کور / هستوي فزيک / د پوستکی سرطان Skin Cancer

د پوستکی سرطان Skin Cancer

د پوستکی سرطان ډیری وخت په پوستکي کې د یوه بدلون په بڼه رامینځ ته کیږئ، دا ډول سرطانونه په لمړی سر کې داسې ښکاري لکه په اور سوی. که چیرې مو د خپل پوستکی په رنګ او ماهیت کې په تدریجی ډول بدلون ترسترګو شو نو بې له ځنډه ډاکټر ته مراجعه وکړئ.
دوه ډوله د پوستکی سرطانونه شته چې د غیر توموری پوستکی سرطان اوتوموری پوستکی سرطان په نامه یادیږئ.لمړی ډول یې ډیر مشهور خو د لږ زیان لرونکی او دوهم ډول یې لږ مشهور خو د ډیر زیان لرونکی سرطان دی.
د پوستکی سرطان څنګه اصلی لامل څه دی؟ د پوستکی سرطان اصلی لامل د پوستکی لخوا په پراخه کچه د بنفش څخه ها خوا یا Violet Ultra وړانګو جذب دی.
څوک ډیر د پوستکی سرطان باندې اخته کیدای شئ ؟ ټول خلک باید خپل پوستکی د سرطان د اخته کیدو په مقابل کې تل معاینه کړئ خوب ځینی خلک بیا دې ناروغی باندې د اخته کیدو د لوړ امکان سره مخ دئ. ټول هغه کسان چې پاسته پوستکی لرئ او یا یې هم په پوستکی باندې تور خالونه وئ او یاهم په میراثی ډول د پوستکی سرطان مخینه لرئ،د نورو وګړو په پرتله د پوستکی سرطان باندې د اخته کیدو لوړ امکان یې په اوجود کې شته.
د پوستکي سرطان نښې څه دئ ؟ که ستاسو په پوستکی باندې تور خدایي خالونه وئ او هغه د وخت په تیریدلو سره بدلون مومي د بیلګې په ډوله رنګ یې بدلون مومئ او یا هم غټیږئ او پړسیږئ نو هرومرو یې ډاکټر ته وښیئ ځکه چې کیدای شئ دا نښه د پوستکی سرطان وئ. د خپل پوستکی بدلونونو ته تل ځیر اوسئ، په ځانګړې توګه که چیرې ستاسو پوستکی ډیر پوست او تورخالونه په کې وئ. د تورخال لرونکو پوستکو خاوندان دې د خپل ځاني ځیرنې یا معاینې په وخت کې د اصل آی بي سي ډي ABCD اصل په پام کې ونیسئ. که چیرې مو په اي بي سي ډي کې هر بدلون ولید نو ژر تر ژره خپل ډاکټر ته مراجعه وکړئ.
د آی بي سي ډي ABCD اصل:
آی Asymmetry: که چیرې په پوستکې باندې تور خال مو په دوو برخو ویشل شوی مالوم شو او دواړو برخو په کچه کې توپیر سره درلود نو کیدای شئ د پوستکي سرطان به اخته وئ.
بي Border: که چیرې په پوستکی باندې د تورخال شا اوخوا مو په غیر عادي ډول پراخه او توره شوئ وئ نو کیدای شي د پوستکی په سرطان به اخته وئ.
سي Color: که چیرې په پوستکې باندې د تورخال شا اوخوا مو رنګ بدل کړئ وئ نو کیدای شئ د پوستکی په سرطان به اخته وئ.
ډي Diameter: که چیرې په پوستکې باندې د تورخال مساحت لوی شوئ وئ نو کیدای شئ د پوستکی په سرطان به اخته وئ.
د پوستکی سرطان ځینې نورې نښې په دې ډول دئ:
په پوستکی باندې یوه داسې دانه پیدا کیدل چې د ښوالي په لور نه ځی او ورځ تر بلې پسې غټیږئ.
په پوستکی باندې د یوه داسې تور خال یا بخار مینځ ته راتګ چې په متداوم ډول درد کوئ.
په پوستکی باندې د یوې داسې دانې پیدا کیدل چې پړسیږئ، وینه تویوئ او وپوستکی وچوئ.
د پوستکی سرطان له کوم ځایه پیلیږئ ؟ د پوستکی سرطان لمړنی نښې په جنیست او عمر پورې ټړاو لرئ، دغه سرطان میرمنو د پښو په لینګیو، د سړو په شا او د زړو یا پاخه عمر لرونکو په مخونو کې را مینځ ته کیږئ. خو د پوستکی توموری سرطانونه په هرځای کې لکه د پښو په تلو هم رامینځ ته کیدای شئ. همدارنګه د پوست هغه برخې چې ډیر لمر اخلئ لکه سر، غاړه او ږې هم د پوستکی سرطان پیژندل شوئ مرکزونه بلل کیږئ.
آیا د پوستکی سرطان خپریږئ ؟ که چیرې د پوستکی هر ډول سرطان په وخت سره درملنه ونشئ نو د بدن نورو برخو ته د چټک خپراوی وړتیا لرئ. ځینې سرطانونه ډیر ژر او ځینې لږ په ځنډ سره خپریږئ، خو په هر حالت کې باید ژر تر ژره له ډاکټر سره ولیدل شئ.
په پایله کې باید وویل شئ چې د پوستکی سرطانونه د نورو په پرتله په چټکه او آسانه توګه د درملنې وړ دئ خو بیا هم دا په دې پورې تړاو لرئ چې څومره ژر مو ډاکټر ته مراجعه کړئ ده.