کور / هراړخیز / قهرماني کاکړ د ۲۰۱۲ کال دسولي جايزه وګټله

قهرماني کاکړ د ۲۰۱۲ کال دسولي جايزه وګټله

قهرمانه کاکړ Qahramaan kakarګرانو هيوادوالو مبارک مو سه!!!


موږ په افغانستان کې لومړۍ جايزه ترلاسه کړه.


دغه لويه بريا ستاسې له قوي ملاتړ او پرله پسې کار څخه پرته ممکنه نه وه. غواړم لومړی ستاسې د خودجوش حرکت او کمپاين لپاره له تاسې د زړه له کومې مننه وکړم. همدا ستاسې کمپاينونه ول، چې دغې جايزې ته زما د کانديداتورۍ خبر يې د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورساوه او په هر ځای کې يې حاميان په حرکت راوستل. په لږ وخت کې د حاميانو دومره لويه ډله جوړېدل او تنظيمېدل يوه بې سارې لاسته راوړنه ده. دا په دې دلالت کوي، چې افغانان بې تفاوته نه بلکې ويښ قوم دی.


غواړم تاسې ته ډاډ درکړم، چې زموږ کار له دې جايزې سره نه ختمېږي. دا په اصل کې موږ ته قوت رابښي، چې په افغانستان کې د تعليم او پوهې او يو سوله ييز او مثمر چاپېريال د جوړونې له لارې مېرمنې تقويه کړو. زموږ لرليد دا دی، چې هره افغانه ښځه په يوه پر امنه او سوکاله چاپېريال کې ژوند او تعليم وکړي. راځئ په همدې جذبه او تعهد، چې تاسې وښود، سره يو ځای ددغه ارمان د تحقق لپاره کار ته دوام ورکړو.


زه له دې فرصته په استفاده غواړم آغلې فرخنده ظهرا نادري ته د هغې د بريا لپاره هم مبارکي ووايم. زموږ بريا په حقيقت کې د ټولو هغو ښځو چې افغانانو (نرو او ښځو) ته يې د سولې، ښېرازۍ او تعليم به برخه کې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کړي د کار پېژندنه او تصديق دی.




د کمپاين د وروستيو شېبو د رايو شمېر:


آغلې قهرمانه کاکړ ۱۳۴۸۹
آغلې زهرا نادري ۱۳۱۲۱


د لراوبر ويبپاڼي مشرتابه او همکاران ميرمن قهرماني کاکړ ته د زړه له کومي مبارکي وايو او په ټوله نړۍ کي د وېښو افغان ځوانانو همکاري او هلي ځلي ستايو او کورودانی ورته وايو چي د ميرمن قهرماني کاکړ په برياليتوب سره يې نړۍ ته د خپل يووالی او ملي ارزښتونو ته ژمنتيا وښودل.


په درناوي
عبدالله احسان