کور / راپور / دپوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ د وياړ غونډي راپور

دپوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ د وياړ غونډي راپور

دپوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ په وياړ دعلمى او ادبي غونډې په هکله لنډ راپور


دکليفورنيا په شمال کې دافغاني کلتوري ټولنې په نوښت د هېواد د علمي، ادبي او فرهنګي شخصيتونو د لمانځنې اوعلمي کنفرانسونو دجوړولو په لړ کې څه موده دمخه دافغانستان د پيژندل شوي مؤرخ او د کابل پوهنتون دپخواني استاد پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ د علمى او څيړنيزو خدمتونو په وياړ علمي او ادبي  غونډه جوړه شوې وه.


په دغه درنه غونډه کې د سيمې د علمي شخصيتونو، ليکوالانو، شاعرانو او بيلابيلو افغانى ټولنودمشرانو او استازو  پر گډون ،   د دري سوه  څخه زياتو هيوادوالو، او دلرو او نژدې ځايونه څخه گڼ شمير ميلمنو هم گډون کړى ؤ.


دغې غونډې دتکړه ژورنالست ښاغلى حبيب هوتکي په  کوربه توب  د ماښام له شپږو بجو څخه دشپى تر دولسو بجو  دوام درلود. غونډه لومړئ د ښاغلي جلال واعظى  لخوا د پاک کلام د څو مبارکو آيتونوپه تلاوت  سره پيل شوه. په لومړي سر کې د کاليفورنيا په شمال کې دافغاني کلتوري ټولنې  مشر ښاغلي نصير ياسيني گډون کوونکو ته د هرکلى په ويلو سره د افغاني کلتوري ټولنې په فعاليتونو او دغه لړ کې د پوهاند محمد حسن کاکړ په درناوي او وياړ د جوړې شوې غونډې په هکله خبرې وکړى او ددوې يو نوې چاپ شوې کتاب « پشتون، افغان، افغانستان »يې معرفې او وړاندې کړ.


تر هغه وروسته ډاکټر عبدالرحمن زمانى د سلايدونو په مرسته د پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ په ژوند او آثارو مفصله رڼا واچوله، او د دوې  په برياليتوبونو کې يې ددوې د ميرمنې محترمې مريم جان کاکړ  مهم رول ته اشاره وکړه . زمانى د خپلو خبرو په پاې کې وويل چې زمونږ په  گران هيوادافغانستان کې ستر مؤرخين لکه مرحوم احمد على خان کهزاد، ميرغلام محمد غبار او پوهاند عبدالحۍ حبيبى په شان ستر مؤرخين  تير شويدي . خو کاکړ صيب  يواځينې کس دئ چې په تاريخ کې عالى علمي زده کړې لري،  او پى ايچ ډي يې پکې آخيستې ده،  دوې  د تاريخ  د استادئ دنده هم پر مخ بوولې او د هغو لږو کسانو په ډله کې دئ  چې هم ورته دافغانستان د خارجه چارو د وزارت  د آرشيف او هم دافغانستان  دملى آرشيف د لټولو چانس  برابر شويدئ، د انگلستان د بريتانوي هند آرشيف خو به لا نه يادوم . او تر ټولو مهمه لا دا چې اوس خو د مستبدو او مطلق العنانه رژيمونو د تهديد او سانسور  ويره هم نشته، نو ځکه  زه په داسې حال کې چې دوې ته دروغ صحت، او اوږد ژوندغوښتنه کوم، هيله لرم چې په نژدې راتلونکې کې د دوې په قلم د افغانستان  دمعاصر تاريخ  په  ډيرو  پټو ساتل شوو پاڼو او تيارو برخو رڼا واچول شي .


د غونډې بل وينا وال  په سن هوزې کې د کاليفورنيا د ايالتى پوهنتون  رئيس   ښاغلې محمد همايون قيومي وو، چې دخپل پوهنتون په استازيتوب يې ډاکټر کاکړ ته  د تاريخ، ښوونې او څيړنو  په ډگر کې ددوې دهلوځلو او خدمتونو په درناوي يو مننليک هم ورکړ.


ډاکټر قيوم کوچي د تاريخ ليکنې او مؤرخ په هکله او اهميت مفصله وينا وکړه او د دخپلې وينا په يوې برخې کې يې وويل چې ډاکټر کاکړ يو ملي شخصيت دئ چې د تعصب نه مبرا او تنگ نظري نلري، ليکنې او څيړنې يې پراخ بنسټ لري او آفاقي دي، او خپل تاريخي رسالت يې سرته رسولې دئ .


ډاکتر سيد عبدالله کاظم د خپلو خبرو په ترڅ کې د پوهاند ډاکټر حسن کاکړ په هکله وويل چې «عمر خود را در راه علم، در راه تحقيق و آن هم در راه موضوعات کشور عزيز صرف کردند، آثار زيادى نوشتند. براى ما جاى بسيار افتخار است که امروز چنين شخصيت هاى را در کنار خود داريم، و جاى بسيار تأسف است که امروز اين شخصيت ها دور از وطن در عالم مهاجرت به ياد وطن نوشته ميکنند، بدون آنکه گفتار و نوشتار شان کوچکترين اثرى بر سرنوشت وطن داشته باشد. بهر حال افغان ها وطن  خود را دوست دارند ولو که بروى اجبار به بيرون آمده ولې در هر ساحۀ که توان داشته اند چه  با قلم، يا زبان يا اگر کمک کردند، اگر يادى از افغانستان کرده اند نشانى از حب وطن است.


په دغه غونډه کي د کاناډا څخه راغلي ميلمه ښاغلي محمد حسن سهاک د پوهاند کاکړ سره دديرشو کلونو پيژندگلوۍ په اساس ددوې په شخصيت، آثارو او افکارو رڼا واچوله، د برکلي دپوهنتون زده کوونکي  شايسته زماني په انگريزى ژبه  د پوهاند کاکړ «پر افغانستان  د شورويانو ديرغل او افغانانو د غبرگون » کتاب وڅيړه،   د کابل پوهنتون  دښوونې او روزنې د پوهنځي پخوانۍ استادې ميرمن تورپيکۍ حيدري  د ډاکټر کاکړ د «وطن ته يو سفر: طالبان او اسلامي بنسټ پالنې» په کتاب تحليلي رڼا واچوله، ښاغلي مصباح ياسيني  په انگريزي ژبه دپوهاند کاکړ پر يوه بل کتاب «د امير عبدالرحمن خان په عهد کې د افغانستان حکومت او ټولنې  » پر کتاب خبرې وکړى. بيا ښاغلى محمد نسيم سليمى د پوهاند کاکړ پر يوه بل انگريزي کتاب چې د ده تر ژباړنې لاندې دئ، رڼا واچوله .


دغونډې يو بل وينا وال هم دپوهاند کاکړ نژدې ملگرى ډاکتر فضل احمد عبدياني وو، چې په  خورا په زړه پورې توگه يې د ډاکټر کاکړ  پر شخصي، کورني او ورځني ژوندانه رڼا واچوله .


دغه پرتمينه غونډه د سيمې د مشهورو شاعرانو ښاغلو انجينير وکيل متين، حامد الوتاند، کاظم بيمار او تيمور شاه په خوږو اشعارو لا رنگينه شوې وه.  غونډې ته د پوهاند کاکړ ميرمنې محترمې مريم کاکړ هم وينا وکړه او د خپلو خبرو په ترڅ کې يې هغو سختو-   تنگو ته هم اشاره وکړه چې په افغانستان کې د شورويانو د لاس پوڅي رژيم په دوران کې ددوې کورنۍ ورسره مخ وه  او د پلچرخي په زندان کې يې  دپوهاند کاکړ ژوند په خطر کې اچولاې وو.


 دغې غونډې ته گڼ شمير پيغامونه هم رارسيدلي وو چې په هغو کې د    اتريش   د   ويانا    د  ښار  څخه  د ښاغلي عبدالحفيظ   مليار  شعر، د آستراليا څخه دښاغلي عبدالحى گربز صافي، ښاغلي حاجي ولي محمد ( ګلستان)، د سويډن څخه د  کانديد اکاډميسين محمد اعظم سيستاني  پيغامونه د يادونې وړ دي .  او دپروفيسور سيد خليل الله هاشميان پيغام هم رارسيدلې وو، چه د ميرمن ماهروى هوتکي  لخوا ولوستل شو.


پوهاند کاکړ دغونډې وينا والو او گډون کونکو ته د تشکر او مننې په ترڅ کې وويل چې ددغې مهربانيو او ستاينې ځواب په الفاظو کې نشي اداکولې . دا قدرداني د علم څخه قدرداني ده ، ده چې څه کړي دي ، د هغو مرستو ، کمک او مهربانيو په مقابل کې چې ټولنې يې ورسره کړيدي، هيڅ هم نه دي . ده درويشت کاله ددغې جامعې په پيسو او حکومت په مرسته تحصيل کړيدئ . ده زياته کړه چې  متأسفانه  مونږ ونشوکړاى په افغانستان کې پاتې شو او خدمت وکړو. پوهاند کاکړ په ټولنه کې د علم دزده کړې او عالم تأثير ته په اشاري سره افغاني ځوانان تحصيل ته تشويق کړل  . ده زياته کړه چې که شاهي مشروطه دوام کړې واى نو اوس به دافغانستان حالت داسې نه واى . ده وويل چې غټه هيله يې داده چې د افغانستان چارې د تحصيل کړو خلکو په لاس کې وي چې دهيواد منابع دخلکو د ژوند د ښه کولو دپاره په کار واچوي .


دښاغلې کاکړ د درناوي دغونډې بله برخه هغه ته د برابرشوو ستاينليکونو او تحفو ورکول وو. دغه پرتمينه غونډه تر ډوډۍ وروسته د هيواد د تکړه سندرغاړي  انجينير ايشان مومند په خوږو غزلو او سندرو  پاې ته ورسيده چې  د تبلې په برخه کې ورسره ښاغلي توريالي هاشمې مرسته کوله .