کور / علمي / لرغونې آریانا ـ د رحمت آريا ژباړه ـ پرله پسې 27

لرغونې آریانا ـ د رحمت آريا ژباړه ـ پرله پسې 27

لرغونې آريانا – لومړۍ برخه


لرغونې آريانا – دوهمه برخه


لرغونې آريانا – درېيمه برخه


لرغونې آريانا – څلرمه برخه


لرغونې آريانا – پنځمه برخه


لرغونې آريانا – شپږمه برخه


لرغونې آريانا – اوومه برخه


لرغونې آريانا – اتمه برخه


لرغونې آريانا – نهمه برخه


لرغونې آريانا – لسمه برخه


لرغونې آريانا – ۱۱مه برخه


لرغونې آريانا – ۱۲مه برخه


لرغونې آريانا – ۱۳مه برخه


لرغونې آريانا – ۱۴مه برخه


لرغونې آريانا – ۱۵مه برخه


لرغونې آريانا – ۱۶مه برخه


لرغونې آريانا – ۱۷مه برخه


لرغونې آريانا – ۱۸مه برخه


لرغونې آريانا – ۱۹مه برخه


لرغونې آريانا – ۲۰مه برخه


لرغونې آريانا ( ۲۱مه برخه)


لرغونې آريانا ( ۲۲مه برخه)


لرغونې آريانا ( ۲۳مه برخه)


لرغونې آريانا ( ۲۴مه برخه)


لرغونې آريانا ( ۲۵مه برخه)


لرغونې آريانا ( ۲۶مه برخه)


لرغونې آريانا ( ۲۷مه برخه)      Epub
format



خوښ
يې کړئ او ويې لېږئ





د لرغوني آريانا د کتاب ليکوال رحمت آريا او افغان تاريخ ليکونکي
رسول باوري بحث په پيلوزي ادبي پروګرام کي واورئ
Play




ددې ارزښتناک اثر لنډه
پېژندنه :


نیږدې دوه نیم کاله وړاندې د هیواد نامتو پوه کاندید اکاډیمیسین ښاغلي اعظم
سیستاني صاحب راڅخه په کلکه غوښتنه وکړه چې د لرغوني آریانا کتاب له انگریزۍ څخه یا
پښتو او یا دري ته وژباړم. د کتاب له پیردلو او لوستلو وروسته راته څرگنده شوه چې
ددغه اکادیمیک اثر ژباړه به هغه مهال راته شوني سي چې په دې اړوند نور کتابونه
راټول کړم، د انترنت د ځالگۍ هره کتابي څانگه وپلټم، له هندوستان او لندن څخه اړوند
کتابونه راوغواړم، ویي لولم او د هر اړخیزو مالوماتو له راټولو وروسته د ژباړې چارې
ته لستوڼي رابډ وهم. د لرغونو آثارو ژباړل، له لرغون ژبنیز لیکدود سره ژوره بلدتیا
هغه ننگونې وې چې زما تر مخ پرتې وې. لومړی مې ددغو خنډونو د لیرې کولو لپاره هلې
ځلې وکړې.

دا کتاب انگریز لرغونپوه، سانسکریتپوه، نامتو ختیځپوه پوهاند اچ.
اچ. ولسن په ۱۸۴۱ ز کال کې په لندن کې لیکلی دی.
د ژباړې په لړ کې مې د هیواد
نامتو عالم پوهاند ډاکټر صاحب مجاور احمد زیار ته دا زیری ور ډالۍ کړ چې ده او
ښاغلي سیستاني صاحب، ډاکټر صاحب عبدالخالق رشید او څیړونکي ښاغلي محمد معصوم هوتک
صاحب په خپلو مبارکیو وپنځولم. په هاغه وخت کې ډاکټر صاحب زیار دومره یادونه کړې وه
چې ښايي دا کتاب مخکې پښتو ته ژباړل شوي وي. خو ما د ژباړونکي نوم، د ژباړلې نیټه
او څرنگوالی تر لاسه نه کړ.

د آریانا نوم یو له هغو پیچلو نومونو څخه دی چې
چا یې په دفاع او چا یې په نه منلو کې لیکنې کړي دي. ما دواړه لیکنې چې په افغان او
فارسي کړیو کې لیدل کیږي لوستلي دي، خو هغسې چې اړینه وه ددغه نامه د سپړلو لپاره
دوی کافي دلایل نه دي وړاندې کړي لکه چې د لرغوني آریانا په کتاب کې لیکوال پوهاند
ولسن د لرغونو یوناني، رومي، هندي او چیناﺌيي سرچینو له مخې راټول او سپړلي دي چې د
کتاب د دویم څپرکي زښته په زړه پورې برخه په ځان کې رانغاړي. د کتاب د متن د ساده
کولو لپاره ما هڅه کړې چې د میتالوژیکو نښو، اسطورو، د سلاطینو، لیکوالانو او د
ځایونو د نومونو د شرحې لپاره د تعلیقاتو تر نامه لاندې نور څه ورزیات کړم او
لوستنه یې ټولو ته په ځانگړې توگې راتلونکو پلټونکو ته زښته ډیره اړینه بولم او
کولای شي چې د ډاډ وړ اخځ په توگې ورڅخه په خپلو پلټنو کې کار واخلي. ددې برخې
لوستنه ډیره اړینه گڼم.
د کتاب لومړۍ برخه په افغانستان کې په هغه مهال کې د
پاتې شویو بودايي څلیو د کیندنې او پلټنې پر شپول راڅرخي چې انگریزي کیندونکو او
لرغونپوهانو سیمې ته سفرونه کول او دا څلي يې نړولې او له منځه یې لرغوني آثار
راټول کړي دي. دغه پلټنه له درونټې راپیلیږي، د لغمان پر مخ وردرومي او بیرته چهار
باغ او هډې ته راځي او ورپسې کابل او وردگو ته درومي. دا څلي دوی ټوپه بولي او
هماغه لرغونې ستوپې دي چې په هماغه وخت کې د گندهارا د تمدن په زړه کې په همدغه
نامه یادیدلې. د ټوپو په منځ کې موندل شوي آثار ډیري یې اییکۍ یا مسکوکات یا ډبرین
یا مسي لوښي دي او یا هم د سپیدار د پاڼې پر مخ لیکنې او یا هم سره زر او نورې گاڼې
دي چې شرحه یې په خورا تفصیل وړاندې کړې ده. د ایکیو ډیرۍ برخه د گریگو باکتریک، د
اراستوگنو شاهانو او یو څه یې فارسي اییکۍ دي.

د کتاب درییم څپرکي د ټولو
راټولو شویو اییکیو شرحه رانغاړي چې ټول ټال د اسلام له راتگه مخکې بیا په هند کې د
پښتنو غوریانو تر سلطنت پورې یو نیم زر کلن تأریخي پیر راسپړي او په پای کې د
اییکیو انځوریزه بڼه وړاندې شوې ده.


هماغسې چې لیکوال وايي د هغه لومړنۍ موخه د الکساندر د برید او د لښکري یون د
پلونو د خاپونو موندنه ده چې څنگه په افغانستان کې راښکیل شوی او له کومو لارو تللی
دی.

د کتاب د همدې برخې د بډایینې لپاره ما ۱۱ لرغونې رنگه نقشې پښتو ته
ژباړلي دي. هیله مند یم چې د کتاب د چاپ پر مهال په ښکلې او جوړې شوې بڼې چاپ
شي.

ددغه کتاب لوستنه نه یوازې د افغانستان د لرغوني تأریخ مینه والو ته
بلکه د افغانستان د پوهنتونونو محصیلنو او استادانو ته اړینه بولم.

د
تعلیقاتو د برخو په ډیریو ځایونو کې به لوستونکي له ډیرو ښو او په زړه پورې
مالوماتو سره آشنا شي. په پام کې لرم چې د کتاب له چاپي بڼې سره جوخت یوه وَړَنده
او اړینه سریزه ولیکم. زما تر لاس لاندې څو نور لرغوني آثار شته چې د وخت او ژوند
په یارۍ به یې لوستونکو ته ډالۍ کړم. هیڅ شک نه شته چې زما په کار کې به تیر وتنې
نه وي سوي خو ما تر خپلې وسې وسې هڅه کړې چې د تیروتنو لمنه نست ته راکښته کړم. له
پتمنو لوستونکو په ځانگړې توگي د هیواد له لرغوني تأریخه خبرو پوهانو څخه غواړم چې
ددغه کتاب په لا بډاینه کې خپل وړاندیزونه راته ډالۍ کړې چې په چاپي بڼې کې به یې
ورزیات کړم. ستاسو وړاندیزونو او سمونونو ته به تل سترگه په لار اوسم.


خوښ يې کړئ او ويې لېږئ