کور / راپور / بلجيم : د ارواښاد اجمل خټک او شهيد بابي يادغونډه جوړه سوه

بلجيم : د ارواښاد اجمل خټک او شهيد بابي يادغونډه جوړه سوه


اروپامیشتو فرهنګیانو نن  ۲۶ فبروري ۲۰۱۰په بلجیم کې د ارواښاد اجمل خټک د مړینې له کبله غونډه جوړه کړه.


دا غونډه چې په بلجيم کي د افغان ادبي بهير مرستيال انجنير سيد حضرت سادات له خوا پر مخ بېول کېده، د حاجي ډاکټر قاسم همت له خوا د قرآن عظيم الشان د ايتونو په تلاوت پرانستل سوه .


په دې غونډه کي چي دانګلستان ، بلجيم ، هالنډ اوجرمني دکلتوري ټولنو  استازو او يو شمېر نورو فرهنګيانو ګډون کړی و، داجمل خټک، تر څنګ د کندهار د اطلاعاتو او کلتور د ریس عبدالمجید بابي او د اسدالله دانش ساپی د ځوانیمرګ زوی حسیب دانش ارواحو ته هم د مغفرت لاسونه پورته شول.


په یاده غونډه کې ګډون کوونکو د اجمل خټک او عبدالمجید بابي د ژوند لیکونو ترڅنګ ددوی د ژوند او خدمتونو په اړه خبرې وکړې .



په پيل کې د بلجیم د افغان کلتوري بهیر مشر حاجی محمد امین باوري  وویل: ( موږ  نوموړې غونډه د ارواښاد اجمل خټک د مړینې له کبله او د هغه پاک روح ته د دعا لپاره جوړه کړې وه، خو  زموږ دا غونډه لا نه وه جوړه  چې د عبدالمجید بابي او حسیب دانش د مړینې خواشینونکی خبر مو هم واورید،  د شهید مجید بابي د وژنې مسولیت که هرې سیاسي ډلې په غاړه واخیست خو زموږ لپاره بابی هغه استخباراتي کړیو وواژه  چی زموږ د کلتور پرمختګ د دوی د شومو موخو په مخ کې خنډ ګرځي.)



ورپسې په هالنډ کي د سلام فرهنګي ټولني مشر  پوهنوال  رسول باوري د اروا ښاد عبدالمجید بابي په اړه وویل چې شهید بابي خپل ټول ژوند د پښتنو او پښتو ادب په  چوپړ کي تېر کړ، باوري د هغې خاطرې یادونه هم وکړه چې څنګه یې د دوی په یوه ټلیفوني غوښتنه  په کابل کي  پښتو نړیوال کنفرانس ته راروان میلمانه له سپین بولدک څخه  تر کابله او بیرته تر سپین بولدکه په ډیر قدر او عزت ورسول او د دوی پالنه یې وکړه.



د غونډې بل ګډونوال ښاغلي اکبر کرګر وویل چې د ارواښاد اجمل خټک کار او زیار د نه هیرېدو دی، خټک د یوه نسل ترجمان و،  نوموړي وویل د ارواښاد خټک د غیرت چیغې یو نسل وروزه.


ډاکټر ماخان میږی شینواری وویل: ( خټک پر پښتنو او پښتانه پر خټک مین وو، خټک د خپلې  دې مبارزې لپاره زندانونه تیر کړل خو له خپل هوډه ونه ګرځید، خپل یاد یې په خپل شعر کې ژوندی پریښود او تل به زموږ په زړونو کې ژوندی وي.)



په اروپا کې د افغاني کلتوري جرګو مشر  ښاغلي زرین انځور د خپلو خبرو په یوه برخه کې د بلجیم افغان کلتوري بهیر څخه مننه وکړه چې د خدای بخښلیو په یاد يې غونډه جوړه کړه، ښاغلي انځور دارواښاد اجمل خټک د زده کړو په اړه رڼا واچوله او زياته يې کړه چي ارواښاد  له ديني زده کړو نيولې په پارسي ادبياتو کي د لسانس تر کچي زده کړي وې . نوموړي د ارواښاد خټک شعر د ملي شاعرۍ غورچاڼ وباله او زياته يې کړه چي اجمل خټک د پښتون قام د ازادۍ لپاره شعر د شعار او شعار د شعر تر کچي ووايه  او دده شعر د ډيرو پښتنو لپاره د پوهيدني وړ و .




وروسته د غونډي چلوونکي ښاغلي انجنير سيدحضرت سادات د ارواښاد خټک شعرونه ولوستل او په پای کي حاجي  ډاکټر قاسم همت د ارواښاد اجمل خټک د ژوند او سياسې مبارزې په اړه تر لنډو خبرو وروسته ، د نوموړي په ګډون د ارواښاد شهيد بابي او افغان فرهنګپال اسدا دانش د زوی حسيب الله دانش  ارواحو ته ددعا په ويلو غونډه پای ته ورسوله .





 ددې غونډي ويډيوي راپور وروسته پرليکه کيږي .