کور / راپور / د انارګل دوديزه کلنۍ مشاعره جوړه سوه

د انارګل دوديزه کلنۍ مشاعره جوړه سوه

نېټه١٣٩٠، ٠٣، ١٩
کندهار افغانستان- په کندهار کي ددې ولايت د شاعرانو ترڅنګ د لر اوبر فرهنګپالاانو او ليکوالانو په ګډون د انارګل دوديزه مشاعره تېره شپه جوړه سوه.
مشاعره تېره ورځ ناوخته د کندهار ښار شمال لوېدېز ته د ارغنداؤ ولسوالۍ د باباولي مزار په غرنۍ تپه کي جوړه سوه چي د شپې تر ناوخته پوري يې دوام وکړى.


په مشاعره کي د کندهاري شاعرانو ترڅنګ د کندهار او هيواد وتلى شاعر ښاغلي عبدالباري جهاني، د کابل او ننګرهار پوهنتونو استاد ، ژورنالست او تکړه شاعر لعل پاچا ازمون، د سهيلي، مرکزي او ختيځ افغانستان ګڼو شاعرانو او د ډيورنډ کرښي هاخوا ميشتو پښتنو ليکوالا او شاعرانو برخه اخستې وه.


کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د مشاعري ګډونوالو ته تر ښه راغلاست ويلو وروسته هغوى ته په خپلو خبرو کي وويل چي دغه ډول بانډارونه او ټولېدني د پښتني او افغاني فرهنګ او او شاعرۍ د پياوړتيا ترڅنګ د ملي يووالي او اتحاد د رامنځ ته کېدلو په برخه کي هم کليدي رول لري او بايد چي ورته نهايت زياته توجه صورت ونيسي.


هغه له ټولو هغو کسانو چي ددې مشاعرې په جوړښت کي يې برخه اخستې او دې مشاعرې ته يې له ليري پرتو ولايتونو او سيمو څخه سفرونه کړي مننه وکړه
تر والي وروسته جلا وطني او پرديس شاعر عبدالباري جهاني د مشاعري ګډونوالو ته خبري وکړې او ټول يې د ادب او فرهنګ د پالني ترڅنګ د سولي او اتحاد لوري ته راوبلل.
نوموړي وروسته خپل څو شعرونه د مشاعرې برخوالو ته وارول چي د ټولو ګډونوالو لخوا په ښه چکچکو او ولولو سره بدرګه سول.


تر هغه وروسته په نوبت سره شاعرانو شعرونه وويل او په منځ کي يې تمثيلي پارچې هم وې چي پکښي د افغانانو په خاص ډول د پښتني سيمو د اوسېدونکو ژوند انځور سوى و.
مشاعره چي د ارغنداؤ سيند پر غاړه د بابا ولي مزار لوړي خواته په ګلونو او درختو پوښل سوي غره کي جوړه سوې وه، خورا په ښه او سرګرم ډول پاى ته ورسېده.
د مشاعرې ډيرو برخوالو په خپل شعرونو کي د ارغند سيند او د انارګل يادونه کول، ډيرو يې د انارګلان د خپل يار له اننګو او شونډو سره تشبيه کړې ول او ډيرو نورو بيا دغه ګل د ميني د رنګ په نوم ياداوه.


انارګل مشاعره هر کال د پسرلي په موسم کي هغه مهال چي په کندهار کي انارګل سي جوړيږي چي ورڅخه د افغانستان ترڅنګ د پاکستان له يو شمېر سيمو هم ادب پال او شاعران ور پکښي ګډون کوي.