کور / سپورټي / سترګه (Oculus )

سترګه (Oculus )

د الماني د رغتيا ئي کتاب او ويکيپيديا نه :
        
سترګي د انسان د پنځو حواسو څخه یو ډېر مهم حس دی . سترګي دمخ په دو کندو کي تر تندي لاندي ځائ لري . سترګي  د دو زېږمو (کښته، پورته) په مرسته چې باڼوګان ورباندي دي ،د دوي په رپېدو سره ساتل کېږي . بر سېره  پردې چې سترګي په ځانګړي توګه د ليدو کتو او لېمو لپاره دي؛ خو سترګي په مخ کي د انسان  د ښکلا، ښایست او زړه  وړو او میني لپاره هم ستر رول لوبه وي .
سترګي په یوه وازګین  ځائ کي پره تې دي . بهرنې خوا د سترګو په شپږو وړکو د عضلو په سپڼ سيو سره داسي تړلي دي، چې بېله کومه ربړه هري خواته په ډېره آسانتیا سره خوځېږي . په ليدو کي دواړي سترګي په ګډه آغېزه لري .





د سترګي جوړښت :           
د سترګي غټی چې په لاتیني ورته (Bulbus oculi) وائي، دغه فورم  یو زيږ کلک پوټکی چې  په لاتینې ژبه ورته (Sclera) واي جوړه وي . دغه زيږ کلک پوټکی پر یوه ښیښه ئي اوبړین جسم  (corpus vitreum)باندي راتاو سوی او ټینګ ئي نیولی دی . د دغه زیږ کلک پوټکي سره د سترګي سپین پوټکی چې دایو سپین شفاف پوټکی دی دسترګي د مخ خواته  سپین ښکاري، سره پیوند دی . د زیږمي دننه سور لوند پوټکی دی، چې د زیږمي څخه بیا د سترګي د سپین تر څنډي پوري  اوپر شا او خوائي را څرخېدلی دی . څه لوړ تر سترګي د وریځي سره دټېک خواته د اوشکو ځائ سته،چې واړه مرغړي ئي اوښکي جوړه وي  کله چې زېږمه رپېږي په اوښکو د سترګي ټول غټی (Bulbus oculi) لندیږي . په دې ګون سره سترګه تل لنده ساتل کېږي . د سترګو د کونجانوسره  و پزي ته نږدې  وړوکي  رګونه سته،چې دهغو  په مرسته  د سترګي نوري اوبه د پزي تشو ځایو ته وربهه وي  . دغه اوبه د سترګي د سپین لیده سمه وي او چټکتيا ورکوي، پره دي توکي له سترګي نه ایسته کوي، سترګه تل تازه ساتي او مکروب ایسته کوي .
د سترګي سپین پوټکی څرنګه چې شفاف دی د سترګي پر تور کړۍ چې په یوناني ورته (Iris) وائي غوړېدلی .  د سترګي د تور پوټکي او سپین پوټکي ترمنځ یو خالي ځائ سته، چې اوبه پکښې شته؛ دغه اوبه د وړکو رګونو په مرسته  د وینو رګو ته ورځي . په دغه تش ځائ کي د اوبو جوړېده او د اوبو بهېده په سم توازون سره  کار کوي، چې د سترګي دننه فشار ثابت پاته سي .    د سترګي تور  (Iris) لکه یوه کړۍ چې منځ ئي سوری وي دسترګي پر کسي باندي پرته ده . د دغي کړۍ دسوري څخه کسی  په انګلیسي ورته (lens)وائي ښکاري .دغه سوری  د رڼا پر مهال ځان وړوکی کوي او د تیارې پر مهال ځان غټه وي . ودغه ځائ ته د سوري  په لاتیني (Pupille) یاني دلیدو سوری وائي .  دغه کړئ او کسی دواړه یو پر بل باند پر یوه ښيښه ئي اوبړین غټي  په لاتیني  ورته                          
(Corpus vitreum)وائي، ټینګ پاراته دي .           
د سترګي جالیز پوټکی چې (Retina) ورته وائي  د سترګي له دننه خوا څخه د سترګي پر اِحساسي هجرې ا و پر اوبړین ښیښه ئي غټي باندي کلک  را چأر پېر دی .
د ټول پوټکو پاي لکه نري تارونه  سره يوزاي کېږي  اومنځ ئي خالي دی،چې دسترګي د ليدو عصب پکې تېریږي  . دغه ټوله  بیا  د سترګي د غټې و شاته پراته دي .  

اخستونځي : د الماني روغتیائي کتاب او ویکیپېدیا څخه