عبدالباري جهاني

د اختر جامې ( دعبدالباري جهاني کلام)

عبدالباري جهاني
Larawbar.com  2012-08-19

د روژې په وروستیو شپو کي، چي بې پناه خلکو د اختر د خوښیو لپاره تیاری کاوه، د نیمروز ولایت د زرنج په ښار کي په ځانمرګو حملو کي زیات و کم پنځوس تنه، بیګناه انسانان، شهیدان سول. دا د هغه معصوم شهید آواز دی چي ښایی تر سلو زیات اخترونه به یې په مخکي درلودل. دا د هغي بوري مور د سوي زړه فریاد دی چي د خپل زوی لپاره د اختر ګنډلي جامې ورته پاته سوي او په وینو لژند زوی یې خاورو ته سپارلی دی. اختر دي ټولو افغانانو ته مبارک وي. د شهیدانو کورنیو ته صبر جمیل غواړو. خدای دي وکړي چي دا د وینو او اوښکو وروستنی اختر وي.

د اختر جامې

راته جوړي د اختر جامې که موري! 
چي د کلي مي همزولي راته ګوري
چي ورځمه د خپلوانو تر کورونو       
 د اختر مبارکۍ را باندي اوري
را تیاره د اختر سپینه لونګۍ که      
 راته جوړي مي ښایستې توري څپلۍ که
د واړي سترګي د خورکۍ به مي کړې توري
سره لاسونه سرې پاپۍ او سترګي بوري
چي هګۍ در څخه هیري نه سي موري
د بیرغ په رنګ وي سرې زرغوني توري
کال نه بل کال ته که خدای کول لوییږم
د ابا سره په قد کي مي سمیږم
ته به جګه غاړه ګرځې چي زه ځوان سم
په ټولۍ کي د همزولو چي روان سم
 
در یادیږم به شیدې چي مي رودلې
اوږدې شپې چي به دي ماته سپینولې
زویه! اوس خو دي راغلې یم تر ګوره
ظالمانو کړم هم بوره هم سرتوره
پلار دي مړ سو د ځان مرګو په حمله کي
 د کاکا زوی دي ویشتلی په سینه کي
 د کاکا کونډه دي بل قبر ته ژاړي
بوري وراري دي قبرونو ته ولاړي
نه اختر سته نه یې نوم نه خوشالي سته
نه دي خور نه دي ماشوم ورور ته کالي سته
چي ټوټې ستا د وجود مي ټولولې
تر زخمي زړګي مي ویني څڅیدلې
ستا په وینو سور وجود مي نه هیریږي
تر قیامته به مي ستا سترګي یادیږي
چي په غم لړي د خلکو اخترونه
خدایه بل یې پر اولاد کړې سره اورونه
د هغه مُلا دي ځای سي دوږخونه
چي زلمیو ته ایږدي د مرګ دامونه
چي په زړونو دومره سخت لکه لیوان دي
نه پوهیږو مسلمان که کافران دي
 
ګوره چا له کوم ولاته را لیږلې
افغاني میندو خو نه دي زیږولي
موري! مه ژاړه دا شپې به دي سبا سي
چي تیر سوي زر اختره زر به راسي
نن که ز موږ له ښاره تللي جنازې دي
که له ساندو مو په ساندو فرشتې دي
سبا ګوره چي ظالم سپاره وي پلي
ګوندي نه وي هره ورځ په شان د بلي
وطن ډک دی له میړونو له زلمیو
ویني نه پریږدي د خپلو میړنیو
که موږ نه یو ښار مو کور دی د ژوندیو
دا ټاټوبی د افغان دی له پیړیو
تل به پایی تل به دا افغانستان وي
چي لا پاته پر دې خاوره یو افغان وي
موري سره مي که د خور پښې او لاسونه
ورته واخله غاړګۍ او پایزیبونه
د ماشوم ورور مي کالي درنه هیر نه سي
چي په ساندو کي اختر درنه تیر نه سي.

۲۰۱۲     اګسټ   ۱۶  ویرجینیا

خوښ يې کړئ او ويې لېږئ



بيرته شاته
 

وروستي سرليکونه

   لراوبر کتابتون: [د جهاني جهان] په نوم د مقالو مجموعه پر لیکه سوه

   د پيرمحمد کاکړ د اشعارو ښکلاييز اړخ

   دپير محمد کاکړ په دېوان کښي پښتني اصطلاحات

   لراوبر کتابتون: د قریب الرحمن سعید [د نیشاپور شاهین] ارزښتناک اثر پر لیکه سو

   د امیرکروړ، شيخ بيټني او میرزاخان انصاري په شعرونو کي انساني کرامت

   لراوبر کتابتون: د ایمل امیدي ناول (که زه درسره نه وم؟) پر لیکه سو

   لراوبر برېښنايي کتابتون: د نصیر احمد احمدي ناول (جُوجُو) پر لیکه سو

   الف لیلة و لیلة یا یو زرو یوه شپه (ادبي شهکار)

   کیسه ګۍ - د عبدالله الهام جمالزي اثر

   اليکساندر سيرګيويچ پوشکين د روسي ژبي د شعر او شاعري د لمر سترګه!!!

   دوې خبري په يادښت درته سوغات دي

   د غوره پښتونولۍ يو غوره تړون

   ادبيات دڅه لپاره ؟

   اتڼ هم نارينه کوي او هم ښځي

    اور ژبی شاعر، سلیمان لایق

   د دري ژبو سندرغاړو غوړیدل په پښتو سندور کې

   د غني خان نوې شاعري

   نوستالژی په شعراوموسیقی کې