کور / د ډيورنډ کرښه / استعمار او د پښتونستان واقعيت

استعمار او د پښتونستان واقعيت

      نوم               :   حفيظ الله امين
      پلار نوم           : خان حبيب الله خان
      زېږېدنه      :     ۱ اګست 1929پغمان د قاضي خيلو کلي
      په خټه             :    پښتون افغان
      تعليم            :     PhD (پي ايچ ډي)کولمبيايونيورسټي،رياست امريکه
      عهدې              :    دکولمبيايونيورسټي اسټوډ نټ يونين مشر ,
      پرنسپل ابن سينا کالج پای تخت کابل ،
      ډائريکټرجنرل محکمه تعليم،
      وزير خارجه،
      وزير اعظم،او صدر افغانستان
      قلمي نوم            :        آباسين
      صحافتي خدمات   :    د شاهي دور 2دوه مخفي رسالې”رهنما “او”جنبش”
      تصنيفات او تاليفات :   1)  ژوري څېړيني 2)  دبرياليتوب راز 3)  انقلابي لار،  4)علمي او تحقيقي مقالې ، 5)مضامين
  6)سټډي سرکلز7) او د نور محمد تره کي، د شاهکارناولونو ديباچې وغيره
      تاريخ شهادت      :              27دسمبر 1979کابل
 
استعمار او د پښتونستان واقعيت
انسان يو متکامل اجتماعي حيوان دئ. او د انسان تکامل د اجتماعي او اقتصادي ژوند پر اساس يو تاريخي واقعيت دئ، چي دغه اجتماعي او اقتصادي ژوند هم په تاريخي جريان کي د محيطي اشياوو دننه دننه د متضادو عناصرو د تعامل محصول دئ او دانسان د اجتماعي ژوند تحولاتو د اقتصادي عواملو تر اغېزې لاندي تاريخي واقعيت اختيار کړی دئ.


 


   انسان اصلاً پاک او آزاد خلق کېږي . محيطي او اقتصادي عوامل دي چي د انسان پاکوالی او آزادۍ ته صدمه رسوي او دانسان په ژوند کي د تحولاتو د ايجاد باعث ګرځي او د تکامل دورې يې يوه په بلي پسې راوستلي دي، ابتدايي انسان د طبيعي عواملو او فردي استثمار په مقابل کي په انفرادي ژوند سره مقاومت ونه شو کړای نو هرومرو يې د داسي ټولنی تشکيل ته مخ کړ، چي د دوی د ژوند مصئونيت پکښې تامين شي. نو وړې کليوالي ټولني يې تشکيل کړې، کله چي په دغو وړو او کليوالي ټولنو کي هم د دوی ژوند اقتصادي ثبات ونه موند او د دغو ټولنو تر منځ تجاوزاتو هم ډېر قوت وموند نو مخ په لويو ټولنو شول او فيوډلي سيسټمونه يې منځ ته راوستل ، چي په خپل وخت کي ډېر مترقي او ډېر مناسب تصور کېدل. البته کله چي فيوډاليزم په قدرت کي واودارتقاسير يې لا په ډېر سرعت مخ په خپل معراج و ، هيڅ ضعيف او معروض په زوال نه تصور کېدو. ځکه په تاريخ کي په خپل وخت او خپل ځای کي واقع و.


 فيوډاليزم Feudalismهم د سرمايو د تجمع، مهاجرتونو، اکتشافاتو او اختراعاتو په ظهور سره مخ پر زوال شو، لکه چي فيوډاليزم د عروج او نهايي قدرت په وخت کي ابتدايي ژوند، غير مترقي او نيمګړی تصور کېده اوهر څه د فيوډاليزم خواته متمايل وه. اوس په فيوډاليزم باندي اعتراضات شروع شول او د زاړه سيسټم خطاب ورته کېده. د فيوډالي سيسټم محلي استحصال او محلي استهلاک مات شو. لويي لويي صنعتي توليدي پروژې او لويي فابريکې اختراع شوې او په کار ولوېدلې. صنعتي محصولاتو د محلي استهلاکاتو څخه زياتوالی پيدا کړ. محلي اومو موادو د فابريکو د جريان له پاره کفايت نه کاوه. همدلته د تور استعماري دېونطفه پيدا شوه. د بشر د ويني تويولو، چورولو، عمومي قتلونو ، کلي او کور ، اوبالاخره د ولسونو د سوځو لو هوس چي په شخصي او فردي ګټو او د نورو په استثمار بنادئ موجوديت پيدا کړ. نو د لويو قدر تونو خاوندانو وغوښتل چي د خپلو فابريکو د مطلوب جريان له پاره ارزانه اومه مواد او د خپلو پخو اومو موادو له پاره ګران بازارونه پيدا کړي او نورو ولسو د ډېرو ټيټو اجورو د کارګرانو په واسطه يې په کار واچوي. نو د نورو په ملک او مليت يې تېری او تجاوز وکړ، اواستعماري تاريخ له همدې ځايه شروع شو.


 استعمار يونو د خپلي آرزو د تامين له پاره له هيڅ ډول خلاف انسانيت کارونه مخ وانه ړاوه. څرنګه چي د دوی دغه آرزو د نورو هېوادو پر حقوقو باندي تېری ونو د هغو هېوادو د ولسونو له مقاومتونو سره مخا مخ شول. په مقابل کي استعماريونو په لويو لويو سياسي او عسکري قدر تونو د نورو ولسونو په سياسي او اجتماعي حقوقو تيری شروع کړ، تر دې پوري چي مطلق نژادي تفوقونه، غلامۍ او له ټولو انساني حقوقو څخه محرومول يې په ډېر افتخار سره رايج کړل.


 انګليس چي د استعمار په تاريخ کي يو خاص موقف لري، او د ډېرو ملتونو له انساني حقوقو نه يې ډېري ناجايزي استفادې کړي دي. ډېر خلک يې ووژل او په ډېرو فجايعو باندي يې خپل تاريخ ننګين کړی دئ ، چي په دې سلسله کي يې پر هند باندي هم تسلط پيدا کړ. د هند قاره د دوی د صنعتي فابريکو د محصولاتو له پاره ډېر لوی بازارو،  د هند قارې چي د دوی له پاره د طلايي ځمکي حيثيت درلود د انګليسانو د عيش او نشاط بازارونه ورباندي تاوده او د بادارۍ او مطلق العنانې نيلی يې ډېر مست او په شهنار و. کله چي دوی د بنارس د پېغلو د تکو اوبدلو په واسطه د خپلو منسوجاتو بازار په هند کي له خطر او زوال سره مخامخ حس کړ نو د هند د ډېرو پېغلو ګوتي يې پرې کړې، چي هيڅ چاته دلږ ابتکار جرئت هم پاتي نه شي. دا يوازي د انګليس د ظالمانه اعمالو مثال نه دئ بلکې د ټول استعماري سيسټم له هويت پخه نمايندګي کوي. استعمار يون يوازي يو هدف لري چي هغه د نورو د زيار، ژوند او کار په واسطه د شخصي منافعو تامينول دي. په همدې ډول د انګليس ملت د ستر استعماري ولس په حيث د مستعمراتو د ولسونو په وينو د خپلو شرابو پيالې ډکولې.


              د هنديانو پر غلامۍ او محکومولو د انګلستان د سرمايه دارانو د اقتدار تاج ډېر لوړ ولاړ و، د هندي مزدورکارو په ډېري لږي اجوري د دوی د هوا او هوس هر ډول وسايل تهيه کېدل. په دې وخت کي چي انګليسانو د هنديانو په ځان او مال لوبي کولې. د پښتنو په لوړو غرو کي د آزادۍ نغمې ږغېدې او د پښتونخوا په فضا کي آزادو بازانو الوتني کولې، انګليسان دې حساس وضعيت ته متوجه شول او وپوهېدل چي دغه دآزادۍ مشعلونه چي د هند په شمال کي په روښانه ډول بلېږي هرو مرو په هند کي هم د آزادۍ وړانګې خپروي. له استعمار څخه ډک لاس يې د پښتو خاوري ته هم را اوږد کړ. سرهله دې چي له امو څخه تر اباسيند پوري ټول ولس پوره يوه پېړۍ له استعمار يونو سره لاس و ګرېوان و او د آزادۍ مجادلو يې دوام درلود نو په ډېر جبر، ډېر خلاف طبيعت او د اقتصادي ګټو د ساتلو د قدرت په واسطه يې د پښتنو له خاوري يوه ټوټه پخپل زړه بېله او په بر تانوي هند پوري وتړله، او دطبيعي افغانستان طبيعي وجود يې د استعمار په خنجر دوې ټوټې کړ او ټول پښتانه يې په دغه مجادله کي اخته وساتل.


              کله چي استعمار له خپل ټول اقتصادي سيسټم سره په تاريخي جريان کي له زوال تازه او له تاريخ سره سمو مجاهدو کي پښتنو ډېره لويه برخه واخيسته، ډېر پښتانه په دې لار کي شهيدان شول. ډېر پښتانه مشران او ځوانان د جيلخانو تورو ښامارانو و خوړل. خو کله چي انګليسي استعمار د هند د خاوري پر ېښودو ته مجبور شوبيا يې هم د پښتون قام پر ټول ولس باندي ډېره کلکه ضرب وارده کړه چي د هند خاوره يې په هندوستان او پاکستان ووېشله، او د انګليس حکومت پخپله د پاکستان تر څنګه و درېده او د پښتنو هغه خاوره چي جبراً يې له خپل اصلي او طبيعي وطن څخه بېله شوې وه قهراً او په ډېر زور سره په پاکستان پوري وتړله .


              انګلستان په دې آرزو کي دي چي سره له دې چي ټول جهان ماد تاً او معناً تغير موندلی دئ بيا هم خپل استعماري منافع تامين کړي او د پاکستان سره د نظامي ډلو او تړونو په ذريعه د نړۍ په دې ګوټ کي خپل سياسي موقف حفظ کړي. خو اوس هغه ماحول او هغه شرايط وجود نه لري، تاريخ استعمار په څپېړه وهلی دئ، هغه تاريخي دوره تېره سوه اوس تاريخ په څټ نه ګرځي، او د هغې زړې وني ښاخونه په هيڅ صورت نه شي ټينګېدای. دا هم واضحه ده چي استعمار پخپله تاريخي دوره کي د کوم مخصوصي سړي او يا مخصوص کام ابتکار نه و، او نه د استعمار دغه زوال په کوم مخصوص سړي پوري ارتباط لري. هغه يوه تاريخي دوره وه او دابله، هغې دورې استعمار وروزه. استثمار د هغې دورې يوه مهمه خاصه وه.


              دغه نوې تاريخي دوره استعمار وژني له خپل زحمت څخه پخپله ګټه اخيستل د دغي دورې مهمه خاصه ده. په دې دوره کي هر څه پخپل طبيعي جريان کي ځای نيسي. غير طبيعي او له محيطي او مادي عواملو سره مغاير عمل دوام نه لري. پښتونستان چي په غير طبيعي توګه له خپل اصلي وجود څخه بېل سوی دئ او د پاکستان يوه برخه ګڼل شوې ده له طبيعت څخه مخالف کار او په غير طبيعي صورت د پښتنو د سالم وجود په جبر سره د دوه ځايه کولو کار دئ.


              نو هر پوه او مفکر سړی چي له علمي تدبير څخه کار اخلي پوهېږي چي انسان آزاد پيدا کېږي، او آزاد بايد واوسېږي، او په آزادۍ کي بايد مړ شي نو که څوک له دغي طبيعي لاري څخه منحرف کړای شي د طبيعت له قانون څخه مخالف کار او په انسانيت باندي يو قبيح تجاوز دئ. او څوک چي له انسانيت څخه مخالف د نورو په اسارت کي خپلي ګټي لټوي او د تاريخ جبر په نظر کي نه نيسي او د نورو له منافعو څخه د ځان له پاره سود او فايدې برابروي په تاريخ کي به د ظالمانو او غاصبانو نسبت ورته کېږي او هغه څوک چي د دغو ظالمانو په مقابل کي مجادله کوي واقعي انسانان دي، او د تاريخ له اقتضاآتو سره سم حرکت کوي. نو د پښتونستان مجادله د پښتنو د دوه ټوټې وجود د درد احساس ، د هندوکش او د سليمان د غره د لمنو، د آمو او اباسين د غاړو طبيعي يووالي حس کول او د هغو له پاره مجاهده کول له انسانيت سره پوره سمون لري او پوره انسانيت دغه مجادله ايجابوي.


              که څوک د تاريخي تضادونو تر رڼا لاندي د پښتونستان مسئله مطالعه کړي هم ويني چي د نورو په وينو لمبېدل او د نورو له ژوند څخه استفاده کول د ملي احساس او خپلو حقوقو د ګټلو او د خپل زيار څخه پخپله استفاده کولو په واسطه زوال مومي او بالضرور د استثمار نابودي او واقعي آزادي منځ ته راځي. د نړۍ اوسني شرايط ټول يو نوي لوري ته ميلان لري چي هغه د استعمار ورک کېدل او له طبيعي او مادي کيفيت سره سم د ولسي واقعيت قوت موندل دي نو هر هغه څوک چي غواړي دغه حرکت محوه کړه د ناپوهۍ څخه سره په دېوال وهل او د سړې وسپني ټکول دي که په رښتيا معقولانه حرکت او رښتنيني واقعيت لټول هدف وي نو د پښتونستان د دغه مصنوعي او غير معقول حال د اختتام له پاره بايد مجادله وشي. غير له دې هر عمل د استعمار يونو دړندو سترګو له عمل سره شباهت لري.


              هو! که د نړۍ عمومي جريان په نظر کي ونيول شي ، که په نړۍ کي د سيسټمو د ارتقا او زوال مراحل او عوامل مطالعه شي، که د نړۍ ټول وقايع تحليل شي، د هر جريان هري مرحلې، او هري واقعي په اساس پوره ښکاري چي هر څه که چي له نوي او متضاد عنصر سره مخامخ شوي دي وروسته له دې چي خپل مراحل يې طې کړي نو ځای يې بل نوي عنصر ته پرې ايښی دئ. اوس چي په نړۍ کي استعمار د خپل عمر د زړښت په مراحلو کي دئ او خپله کمبله ورځ په ورځ ټولوي او د خپل کامل مرګ له پاره ترتيبات نيسي ، پښتونستان هم د همدغي نړۍ جز دئ. د ټولي نړۍ په خير او شر کي برخه لري. هر عمومي وضعيت چي پر ټوله نړۍ راځي دلته هم هرو مرو وقوع پيدا کوي. موږ ټول د نړۍ په تاريخ کي اشتراک لرو. د نړۍ له تحولاتو سره به موږ ټول تحول کوه، په دې اساس د استعمار پر ضد مجادله چي نن په ټول جهان کي په ډېر قدرت سره جريان لري موږ هم حتماً په دې مجادله کي برخه لرو. دا ده چي د هر هغه فرد چي د افغانستان د طبيعي حدودو تر منځ ژوند لري د نړۍ، د بشريت د عمومي خيراو اصلاح په سلسله کي د يو بشر دوست او ملت پرست فرد په حيث په دغي مجادله کي برخه لري او زيار کاږي چي د پښتونستان په خاوره کي زر تر زره دغه غير طبيعي او استعماري حالت ته خاتمه ورکړی شي او پرې نه ږدي چي پښتانه پخپله د خپل زيار او د خپلو مټو په واسطه خپل ځان ته جهان جوړ کړي او هر هغه عمل چي له دې جريان سره مخالف وي له انسانيت سره مخالف او له تاريخ سره مغاير عمل بولي او هر څوک چي دغه مجادله خپله فرضيه نه تصور کوي په انسانيت کي يې نوی نظر کول په کار دي.


              که د پښتنو په خاوره کي نشنليزم وڅېړل شي ، هم پوره ښکاري چي د پښتونستان مسئله د هر هغه فرد له پاره چي د امو او اباسين تر منځ ولس پوري ارتباط لري مهمه تاريخي مسئله ده.


              د فيوډاليزم له انحاط سره سم نشنليزم هم قوت و موند. د فرانس د لوی انقلاب ډېر ښه زېری نيشنليزم ډېر لوی قوت او قدرت و، پښتنو هم په شرق کي ځانته مليت، ځانته هويت، ځانته شهرت او ځانته موجوديت تل حفظ کړی دئ، سره له دې چي د اسلام مبارک دين ته د پښتنو په خاوره کي په ډېره درنه سترګه کتل شوي دي او د ډېرو لويو مجاهدو په واسطه له دغي خاوري څخه ځيني نورو ځايو ته نشر شوي هم دئ خود پښتنو مليت په ټول اسلامي جهان کي د راڼه ستوري په څېر پاته شوی دئ، اوس د پاکستان واکداران په هغه دليل چي تاريخ يې زمانې شاهد دئ د پښتنو په خاوره خېټه اچول غواړي چي د استعماريونوپه حمايت د پښتنو هغه وطن چي پښتونستان (Pashtonistan)نومېږي له منځ څه ورک کړې او د دې مقصد له پاره يې د اسلام له مقدس نامه څخه داسي سو استفاده کړې چي غواړي ټول تاريخي واقعيت غلط ثابت کړي خو غافل له دې دي چي د نړۍ د نشنليزم قدرت که د ژبي، ګډ تاريخ د مخصوصي خاوري، د سياسي موجوديت ، عاداتو او ثقافت د اختلاط او اشتراک محصول وي. زموږ نشنليزم هم دغه ډول ډېر پاخه اساسات لري. د پښتنو مشترک تاريخ، ګډ اقتصادي منافع ، مشترک طبيعي شرايط د دوی د ډېر قوي نشنليزم سر چينه تشکليوي. نشنليزم چي د استعمار پر پيکر باندي ډېر قوي ضربه حواله کوي نو د پښتنو له خواهم دا دئ په استمعار باندي ډېر کلک کلک وارونه کېږي او هر فرد د ملي احساساتو په اسا س او په دې مفکوره او ټينګ ايمان چي دې مسئلې ته په کم نظر کتل او لږ اغفال کول ملي خيانت، د استعمار له محال دوام سره مرسته کول او له تاريخ سره مخالف عمل دئ په ډېر شعوري او مفکرانه ډول د پښتونستان  د آزادۍ له پاره د سرور کولو او نور هر ډول ايثار له پاره ميدان ته دانګلي دي . که په چاښه لګېږي او يا بد ، که د چاخوښ وي او يا نه ، که څوک يې غواړي او يا نه، په هر صورت او په هر حال کي به د پښتنو دې غير طبيعي وېش ته خاتمه ورکوي، پښتونسان به آزاد او د پښتنو په خوښه به آزاد حکومت جوړوي.


              د پاکستان واکداران که نن د استعماريونو له خوا په شاټپول کېږي. که د نورو د آرزو د تامين له پاره خپل هېواد د بادفناله خطر سره مخامخ کوي که د استعمار چيانو د سياسي هدفو له پاره ډېر استعمالېږي. که د نورو په لمسون او يا پخپله خوښه د انسانيت له تقاضا، د تاريخ له جريان، د طبيعت له واقعيتونو څخه مغاير حرکت کوي او غواړي چي تاريخ په څټ وګرځوي او تېري تاريخي دورې د خپل استعمار د قوام او دوام په آرزو له سره نوي کړي نو دا خيال دئ او محال د پښتنو د ټولو هغو کسانو چي د افغانستان په طبيعي حدودو پوري ځان مربوط ګڼي دا ايمان او عقيده ده چي د انساني اقتضاآتو او ملحوظاتو، د تاريخي حقايقو او وقايعو، د محيطي او طبيعي شرايطو او عواملو د نشنليزم او ملي عشق او علاقو په اساس به پښتونستان آزاد وي او پښتانه به پخپله خوښه خپل مقدرات تعينوي.#


ح.ا. آباسين
افغان پای تخت کابل 1958
د کابل مجله