړی.

د څوکور غر لمنه او ډاګې. دا ټولين (Panorama) انځور روبوت رااستولی دی.

د ناسا ساينسپوهانو دپاره د ټولو نه زړه پورې څيز د ماونټ شارپ هاغه ټولين انځور دی چې په هغې کې د غر لمنوته څېرمه دوه رنګه ډاګې ليدلې کيږي، خاورينې او ايرنې. د ايرن رنګ ډاګې په ښکاره توګه د اورين غرايرې مالومېږي او يا د زوداره زلزلو نښې نښانې. خو د غر نه ګېرچاپېره په مخ باندې پرتې د بوختو نښانونه داسې څه شهادت نه ورکوي.

د کيوراسټي مخکې پړاو هاغه ګينلګ نومې ځای دی چرته چې د مريخ درې بېلابېلې ډاګې سره يو ځای کيږي. دا ځای د روبوټ نه څلور سوه ميتره لرې دی او د څوکور غر په لاره کې پروت دی.

خاطرمانېروال

بي بي سي ويب پاڼه