کور / کتابتون - هنر او ادبيات / د آغلې آرینزۍ (د هیلو غوټۍ) شعري ټولګه پر ليکه شوه

د آغلې آرینزۍ (د هیلو غوټۍ) شعري ټولګه پر ليکه شوه

د آغلې ويدې آرينزۍ انلاين شعري ټولګه ـ د هيلو غوټۍد کتاب ځانګړني :

د كتاب نوم : د هیلو غوټۍ
ویناواله : وحیده “آرینزۍ”
کـــــچه: ۱۳.۵ په ۲۱.۵ سانتي متره
د چاپ شمېر : ۲۰۰۰ ټوکه
د چاپ كال : وری ۱۳۸۶ لمريز کال
د چاپ او خپرېدلوځای : الازهر خپرندويه ټولنه
انلاين چاري : مختاراحمد احسان – www.Larawbar.Com

© د چاپ بشپړ حق خوندي دي

سريزه

شاعري مصوري ده، انځورګري ده، عكاسي ده او د لفظونو سحرګري ده او جادو ګري. سحرګري او جادو ګري مې ځكه ورته ووې چې انځورګري او عكاسي يوازې د ظاهر عكس اخلي، د ليده كېدونكي څيز عكس اخلي او برسېرن عكس اخلي، خو د شعر توري هر څه انځورولى شي، پټ او ښكاره مكنونات او تصورات ټول پكې انځور كېږي، ټول پكې رانغښتل كېږي، ټول پكې را غونډيږي او ټول پكې راوړل كېږي نو ځكه د شعر عكاسي، د شعر انځور ګري ډېره بشپړه، ډېره رنګينه، ډېره مهينه او ډېره حسينه وي.
شاعر د ژبې توري او لفظونه را اخلي توږي يې، صيقل كوي يې، روڼوي يې او بيا يې د شعر په رنګين مزي كې داسې سره پېيي چې هم ځلا لري، هم ښكلا لري، هم بقا لري او هم دوام.
له دې سره د شعر چينه د طبيعت او الهام له منبع نه خړوبيږي، له پېښو او حادثو نه شور او ځوږ تر لاسه كوي او له احساس نه خوند او رنګ. شعر د ژوند يوه حساسه، باريكه، نازكه او لطيفه برخه ده، د پېښو او حادثو له پاره ځانګړى تعبير لري، ځانګړې ژبه لري او ځانګړى تصوير. څومره چې پېښې درنيږي همدومره شعر نازكېږي او سوی يې زياتيږي.
پښتو شاعري زرګونه كلونه عمر لري، په ځانګړې توګه زموږ اولسي شاعري او زموږ لرغونې شاعري نېغ په نېغه له ويدي او اوستايي سندرو څخه را نښلېدلې او را زېږېدلې ده. په ويدي او اوستايي دورو كې هم نارينه ؤ او هم ښځمنو په شاعرۍ كې ګډه ونډه درلوده. په پښتو شاعرۍ كې هم له هماغه پيله نارينه ؤ او ښځو ګډه برخه درلودلې. حتىٰ په اولسي شاعرۍ كې د ښځو ونډه درنه هم ده.
د پښتو ادب د اوږده بهير په روان يون كې آغلې وحيده آرينزى هم يوه ځوانه، حساسه، با درده او با دركه شاعره ده چې د شاعرۍ غوټۍ يې په يوويشتمه پيړۍ كې خوله سپړلې. دې د غزل شاعري كړې، د غزل شاعري د شاعرۍ تر هرې څانګې نازكه، باريكه او تنكۍ وي، خو څرنګه چې د دې په وخت كې افغان ولس ته درانه غمونه پراته وو بلكه دا په خپله د هېواد د لويې غميزې د اور، وينو، وېرې او وير په غېږه كې لويه شوې او له درك سره يې د هجران او هجرت غېږې ته لوېدلې او د دې شاعرۍ له همدې خونړيو او دردونكو پېښو نه رنګ اخيستى، د مينې د نغمو تر څنګ يې د غزل په نازك بدن د هجر او پرديسى درنې نغمې هم ښكاري، د آزادۍ له تلوسو سره يې د شيادانو او صيادانو د مكارۍ وسوسې هم د شعر په نازكو پاڼو سيورى غوړوي او د شعر غاټول د سينې داغونه يې نور هم توروي او پخوي.
ځوانه شاعري ډېره پخه نه وي، خو سوز او حرارت يې ډېر زيات وي بيا په ځانګړې توګه د بېلتون او پردېسۍ شاعري ډېره اورنۍ او سوځوونكې وي.
د آغلې آرينزۍ په شاعرۍ كې ځوانې هيلې، تنكۍ آرزوګانې، د ژوند آرمانونه زموليدلي او مروړل شوي دي، خو دا د يوې غيرتي پښتنې په توګه نهيلۍ ته نه تسلميږي او وروستي بري او پر ټولو ستونځو د لاسبرئ ډاډ يې د زړه او ايمان رڼا ده او د روښانه سبا زيرى.
ما د ګرانې آرينزۍ له شاعرۍ نه ډېر بيتونه را ټول كړي وو چې بېلابيلې تبصرې پرې وكړم، خو ومې نه غوښتل چې ستاسو درنو لوستونكو د ذوق مخې ته دېوال شم نو ځكه خپلې خبرې د دې په دې سپيڅلي احساس راغونډوم :

نصيب مو دې كفن شي، لوپټې كه را نه ځې
جذبې د پاكې مينې پښتــــــنې كه را نه ځې
بهتر به وِي چې غوڅ شي د رقيب په پڅه توره
دا ســر كه پاتې كېږي او شملې كه را نه ځي

په درنښت
حبيب الله رفيع
كابل، پروان مېنه-تله ۱۳۸۴





د پيوستون جرګې

څنګه به وياړ نه كوم زړګى چې زه پښتــون لرم
خاورو كې به پروت يم، خو دماغ د افلاتون لرم
ته به راته وخانـــــــدې، زړګى به دې دا نه مني
زه به درته وښيـــــم چې مينـــه د مجنـــون لرم
وغزوه دار دې د آســـــمان تر سينــې پورته كړه
نه وېرېږم، ســر كې د منصور غوندې جنون لرم
لـــــرو بر زما دی، يود پلار بل د نيکـــه وطن
ورانــه خو په فکـــر کې نقشه، زه د بېلتون لرم
ټول به سره يو كړم، كه په لر دي كه په بر پراته
زړه كې چې خبرې زه ستر خوشحال د يون لــرم
ورانې كړه، ويجاړې كړه، د ژوند لارې مې ګرانې كړه
فكــر مې رسـا دى، هرې ستونزې ته سمون لرم
نه منــــم زاهـده ســــتا اوږدې زړې خـبرې نن
زه نوې زلـــمۍ يــمه، د نوي ژوند مضـمون لرم
بيا مې تيار كړى (وحيدې) لښكر د اوښــكو نن
لېـــږم يې هر لوري ته جـــرګې د پيوستون لرم
۲۰۰۵- د مارچ ۲۷
دوتين خم- هالند

څوک څنګه او څوک څنګه ؟
څوك يې په زرو خرڅوي، څوك په لوټونو وطن
څو ليوني دي، چې ســــاتي نـن په ســـرونو وطـن
څوك يې په خپله ورانوي، څوك يې په بل ورانوي
څوك يې په وينو لمبوي، څوك په زخمونو وطن
څوك يې د سر په بيه ســاتي د پردو له بلـوســـې
څـوك يې په خپلـو لاســـو سيزي په اورونو وطن
څوك يې ښايســت ته سره ګلونه لــر او بـر لټوي
څوك يې په كـندو بدلوي، څوك په قبرونو وطن
څوك (وحيدې) ستا په شان اوښكې ورته تل بهوي
څوك دي خوشــاله چې ډوبيږي په غمــونو وطن
۲۰۰۵-مارچ ۲۶
دوتين خم – هالند

غزل
په نصيب كې مو ليكلې د غمونو زنده ګي ده
كـه وختونو ډالۍ كړې د غمونو زنده ګي ده
په دسـتور د زمانې كې د زړګي له هيلــو پرته
لباسي غوندې بې خونده د رسمونو زنده ګي ده
د حالاتو په پنجره كې، په زخمي زخمي سينه مې
بې طبيبه، بې درمـــانه، د دردونو زنده ګي ده
قلـــم شوي په خنجــر دي د بلا هــيلو تر څنګه
تـــــرهيدلې پرېشانه مو د زړونو زنده ګي ده
وروي چې پرې وګړي د نفرت له سترګو غشي
سره په وينو کې پرته د پرهـرونو زنده ګي ده
ته به څنګه كړې خاموشه (وحيدې) دغه لمبې اوس
چې شعور مو پكې سوځي، د اورونو زنده ګي ده
۲۰۰۵- د مارچ ۲۵
دوتين خم- هالند

غزل
زموږ د كلي په كوڅو كې، غمازان دي ډلې ډلـــې
ګرځوي تورې لاسو كې، غمازان دي ډلې ډلـــــې
نن يې بيــــا تړلې ملا ده، د تنكـــي زلمي سينې ته
ورنه وړي وينې پيالـــــو كې، غمازان دي ډلــــې ډلې
دا فريـــــاد د بورو ميندو چې رسېږي نه آسمان ته
بندوي چيغې سينو كـــې، غمازان دي ډلې ډلــــې
هر يو ګل چې سر كړي پورته، اړوي په هغه خاورې
رژوي يې په غوټو كې، غمازان دي ډلـــې ډلې
يوله بله سره وژني، دوه سكه وروڼو ته ګورئ
څه وحشت دې پښتنو كې، غمازان دي ډلې ډلې
وريځ راغله د غمونو، څاڅكي څاڅكي بارانونه
جوړ سېلاب دى په لېمو كې، غمازان دي ډلې ډلې
مرور ښكلى آشنا دى، (وحيدې) لاس پرې را خور كړه
ژوند مو تير كا په ګيلو كې، غمازان دي ډلـــې ډلـــې
۲۰۰۵- د مارچ ۲۲
دوتين خم-هالند

د علامه عبد الشكور (رشاد) بابا له پاره مرثيه

زمونږ د زړه د اوښكو له بارانه سره ولاړې
معصومې تلوسې دې له ارمانه سره ولاړې
حاجت به په محشر کې د پوښتنې درته نه وي
قسم چې بې ګناه وې له ايمانه سره ولاړې
شېبې مو د ځوانۍ نن د ژوندون په مست ساحل کې
څپې د سمندر شوې له توپانه سره ولاړې
تم كړې مو كلونه وې پردېسې نيمې ساوې
سحر وختي د چيغې د آذانه سره ولاړې
خبرې (وحيدې) زموږ د لوى بابا (رشاد)
نن ملې شوې او د مړو له كاروانه سره ولاړې

غزل
راځئ چې سره يو نن لر او بر شو پښتنو !
را ټول به د وحدت په يو ټغر شو پښتنو
د ظلم په آسمان كې به تيارې شي وركې ورکې
كه مونږه بس يوازې رڼا لمر شو پښتنو
ځواب به استبداد ته د اغيار، په علم وركړو
كه مونږ د علم او پوهې سمندر شو پښتنو
كلونه مونږ ويده وو، ټول ويده د مرګ په خوب
راځئ! چې مونږه نن ويښ په خيبر شو پښتنو
څوك كوز او څوك په بره، څوك په غرو او څوك په سمه
که ټول شو سره يو، نو به لښكر شو پښتنو
تيار به ورته كېنو كوز او بر د غليم وار ته
سينې به ورته نيسو مونږ به سپر شو پښتنو
غمونو ته به شا كړو، تورتمونه به لږ هير كړو
خوښي به را پخلا شي که اختر شو پښتنو
ته پوه شه (وحيدې) د رقيب تنګ زړګی به وچوي
يو بل ته كه په مينه د زړه سر شو پښتنو

د جهاني صاحب پر پل

(پر دې لار به رويباره زما آشـــــــــــــنا كله راځي)
(خدايه ړوند شومه په سترګو ديدن بيا كله راځي)
(جهاني)

غمونه راته راشي خو خندا كله راځي
د ژوند تورو تيارو ته مو رڼا كله راځي
بليږي پرهرونه د زخمي زړګي په غېږ كې
يا ربه! زمونږ خوا ته مسيحا كله راځي
په تمه سپينی روځې د ځوانۍ مو تورې شپې شوې
رويباره په دې لاره به آشنا كله راځي
وختونه د ځوانۍ، د ګودر غاړه پېغلې نجونې
پوهېږې؟ راته وايه هغه بيا كله راځي
څه تمه ترې كېداى شي د ظالم كاڼه آسمان نه
معراج د ارمانونو به زما كله راځي
۲۰۰۵- د جنورئ ۱۵

ته د درد او غم له بيابانه بې خبره يې
زړه نه لري ځكه له جانانه بې خبره يې
موږ ته خو لږ ګوره، تورو ورېځو لاندې كړي يو
سترګې دې روڼې کړه، له بارانه بې خبره يې
ټول عالم يې ويني چې وحشت تار په تار كړی دی
ته يې چې له دې څېرې ګرېوانه بې خبره يې
پاڅه قدم واخله لور په لور نن تماشې وكړه
لا په كور كې پروت يې له جهانه بې خبره يې
ته ورپسې كاڼي ګرځوې د مينا دښته كې
دلته چې ګرځېږي له شيطانه بې خبره يې
ته چې (وحيدې) ورنه نن تمه د انصاف كوې
ښكاري له ظالم كاڼه آسمانه بې خبره يې

۲۰۰۵-جنوري ۱۳

نن چې يې ذكر د خمار په افسانو كې نشته
لكه چې خوند ساقي دا ستا په پيمانو كې نشته
شپه ده، مستي ده، خوشالي ده، هم ساقي هم ساغر
ډېوې دي بلې خو جنون په پروانو كې نشته
د ليونو په ټولي ګډ تر سر د داره ځي خو
د ليونتوب نښې چې نن په ليونو كې نشته
پراته په غر دي كه په سمه لر او بر خو آشنا
دا به منې چې بې ننګي په پښتنو كې نشته
چې مين زړونه مو جلا په لر او بر وويشي
داسې طاقت خو د رقيب په زولنو كې نشته
دا چې نن ټول منډې وهي پردو سندرو پسې
لكه چې خوند مو لا په خپلو ترانو كې نشته

د مينې په اور سوځي، په انګار دي ليوني
جنون ورسره مل ګرځي، په دار دي ليوني
پوښتنه د ښايست د مينې ناوې ترې ونه كړئ
په بريد نن په مورچلو د اغيار دي ليوني
د پېغلو په ګودر د مازديګر كيسې شوې وركې
ورغلي نن ديدن ته په مزار دي ليوني
خرڅيږي هم، لوټيږي هم د ښكلو په بازار كې
نن حسن او حيا دواړه په بازار دي ليوني
نه مينې شوې سندرې، نه غوټۍ پرانيستې غېږې
معصوم عاشقان ځكه د بهار دي ليوني
په ظلم او ستم د دې ياغي زمان له لاسه
غاټول غوندې په زړه پرهار- پرهار دي ليوني

بس تښتم له ژوندونه خپله ساه درته پرېږدم
نور څه غواړې له ما نه دا دنيا درته پرېږدم
ستومانه شوم، حيرانه شوم د ژوند په حوادثو
پرون روځ، نن ماښام، سحر صبا درته پرېږدم
رقيبه! مخ دې تور شه ورځه درومه خوشالېږه
د زړه تخت نړيدلى، شهنشاه درته پرېږدم
ظلمونو له عمرونو يمه دومره ژړولې
چې هر څه نن په خوښه په رضا درته پرېږدم
قاصده! راشه ورشه ورته ووايه رقيب ته
چې ته پرې خوشالېږې زه آشنا درته پرېږدم

جنون په سر اخستې يم تر داره پورې ځم
رقيبه! لاره پرېږده، تر دلداره پورې ځم
دا نن كه تماشه د پاكې مينې جوړه نه كړم
قسمت په اور كې سېزم، تر انګاره پورې ځم
د عشق په كارو بار كې څه دستور د پټې نشته
عالم پرې خبرومه، تر اظهاره پورې ځم
تر څو به مړې كوم د مينې شمعې په زړګي كې
تر څو به له پيغوره تر انکاره پورې ځم
ورځه ذاهده پرېږده د دوزخ د اور خبرې
زړګى وايي چې نن به تر خماره پورې ځم
پرتې چې په كې زمونږ دي جنازې د ارمانونو
ډېوې پرې بلومه، تر مزاره پورې ځم
خزانه! صبر وكړه چې را نه شې زموږ په لوري
بس لږ پاتې ځواني ده، تر بهاره پورې ځم
وېرېږم به ترې څنګه (وحيدې) د مرګ له غېږې
كفن مې لوپټه دى، تر مزاره پورې ځم

خلاص كه زمونږ شي پرهرونه له دردونو څخه
ډك به مو زړونه شي سپرليه له ګلونو څخه
داسې ويده به تل زمونږ د كلي خلك نه وي
وخت خو به راشي چې به پاڅي له خوبونو څخه
راشه زمونږ سپيرو كوڅو ته د بوډۍ ټاله ته
چې لږه واخلي رنګيني ستا د رنګونو څخه
خال به كړي پيغلې په تندي د شهيدانو وينې
كه ورله راوړئ د ګوربت له هسكو غرونو څخه
روښانوو مونږ په تندو د محبت داغونه
ويريږو نه مونږ د پردو له تهمتونو څخه
د سترګو اوښكې به مو وچې شي د تل لپاره
ليچې كه خلاصې شي زمونږ له ځنځيرونو څخه
نصيب زموږه كړې معراج د ارمانونو ربه!
وړو به تر كومه جنازې له ارمانونو څخه
وركوو مونږ به دې دستور ته څه نامه (وحيدې)
چې مو وحشت يووړې تڼۍ له ګريوانونو څخه
۲۰۰۴- د اګست ۲۵

چې د حيا په نوم يې مونږ ته لوپټې راوړې
نصيب مو ليچو ته تړلې زولنې راوړې
ته به په راز د مينې خدايزده چې پوهېږې كه نه
زمونږ يې سترګو ته د عمر شوګيرې راوړې
ته به په كوم زړه ورته وګورې جانانه چې نن
مونږ د شهيدو ارمانونو جنازې رواړې
چې په مزار د ارمانونو مو ډېوې كړو بلې
نن مو تڼاكې يبلې پښې تر هديرې رواړې
منډې وهو څله په څرك بيا د رڼا پسې اوس
چې له ازله مو قسمت تورې تيارې رواړې
پتنګ د سترګو به جانانه رانه څنګه ساتې
چې مو د سترګو پانوسونو كې لمبې راوړې
ورځه ترې واخله رخصتونه له ساقي نه چې نن
مونږه په سترګو كې د مينې پيمانې راوړې
كاته به څنګه (وحيدې) كړو د جانان په لوري
تر پلو لاندې چې مو سترګې پښتنې راوړې

۲۰۰۴- د اګست ۱۸

پردو راوړى دى، شلول غواړو ځنځير د وطن
مونږه پخپله جوړول غواړو تقدير د وطن
چې د آدم-حوا بچيان په لر او بر كړو ودان
جوړ به په زمكه كړو جنت غوندې تصوير د وطن
نه چې شيرين، نه چې فرهاد، نه چې مجنون وګوري
زړه به په داسې وركه مينه كړو اسير د وطن
لكه پتنګ چې د شپې غېږ كې محفلونه ساتي
سترګې به ساتو تر سحره په شوګير د وطن
چې د هر لوري پرې د مينې ليوني شي راټول
دا هسكې ټيټې به بدل كړو په كشمير د وطن
چې د جهان په څير په ستنه د آسمان وخيژو
تېر به له سر او مال او ځان شو، په تدبير د وطن
ورشه آواز كړه (وحيدې) په لر او بر پښتنو
چې په يوه چيغه كړو ورك، ظالم جاګير د وطن
۲۰۰۴- د اګست ۱۶

نن چې مې شهيدې جنازې د ارمان لاړلې
اوښكې مې په لور د څيرې، څيرې ګريوان لاړلې
تا چې ذې رقيب د ستم چاړې ته لاس كړلو
چيغې مې له ستوني تر اوومه آسمان لاړلې
څه غواړې ظالمه بس ده نور له هغو سترګو چې
وينې، وينې ژاړي، حوصلې د باران لاړلې
څنګه شوې خاموشه تورې شپې د مينانو چې
نن ورنه كيسې د سُركو شونډو پيزوان لاړلې
لنډ كړئ مزلونه د مكې له لوري راشئ چې
دلته په دې لاره قافلې د شيطان لاړلې
چاته كړو فرياد (وحيدې) نن له دې حالاتو چې
زمونږ د ژوند بيړۍ د سمندر په توپان لاړلې
۲۰۰۴-اګست

نن مې بيا د خپلو اوښكو د بارانه سره شپه ده
د ساحل د زړه په غېږ كې د توپانه سره شپه ده
پرې كوي چې راته ژبه د وحشت په پڅه توره
د ذاهد په نوم مې بيا هم د شيطانه سره شپه ده
ستا په دومره لوى وطن كې باري ربه مهربانه!
زمونږ په دښتو په ميرو كې د آسمانه سره شپه ده
چې په سترګو راته خاندي، په زړه سپكه راته غواړي
خدايزده نن مې د رقيب كه د جانانه سره شپه ده
چې شلولی زمانې دی، د ژوندون په حادثو كې
زما د داسې يوه خاموش، څيرې ګريوانه سره شپه ده
لږ مې خير دى ځنكدن ته په سكون پرېږده ظالمه
لكه درد د پرهرونو مې د ځانه سره شپه ده
بې هدفه، بې منزله، د يو لوى مزل په لاره
نه د شور، نه د جرس، نه د كاروانه سره شپه ده
د ړندې مينې له لاسه، د عجيب غوندې احساسه
د مجنون پر ځاى زمونږ، له بيابانه سره شپه ده
چې بليږي اووه رنګه، د بوډۍ د ټال په رنګه
د زخمو په غيږ كې زمونږ د ارغوانه سره شپه ده
يو څو اوښكې به كړو تويې د پردېس لحد په غاړه
(وحيدې) څومره فاني مو د جهانه سره شپه ده
۲۰۰۴-اګست

د هېواد تكړه او ځوان ليكوال صالح محمد (صالح) ته!
چې د شمالي مليشو له خوا د خپلې ژبې د چوپړ په جرم په بيرحمانه ډول په وهلو او ټكولو محكوم شوى وو.

جوړ به مې په زړه باندې تر كومه وي زخمونه ډير
كې به ږدي جانان ورته په سترګو مرهمونه ډير
ته دې اى رقيبه! چې د خپل ستم نه وانه وړې
مونږ ته خداى راكړي په ډالۍ كې دي صبرونه ډير
جنګ ته ځي ميړونه، د وطن په ليلا جنګ كوي
ورك به شي سرونه د زلمو، شينكي خالونه ډير
مه كړه سپكاوى رقيبه! لاس د چا قلم ته ته
ويره كړه چې پورته نه شي تا باندې لاسونه ډير
نن خو دې دوران دى دا د زور دا د ستم دوران
وكړه خپلې لوبې دې، تر پښو مو كړه هم زړونه ډير
زما د زړګي سر د وطن هر پښتون (صالح) به شي
ډكې به كړي پاڼې د تاريخ هم كتابونه ډير
ستا د زر او زور د ستمونو د وحشت زمان
تير به شي رقيبه! خو هيريږي نه ظلمونه ډير
۲۰۰۴- د جون ۱۹

د مرګ په لاره چې يې سر كه د مجنون دى ولاړ
هلته منصور په هغه دار، دلته پښتون دى ولاړ
ليوني نه يو نور نو څه يو ستا په لاره كې چې
عشق مو وطنه! په سرحد كې د جنون دى ولاړ
وتړئ ملا پښتنو پيغلو د اشنا چې په لاس
نوى پيغام د ژوندانه، نوى مضمون دى ولاړ

۲۰۰۴- اګست

نصيب مو دې كفن شي، لوپټې كه رانه ځي
جذبې د پاكې مينې، پښتنې كه رانه ځي
بهتر به وي چې غوڅ شي، د رقيب په پڅه توره
دا سر كه پاتې كېږي او شملې كه رانه ځي
راځئ چې ورله ورشو، د نظر په پښو تر څلو
دا ځوانې ځوانيمرګې جنازې كه رانه ځي
دا مونږ به په زيارت د كوم ولي په در ودريږو
دا دښتې، دا تپې، دا هديرې كه رانه ځي
ناسور كه شي جانانه، ښه به وي ډيره تر دې چې
دې ژبې پښتنې نه مو، وعدې كه رانه ځي
خمار چې دې د سترګو وي جانانه پروا نشته
پيالې كه رانه ځي او ميخانې كه رانه ځي
بس دومره وعده وكړه چې وطن ته به يې سپارې
دا ساه په پردېسۍ كې (وحيدې) كه رانه ځي

۲۰۰۴- جون

دا سر كه د پښتون هر څو په دار تړلى دى
خو بيا هم ورته ګوره په دستار تړلى دى
رقيب كه پرې هر څو د سترګو غشي وروي خو
زړګى زمونږه هم په هغه لار تړلى دى
زيارت دى سوال پرې وكړه په زړګي د هغې پيغلې
سالو چې يې محبوب ته په مزار تړلى دى
سينګار به پرې ونه كړم په اميل او غاړه كۍ چې
په غاړه مې د اوښكو زرين هار تړلى دى
ورځو به د يزيد په لاسو جوړ د اور دوزخ ته
خليل غوندې مو ځان نن په انګار تړلى دى
چې ورك يې له ځان نه كړو، په سكون به يې پرېنږدو
دا نيت مو ككرۍ ته د اغيار تړلى دى
ورګورو (وحيدې) په كومو سترګو به جانان ته
نظر چې مو د سترګو انتظار تړلى دى

ځواني مو تيره شوه، ټول ژوند مو په غمونو كې دى
نصيب زمونږ خوارو هر دم په هجرتونو كې دى
نور مې زړګي ته د وطن غمونه مه استوه
بس چې اوس هم لكه لاله پټ په داغونو كې دى
د مصور په تصويرونو كې تصوير د وطن
پيكه، پيكه سپيرو خورو ورو ګردونو كې دى
څنګه باور ستا د نظر په آزادۍ کړم اشنا
راته ښكاريږي چې اوس هم په ځنځيرونو كې دى
وينه كه توى شي په ميدان كې څه پروا نه لري
نام او نشان مو په شملو هسكو سرونو كې دى

۲۰۰۴- د جون ۱۰

كه خپل وطن دې مسيحا شي ګوره
زړګيه درد به دې دوا شي ګوره
رقيب به بيا درته نظر ونه كړي
مرور ورور دې كه په خولا شي ګوره
تا په ترخو يا په خوږو وركوي
رقيب پردى كله اشنا شي ګوره
خوند كړي ژوندون د هغه قام او ولس
چې آزادي د چا ليلا شي ګوره
مرګ يې ګڼم پخپل پښتون وطن كې
ناستى مې چيرې كه په غلا شي ګوره

۲۰۰۴- د جون ۹

ځه چې نن پوره مو د ژوندون ټول ارمانونه كړو
يه جانانه! راشه چې دا دښتې سره ګلونه كړو
ورك په کې ريدي، غاټول، ګلاب به هم پيدا شي بيا
تږى، جل وهلى دا موسم كه بهارونه كړو
جوړې به صحنې شي، لر او بر د پښتنې مينې
يو بل ته نژدې كه لرې لرې قدمونه كړو
وركې به شي خاورې دا سپېرې دوړې ګردونه هم
جوړ كه په وطن كې د بوډۍ د ټال رنګونه كړو
ورك، ويجاړ، تالان د پښتنو وطن به وګټو
يو بل ته اوږده كه د ورورۍ دواړه لاسونه كړو
زه به شم مجنون، تا به ليلا د آزادۍ كړمه
ګوره كه قربان په دغه لاره خپل سرونه كړو
رابه شي، پيدا به شي، ويده زلمي بېدار به شي
جوړ كه په تندي د ملالو شينكي خالونه كړو
څنګ به يې څوك لوټ كړي د پښتو د مينې ناوې مو
مونږ كه خپله مينه كې شوګير خواږه خوبونه كړو
نشته (وحيدې) په يو زړګي كې وطنونه دوه
لاس راكړه جانانه چې پايمال دا سرحدونه كړو
۲۰۰۴- د جون ۹

لكه رندان چې پيمانې بدلوي
شيخ د محفل په رنګ جامې بدلوي
پرون يوه نن يې كړه بله په خوله
بې وفا خلك څه وعدې بدلوي
مونږ كې حساب د هغه چا نه كېږي
څوك چې جذبې مو پښتنې بدلوي
خدايه! دا ستا په قبله څه شوي چې
خلك په هر در كې سجدې بدلوي
پتنګ كه سوځي نو په څه به سوځي
شمعې مړې كېږي چې لمبې بدلوي
مونږ يو پوه شوي د هر لفظ په ټكو
قاتل كه هر څو يې معنې بدلوي
دا خو عادت وي د هر ښكلي په چم
په دار چي خيژي نو ليمې بدلوي
چې مې رقيب ته شي تر غوږ دا بيان
خود به تقدير د (وحيدې) بدلوي

مونږ كه د لمر په شانې ستوري نه يو
خو ستا په مخ كې هم مخ توري نه يو
ګيدړ به مونږ له دامه څه ويروي
مونږه زمري خو څه كمزوري نه يو
غوږ شه په مونږ مه كړه ګومان د هغو
چې د رقيب له ويرې ښوري نه يو
څنګ به خوځيږو ستا له غيږې، نه چې
مونږه د وريځې په شان سيوري نه يو
كه تماشې ته مو د اوښكو راځې
په خپل ګريوان چې مدام اوري نه يو
ته دې نظر په رقيبانو كړه خو
مونږ بې له تانه په بل لوري نه يو

رقيبه زموږ كلي كې ځنځير مه جوړوه
دخدای لپاره دلته نن بل وير مه جوړوه
كلونه چې يو بل ته د ديدن په انتظار يو
په وينو مو د هيلو بيا تصوير مه جوړوه
لاهو مو كړه په وينو د عزت څه پروا نشته
خو تور داغونه مونږ ته په ضمير مه جوړوه
ليده مې له ساقي نه يې جام نه، ككرۍ غوښتې
يا ربه! داسې شوم خوب مې تعبير مه جوړوه
بيا راغلل رقيبان د كلي لارې مې سپېرې شوې
آسمانه! په دې لارو مې تقدير مه جوړوه
خيالونه پردېسۍ كې د وطن را نه لږ هير كړه
خوبونه مو د شپو نور نو شوګير مه جوړوه
دوه رنګي واعظان دي (وحيدې) رياكاران دي
دا غله مې د وطن زړه كې جاګير مه جوړوه

غيرت چې پلوري پښتانه نور به دوى ننګ څه كوي
په ننګ د خپلو خويندو ميندو به دوى جنګ څه كوي
چې د بابا توره ورپرېږدي رقيبانو ته دوى
نور به ميدان د كربلا په وينو رنګ څه كوي
چې مو زلمي سوري ګوګل په هديرو كې پراته
د پيغلو ليچو كې به سره بنګړي نور شرنګ څه كوي
كه هر منصور د (انا الحق) په چيغه دار ته رسي
د آدم كلي كې به تار د رباب ترنګ څه كوي
نه چې وروري ورسره كړئ شي نه دوستۍ ته تيار
ګيدړ نو دلته د زمري پښتون تر څنګ څه كوي

چې ژبه مو پښتو ده له وعدو اوښتى نه شو
مونږ پيغلې پښتنې يو له پردو اوښتى نه شو
جانانه! كه هر څو مو له زړګي نه بېلوي خو
پريوتي ستا په در يو له سجدو او ښتى نه شو
پردي مو كړل ذاهده! ميخانه او ساقي دواړه
په لاره چې درځو له ميكدو اوښتى نه شو
زخمونه د زړګي به مې طبيبه ټكور نه كړې
سلګۍ د ځنكدن دي له دردو اوښتى نه شو
سيلۍ د توپاني ژوند، را الوزي له هر لوري
پراته تر خاورو لاندې، له ګردو اوښتى نه شو
منكر به (وحيدې) د يار له عشقه څنګه شې چې
ليكلي پرې داغونه له تندو اوښتى نه شو
۲۰۰۴- د مې ۱

مونږه ژوندي په هديرو د مړو خفت نه كوو
مونږه سودا په خپل وطن او په عزت نه كوو
څه چې راكړي دي الله په هغه ډير يو مشكور
ناز د اغيار غوندې په شان او په شوكت نه كوو
هغه چې تير شي تر پښتون او پښتنه ملاله
مونږ خو فكرونه د هغوى د رقابت نه كوو
آزادوو په خپلو وينو محبوبه د وطن
مونږه سر لوړي پښتانه ژوند د ذلت نه كوو
سترګې كه هر څو پوهوو په هر نظر كې وايي
د چا پردي سره خو مونږ هم محبت نه كوو
ريښتيا به وايو (وحيدې) چې ده جذبه پښتنه
پټې به سترګې چيرې مونږ له حقيقت نه كوو
۲۰۰۴- د اپريل ۲۴

زما د دواړو سترګو تور بر دي كه لر پښتانه
اوسيږي ټول دلته زما د زړه په سر پښتانه
د يو بابا يوې ادې يوه نيکه بچيان
پاس په کابل دي که پراته په کوز خيبر پښتانه
د تورې وريځې په څېر درومي په هر خوا شي رقيب
په كوم ساعت چې وځليږي لكه لمر پښتانه
پت او عزت، ننګ او غيرت لري جامه پښتانه
درانه په خوى او په كردار دي لكه غر پښتانه
وينم چې نن سره يو كېږي غيږ په غيږ دي سره
وساتې خداېه! د رقيب له بد نظر پښتانه
دا مې يقين دى چې پيدا به مو شي كور په دنيا
كه شي پخپله د خپل ځان او تن رهبر پښتانه
د علم لارې بندوي ورته ويرېږي رقيب
نه چې اوچته شي سمبال په ښه هنر پښتانه
وړه دنيا په شان د ښكلي پاك جنت شي راته
چې ستا ثنا نه وروسته وګورم سحر پښتانه
زما د پښتون وطن ټوټې ټوټې سينې ته خو نن
ربه! را ټول له پرديسۍ كړې پخپل در پښتانه
ماته خو وايي (وحيدې) دغه ماشوم عقل مې
شي به اختر كه سره يو شي كوز او بر پښتانه

۲۰۰۴- د اپريل ۲۸

دلته ولاړه يم تر څو چې شين اسمان ووينم
چيرې كه شاته له دې وريځو خپل جانان ووينم
چې مې يې زړه په ځنځيرو، په زولنو تړلى
ارمان چې يو ځلې په ژوند هغه زندان ووينم
چې كړي اوچته تر آسمانه بيا شمله د پښتون
خيردی كه بيا يې سپين كفن كې ارغوان ووينم
روغ چې سودا كاندي ناموس او هم ليلا د وطن
ښه ده تر دې چې ليونی د بيابان ووينم
ګلان كه سره شي جوړوي راته سيلاب د وينو
بهتر به دا وي چې اغزي په ګلستان ووينم
ستا په زړګي به (وحيدې) نور څه ارمان پاتې شي
كه مې په ژوند ويجاړ وطن جوړ او ودان ووينم

۲۰۰۴- د اپريل ۲۴

لكه چې نن نصيب زما په تقدير لوبې كوي
رقيب خو بيا زما د يار په تصوير لوبې كوي
زه چې دا څومره ورته وايمه يقين يې نه شي
يار مې د مينې د لفظو په تفسير لوبې كوي
زه خو رڼا روځې د شپو په انتظار تيروم
ربه دا څنګه مې هر خوب په تعبير لوبې كوي
پرون يې داسې راته ويل منصور د دار له سره
مينه د ښكلو ليونو په ضمير لوبې كوي
انجام به څه وي خو بس ورك بې سر او پايه به وي
زړه ليونى چې شي په عقل او تدبير لوبې كوي
(وحيدې) تا خو زړګى وركړو خو پوهېږې كه نه
نا ترسه خلك دي، د زړه په بهير لوبې كوي

۲۰۰۴- د مارچ ۲۷

له دوو پښتنو سترګو مې نن اور راوړى دى
له بندو زولنو ليچو مې شور رواړى دى
خبر به له نن نه وي چې پيغام د سهار څه دى
د مينې پنډ په سر مې د پيغور راوړى دى
ښه ځير شه راته ګوره چې سبا به داسې نه يم
سالو مې د همزولو نه نن پور راوړى دى
زمونږ خوارو به څه وي لا سوغات په يارانه كې
د زړه كنډ او كپر مې درته كور راوړى دى
علاج د پرهرونو په درمل او طبيب نه شي
ستا زړه ته مې د شونډو يو ټكور راوړى دى
ريژل چې يې بلا كلونه زمونږ خوارو عمرونه
د مرګ د بلا مخ خو مې نن تور راوړى دى
بس اخله هوسا اخله په سكون باندې ساه اخله
رقيب مې تار په تار درته نسكور رواړى دى

شپه نن كه هر څومره اوږده شي خو سبا راځي
تيارې به څنګه پاتې كېږي چې رڼا راځي
مونږ كه هر څومره د روژو په سر روژې نيولې
دا مې يقين دى چې اختر به خامخا راځي
******
كله پوره په دې دنيا د چا ارمان شوى دى
يار خو مې ستورى دى په برخه د آسمان شوى دى
هغه چې تل به مې د سترګو په بڼو باندې تلو
هغه جانان مې د رقيب سره جانان شوى دى
هغه چې ماته به يې پرخې د موسكا راوړلې
هغه خو نن زما په سترګو كې باران شوى دى
زړه كه مې تل غواړي كوڅې خړې سپيرې د وطن
ليونى نه دى خو مجنون د بيابان شوى دى
دا په رښتيا نن په هر لوري سره ګلان وينم كه
باران د سرو وينو زمونږ په ګلستان شوى دى
پرېږدئ چې خپل سالو په قبر ورته وغوړوم
هغې زلمي ته چې په خپل وطن قربان شوى دى
لږ صبر وكړه (وحيدې) نن كه سبا وي ورځو
خيردی كه نن په پردېسۍ كې سخت ګذران شوى دى
۲۰۰۴- د اپريل ۱۳

ليچې مې ډكې له ځنځير دي چې اوس شرنګ نه كوي
خدايه! خپل يار راته رقيب شو په ما ننګ نه كوي
ناصح مې سترګې ښكلولې وې ساده پښتنې!
وينې مو داسې سپينې شوې چې هېڅ رنګ نه كوي

۲۰۰۴- اپريل

****

فرياد به څنګه وكړم چې ځنځير تړلې يم
په خپله بدنصيبه يم، تقدير تړلې يم
يو روځ به را نسکوره شي كاسه د صبر ډكه
دا نن كه زه خاموشه يم، ضمير تړلې يم

۲۰۰۴- د اپريل ۱۳
****
دلته كه هر څو په ګلشنونو كې سپرلي ډير دي
پام كوه اشنا ! چې په دې لارو كې اغزي ډير دي
څنګه به تم كېږي قافلې د ژوند پرستو چې
ډك يې د اغيارو په داغو باندې زړګي ډير دي

سترګو باندې څه وكړم جانانه ستا ديدن ته ځي
ويښې كه د روځې وي د شپې خو خپل وطن ته ځي
پرېږدئ او دا ستړې پرديسي وزر يې خوشې كړئ
وګورئ چې خپله په ړندو سترګو چمن ته ځي
يو ځلې كه وګوري بازار د خپلو ښكلو نن
كوم به ليونى وي چې به حسن ته يمن ته ځي

۲۰۰۴- د اپريل ۱۲

چې مې وطن كه كربلا ښكاريږي
په وينو سره راته دنيا ښكاريږي
خدايه! زه كوم غم درته وژاړمه
نن خو په هر لوري غوغا ښكاريږي
نور به قاتل زمونږه څه غواړي چې
زمونږ په سترګو كې ژړا ښكاريږي
هر يو عزيز راته ګومان ګومان شي
نن چې په هر زړه كې بلا ښكاريږي
رقيب به لاس زمونږه وانه خلي څو
چې مو په كلي كې رڼا ښكاريږي
(وحيدې) دا ګوره انصاف د زمان
رقيبان ټول نن په خندا ښكاريږي

۲۰۰۴- د اپريل ۸

روځې به تيارې دا اوږدې شپې درته شوګير كړمه
يه جانانه! زلفې كه ستا غاړې ته ځنځير كړمه
يو ځلې كه څوكې د بڼو راته لږ نېغې كړې
جوړ به دې په سترګو كې د خپل حسن تصوير كړمه
دا د ملايانو په تسبو دې اعتبار مه شه
زه به دې بدل په يو نظر نن ټول تقدير كړمه
ته لا څه پوهېږې چې څه اوري خوشالي په ما
زه چې كله خوب جانانه ستا په نوم تعبير كړمه
زه كه ستا په وچو سپېرو شونډو موسكا نه شومه
دا به مې قسم وي ستا په نوم به رنګ ضمير كړمه
تا سره به ياره اندېښنې د (وحيدې) نه وي
زه خو لكه ساه هره لمحه كې بس ستا وير كړمه

شپه د پرديس ده په آسانه نن سبا نه كېږي
تورې تيارې دي راخورې سپينه رڼا نه كېږي
ناسور زخمونه د زړګي داسې بليږي چې اوس
طبيبه! ستا درمل زما د درد دوا نه كېږي
مونږ پرديسۍ كې څنګه دومره بيګانه شو له تا
چې ستا دربار كې ربه هېڅ هم په دعا نه كېږي
پرون مې ټوله شپه ژړل، وه له اغياره ګيله
نن خو مې خپل يار هم د خپل ځان مسيحا نه كېږي
نوم دې اشنا لا اوس هم اخلم د زړګي په څړيكو
په غوڅو غوڅو وچو شونډو ستا ثنا نه كېږي
ما وې بس لږ غوندې موسكى شه چې ديدن دى آخر
زړه ويل زه مات يمه په مات زړګي خندا نه كېږي

۲۰۰۴- د اپريل ۵

د ښاغلي جهاني صاحب پر پل:
نن بيا لكه خوبونه نيمو شپو لره درځو
بې وخته ميلمانه يو پښتنو لره درځو

***

مونږ بيا پګړۍ تړلې دي جرګې لره ورځو
بې وخته ميلمانه يو نيمې شپې لره ورځو
پرون يې كه هر څو له خپله دره يو شړلي
نن بيا په سپينو سترګو دروازې لره ورځو
د زړه ډېرې خبرې د ګولو په ژبه نه شي
ټوپكې پكار نه دي نن ګيلې لره ورځو
خاموشه شوې د ژوند شمعې كوڅې څومره تيارې دي
ډيوې په لاس كې وړو چې هديرې لره ورځو
د زړو د ارمانونو د فرياد اديره جوړه
عزيز ته په وير ناست يو جنازې لره ورځو
الوتي دي خوبونه د پرديس سترګو له غېږې
ډير وږي د ديدن يو شوګيرې لره ورځو
په ژوند مو (وحيدې) كه خوږ وطن نصيب كې نه وو
د مرګ سلګۍ په ژبه به كوڅې لره ورځو

ووري له سترګو را بهېږي تر ګريوانه اوښكې
ربه! زمونږ نصيب كې څومره شوې پريمانه اوښكې
چې ورته غېږه په تالا والا زړګي وركوم
راسره مل وي، هم ژړيږي، وي حيرانه اوښكې
چې كوم ساعت ستا د بېلتون په تورتمونو كې شم
راشي ډېوې شي راته بلې شي روښانه اوښكې
ځار دې له داسې پيرزوينې د زړه سره اشنا
چې د سوغات كړې زمونږ سترګو ته جانانه اوښكې
مونږ به د نورو ډكو سترګو او ښكې څنګ وچوو
چې مو بهيږي هر سحر ماښام ارزانه اوښكې

۲۰۰۴- د مارچ ۲۷

تر څو چې بېلې نه شي مو دا ليچې و زولنې سره
جنګيږو به همداسې د ژوندون د معركې سره
دا لاره د ژوندون ده كږليچنه هم كاڼيزه
پانوسه نه دې غواړم، يم اشنا د تورې شپې سره
مونږ اوس هم نه پوهېږو د بهر موسم به څه وي
مونږ دلته تيرې كړې ډېرې شپې دي د پنجرې سره
چې زمونږه جل وهلو ليونۍ تندې حيران كړ
پردى غوندې ښكاريږي دا ساقي د ميخانې سره
قاصده! دا زما نادان زړګى به څنګه نه چوي
چې ګورمه اشنا بيا د رقيب او پيمانې سره
دا دوى خو مو نن سيورى د تصوير په كاڼو ولي
دا مونږ څه ليوني يو چې ورځو بيا د جرګې سره
بس وينو له ډير عمره نه پوهېږو څه ګناه ده
سوځيږو د احساس په تنورو كې د لمبې سره
ارمان به په دنيا (وحيدې) نور د هيلو څه كړې
كه ټول شي لر او بر پښتانه ستا د جنازې سره

چې د رقيب له ويرې پټ چاته سلام وركوي
داسې معشوق لره ليلا نوم د غلام وركوي
لا چې يې تنده د زلمو په وينو ماته نه شوه
غليم اغيار لره پښتون د تورې جام وركوي
څنګه خاموشه شوې كوڅې د مينانو ټولې
پيغلې فنا ستورو ته ورك ديدن په بام وركوي
پورته چې دوى ته په جراَت د بغاوت سترګې كړي
داسې رقيب ته خو پښتون هم احترام وركوي
چې په يوه چيغه د حق تر سر د داره رسي
داسې جانان ته (وحيده) د پښتون نام وركوي

ګلان چې شنه شي په فصلو كې پسرلي ياديږي
سر چې په مينه وركوي، ها ليوني ياديږي
دلته به ډير داسې پيدا شي ستا په مينه ګرانه
نن چې پرې اوښكې تويوو ټول پروني ياديږي
منې كه نه د زړګي وينه د وطن محبوبې
سر چې په لاس درته راوړي ډير ميړني ياديږي
چې ستا په مينه شوګيرې د تورو شپو تېروي
پراته د مينې سنګرو كې ښه زلمي ياديږي
نه چې يې روځ د يار د مخ نه شپې د زلفو ليدې
د ښاپيرو د ديدن وږي ارماني ياديږي
دا چې تل نوم د غلامۍ ته انقلاب جوړوي
(وحيدې)! دا د ننګ ميړونه غيرتي ياديږي

اوښكې له سترګو نن په شان د پشكال وريږي
وخته! دا څه لوبې دې وكړې چې دا حال وريږي
وچ شو زړګى د وطن وچ شولو په شان د تيږې
ليرې له خپل وطنه اوښكې مو هر كال وريږي
هر څو كه وغواړو خو بيا هم هيرولى نه شو
جانانه! ستا نازك يادونه مو په خيال وريږي
وخته! دا ستا د اميدونو محفلونه دي نن
زمونږ د زړه په اقتدار چې ستا زوال وريږي
آرام به كله شي زمونږ د ارمانو محل كې
چې مو دا مينه لكه سيورى په ديوال وريږي
دلته پيدا شي، دلته مري د آزادۍ مينان
هر يو منصور مو د رقيب د دار په ټال وريږي
چې د كتاب په هره پاڼه خپل زوال وګورې
رقيبه! ستا په تنګ زړګي به څه شوم فال وريږي
(وحيدې) هله به په سرو شونډو خندا كوې ته
چې د بېلتون په تږو زړونو بيا وصال وريږي

د ژوند په هره لاره نوى باب راغوړيدلى
له كله چې جانان لكه ګلاب راغوړيدلى
د حسن او د غرور له دغو دوو ټكو الفاظو
د عشق له ټپو ډك لكه كتاب راغوړيدلى
محتاج به اى ساقي والله دا ستا د ميو نشم
په سترګو چې نظر جام د شراب راغوړيدلى
روان ومه د مينې د ساحل په وچه لاره
څپو د سمندر كې لوى سېلاب راغوړيدلى
ګيله به چاته وكړم ظالم عشقه ستا له لاسه
نصيب چې په تندي راته خراب راغوړيدلى
نن تيښته به د ژوند له دې منظره چيرته وكړم
د ژوند په هر منزل كې چې عذاب راغوړيدلى

۲۰۰۴- د فبرورئ ۹

ګرانه اشنا د زړه ګيلې ومنه
له ډيرو شپو مې شوګيرې ومنه
زما د زړه د يوې خندا په خاطر
دا درليږلې مې جرګې ومنه
چې د باران په څير وريږي ياره
له سترګو جوړې مې ويالې ومنه
په وچو شونډو د موسكا په خاطر
د سوي زړه مې تلوسې ومنه
رنګ د كفن به يې بيا ونه ګورې
روح د ارمان د جنازې ومنه
ستا دې قسم وي ښكليه ياره ګوره
مينه د زړه د (وحيدې) ومنه

۲۰۰۴- د جنورئ ۱۹

نظر د سترګو په كوڅه چې د جانان تيريږي
ليدلى نشي ستا د سترګو په ارمان تيريږي
د دوزخونو په لمبو كې مې شعور سوځيږي
سهار ماښام ربه په لار چې د نادان تيريږي
پس له مودې يې هر قدم د زړه په دشت كې داسې
لكه بادونه چې د زړه په بيابان تيريږي
زمونږ د زړه په ګلدرو كې خو اغزي نه شته دي
مالياره څنګ لرې جانان له ګلستان تيريږي
سترګې يې بيا د رقيب خواته په جنون اوښتې
ربه! دا څه وينم په زړه باندې ډير ګران تيريږي
بيا يې په سترګو باندې خدايزده چې څه چل شوى دى
چې مې يې سترګې سترګې ګوري نو حيران تيريږي

درځم ښكليه اشنا ستا د خوښۍ مباركۍ ته
دروړم په سرو ګلو ډكه ځولۍ مباركۍ ته
له ډيرو شوګيرو مې چې په خوب نه وې ليدلې
د هغه مړاوو سترګو د مستۍ مباركۍ ته
زمونږ خوارو په زړو يې چې تل كاڼي اورولي
درځم د زورورو د نيستۍ مباركۍ ته
دا نن يې چې فضا د مينې بيا كړه سندريزه
د يار د عشق غزل د شاعرۍ مباركۍ ته
موده پس چې دا ستا ليونى بيا په لاره وينم
دا ستا د عشق بري ته، درخانۍ مباركۍ ته
د غره په شانی هسکه به يې ساتو تر اسمانه
درځم د دې شملې دې آزادۍ مباركۍ ته
په زړونو پښتنو چې دا ښادي كړو مباركه
راځه چې دواړې ورشو ملالۍ مباركۍ ته

۲۰۰۴- د جنورۍ ۱۳
پای