کور / تازه خبرونه / غزاله جاوید او پلار یې ووژل سوه

غزاله جاوید او پلار یې ووژل سوه

 



پرون ماښام وسله والوکسانو غزاله جاوید او دهغې پلارپه داسي حال کي دواړه ووژل کله چي غزاله دخپل پلارسره دښکلا یو سالون ته په موټر کي روانه وه چي دسندرو یوه محفل ته تیاری ونیسي.


پولیس وايي چي پرغزاله جاوید ۶ مرمۍ او پر پلار ئې دوې مرمۍ لګیدلی دي .دپولسو مشر وویل چي په وژونکو کي یو دغزالې جاوید مخکنی میړه هم وو چي څو میاشتي مخکي غزاله جاوید طلاق ځني اخیستی وو .


دغزاله جاوید خور فرحت رسنیو ته وویل چي د غزاله جاوید مخکني خاوندجهانګیر او دهغه دوه ملګرو ئې ددې په مخ کي پر غزاله جاوید او ددې پر پلار برید وکړ خودا ددې بریده روغه ووتل .


غزاله جاوید دپښتو ژبي یو خوږ اوازه سندرغاړې او کمپوزره وه چي دصوات دسېلابونه له امله دپېښور ښار ته راغلې وه اودموسیقي دنیا ته یې مخه کړه. دا په صوات کي زیږیدلې وه چي دوه کاله مخکي ئې د جهانګیر سره واده وکړخوڅرنګه چي په ژوند کي نه وه سره خوشحاله نو وروسته یې د پېښور په یوه محکمه د جهانګیر څخه رسمي طلاقه واخیست .


دلراو بر پښتنو هنرمندانو ، لیکوالانو ، شاعرانو او یوشمیر ټولنو د غزاله جاوید وژنه په کلکو ټکو غندلې او دا ئې د پښتو هنر یو نه جبرانیدونکې ضایعه بللې .