کور / تازه خبرونه / طالبان : په نورستان کي مو يوه چورلکه را واچوله

طالبان : په نورستان کي مو يوه چورلکه را واچوله

وسله وال طالبان وايي چي په نورستان ولايت کي ئې نن ورځ يوه چورلکه را اچولې او په هغه کي ناست ټول اتلس تنه سپرلي ئې وژلي.
طالبان ليکي چي چورلکه نن سهار د کامدېش اولسوالۍ په اړونده سيمو کي د راکټ لانچر په وسيله وويشتل سوه او ځاى پر ځاى را ولوېده .
په دې اړه تر اوسه بهرنيانو او افغان حکومت څه نه دي ويلي.