کور / کتابتون – اسلام او مذهب / لراوبر کتابتون : د مولوي عبدالهادي حماد “د اصحابانو کیسې” اثر پر لیکه سو

لراوبر کتابتون : د مولوي عبدالهادي حماد “د اصحابانو کیسې” اثر پر لیکه سو

خطبه اوتمهيد


نحمده ونصلي ونسلم علي رسوله الکريم واله وصحبه واتباعه الحماة للدين القويم .


امابعد : دالله ديوه سپېڅلي بنده حضرت مولاناعبدالقادررائپوري امر ماته په سنة ١٣٥٣ هــ ق کي وسو چي زما سره احسان کونکى اوزما تربيت کونکى دئ ( امر يې داصحابانو په اړه وو) چي زه داصحابانو په اړه څو کیسې وليکم په ځانګړي ډول دلږ عمر لرونکو اصحابانو . اود ښځو دديندارۍ څه حالات په اردو ( دژباړي وروسته په پښتو) ژبه وليکم ځکه کوم کسان چي دکیسو شوقيان دي هغه ددې پرځاى چي ديوې اوبلي خوا ددرواغو کیسې اوري که داکیسې واوري نو ددوى ددين دترقۍ سبب به جوړسي . 


          ښځي چي دشپې کوچنيانو ته ددرواغو کیسې کوي که دغه کیسې وکړي دماشومانو زړونه به داصحابانو دميني ډک سي ددوى درنښت اوعظمت به يې په زړو کي راسي ديني کارونو ته به يې مينه پيداسي .


         زما لپاره دغه امر منل يولازمي کار ووځکه زه دده په احسانو کي ډوب وم بل داچي دالله ددوستانو رضا ددواړو جهانو دکاميابۍ سبب کيږي خو دخپلي کم علمۍ په وجه مي زړه نه سواى کولاى چي دده مبارک دخوښۍ سره برابر دي دغه کار وکړم. څلور کاله دغه امر ماته تکرارېدى زه دخپلي نه وړتيا څخه شرمېدم دوخت په تېرېدوسره په سنه ١٣٥٧ هـ ق کي دصفري په مياشت دماغي ناروغي راپېښه سوه دکار څخه منعه سوم فکر مي وکړى چي دغه خالي ورځي که پدې برکتناکه کار ولګوم ښه به وي ځکه که زما دغه پاڼي ونه منل سوي نو بوختيا خو به مي په يوه برکتناکه کار کي وي .


پدې کي شک نسته چي دالله ددوستانو کیسې اوددوى حالات ددې وړ دي چي سړى تحقيق اوڅيړنه پکښي وکړي اوسبق ځني حاصل کړي په ځانګړي توګه د اصحابانو حالات چي الله دخپل خوږ رسول دملګرتيا لپاره خاص کړي دي .دوى مبارکان ددې حقداره دي چي تابعداري يې وسي . ددوى پرته دالله ددوستانو په بيان سره دالله رحمتونه نازليږي .  د بشپړ متن لپاره دلته کلیک وکړئ !





د کتاب پېژندنه :
*******************************************
د کتاب نوم                                                              :داصحابانو کیسې
ژبــــــــــاړن                                                                       : مولوي عبدالهادي حماد
کمپوز                                                                 :  په خپله ژباړن
د پښتۍ طرحه او انلاین چاري            : مختار احمد احسان –  د لراوبر کتابتون www.Larawbar.com










 د کتاب  د لوستلو او ډاونلوډ لپاره دلته کليک وکړئ   د کتاب د ډاونلوډ لپاره دلته کليک وکړئ  size = 1.97 MB     


 




 يادونه ::: دا  کتاب د pdf  په بڼه جوړ سوئ دئ، که يې پروګرام (Adobe Reader) نلرئ دلته يې ډانلوډ کړئ !