کور / کتابتون - بېلابېل اثار / لښکرګاه جريده انلاين ولولئ

لښکرګاه جريده انلاين ولولئ

ليکوال : احمد شاه پاڅون

لښکرګاه جريده چي د بست فرهنګي ټولني دوهمه چاپي خپرونه ده تر دا مهاله يې ٥ ګڼي چاپ او د لوستونکو ګوتو ته رسيدلي دي .
د لښکرګاه جريدې لومړې ګڼه شاوخوا ٥ مياشتي مخکي په لښکرګاه کي د انوري چاپ خانې په زيار چاپ سوه ددې جريدې مسوليت د بست فرهنګي ټولني فعال غړي مولوي عبدالهادي عمري ته سپارل سوى چي نوموړي يې تل د کمپوز او ډيزان په برخه کي هم ځان ستړى کړى دى .
که څه هم د کيفيت له مخي ورباندي نيوکه کيدل خو دا لومړۍ چاپي خپرونه ده چي په هلمند کي يې د چاپ چاري سر ته رسيږي.
تر هغه راوروسته يې د ډيزاين ، کاغز او چاپ په چارو کي د پام وړ سمون راغلى دى .
لښکرګاه جريده چي په ٨ مخونو کي چاپيږي پکښي بيلابيلي سياسي ، ټولنيزي ، کلتوري او ښوونيزي ليکني خپريږي ددې تر څنګ د هلمندي ځوانانو او شاعرانو د هڅوني په موخه پکي هر ځل يو ځوان لوستونکو ته ورپيژندل کيږي
اټکلونه کيږئ چي لښکرګاه جريدې په ډيره لږه موده نه يوازي په هلمند کي بل کي په نژدې ولايتونو کي ګڼ شمير لوستونکي خپل کړي دي ښايي علت يې پر وخت چاپ او د لوستونکو ګوتو ته رسيدل وي
پاته دي نه وي چي بست فرهنګي ټولني تر دې مخکي يوازي د بګړۍ په نوم درې مياشتنۍ مجله لرل چي دا مهال يې تازه ١٠ مه او ١١مه ګڼه د چاپ په ګاڼه پسولل سوي دي

سرليکنه

دبهيراوصفارزيری
په هلمند ولايت کي ادبي هڅي دومره ګړندي سوي دي چي آن دصوتي ،تصويري ،اومطبوعاتي رسنيوپرمخ يې لوستونکي اوکتونکي اواورېدونکي ديوپه بل پسي پرمختيا وو څخه خبريږي
دهلمند په ولايت کي ليکوالان ،اوشاعران دادب پرغولي دنورودنوروولايتونوسره دادب نيلی ځغلوي :
ګوري کومي تشي چي په هلمند کي موجودي وي ډکي کړي اوپه سيالۍ کي ادبي ډګر ته راودانګي ،هڅي کوي اوزيارباسي چي تريوحده بريالتوب ورپه برخه سي .
دخدای ج حمد اوثنا ده چي ډيري برياوي دهلمندپه برخه سوي دي .
ادبي ټولني جوړي دي تاليفات دهلمنديانو په برخه دي ، مشاعرې کوي ،په نوروولايتونو کي په محفلونو کي برخي اخلي ،مجلې،اوجريدې ،يې له چاپه راوتلي اوشهرت يې دهيواد دپولوڅخه اوښتی دی پسرلنې مشاعره هرکال په ډېره لوړه کچه کوي په روان کال کي دچنګاښ دمياشتي پر ۱۹ نېټه دغه لاندي ذکر سوی ټولني ددې جوګه سوي ترڅودپرمختګ پر لوريوبل ګام واخلي
۱بست فرهنګي ټولنه
۲هلمندادبي کلتوري ټولنه
۳روښان ادبي ټولنه
۴هاشم سارواني ټولنه
دډېروناستوجروبحثووروسته پورتنۍ ټولني پردي سلاسوي ادبی بهير به جوړوي چي نوم به يې هلمندادبي بهير وي چي دغه توافق ته عملي جامه هم ورواغوستل سوه اوپه افتيتاحيه مراسمو کي يې دپورته ټولنوسربېره حکومتي لوړپوړوچارواکوهم ګډون درلود دهلمندوالي ښاغلی ګلاب منګل اومطبوعاتي سلاکارمحمددوود (احمدي) دهلمن ولايت داطلاعاتواوکلتورريس عليشا(مظلوميار اونوربرخه اخيستي وه دامراسم دادبی بهير دپيل مراسم وه چي دادب په ډګر کي ديوه لوي ګام اخيستل زموږ په برخه سودخوشحالۍ څرګندونه کووچي ادبي بهير زموږ په برخه سوخوموږته لويه دنده زموږپر اوږو پرته ده هغه داچي ددې لوی وحدت ساتنه وکړو ځيني خلګ که دبهيردتيت اوپاشلوکي هڅي کوي بايدهرشاعر يې مخه ونيسي
ټولو لوستونکوته زېری دي چي دبهير دخپرونکي څانګي لخوا د(صفار) په نامه يوه مجله هم په نزدې راتلونکي کي له چاپه راوزي اودخلګو ترګوتو به ورسېږي لښکرګاه جريده په تلوار خلګو ته دصفارزيری ورکوي چي دا دپرمختګ په لوريوبل لوي ګام دی

په درنښت اداره

ژباړن : شريف الله (دوست) پنځم څپرکۍ
ليکوال : احمد علي کهزاد
لښكرګاه څنګه كشف سو؟

مګرداچي دزړوکنډوالولمن دزاړه بازارله پاتشونوڅخه نيولې ترنوروزړوودانيوپوري ديوکيلومترپه اندازه اوږدوالي اوليري والي درلوداصلا دهراړخ څخه سړي کولاي سوه چي ورننوزي ،په اخرکي دکنډوالومنځنۍ برخي ته ورنژدې سواودښاغلي (خليلي)چي زمونږپه څيريي تازه دلښکري بازارنوم اورېدلي وواوليدلي يي نه وواودهغه تاريخي تړاوچي دغزنويانوله تاريخ سره يي درلودډيرورته په زړه پوري ووداچي د(بيهقي)تاريخ ي هم له ځان سره راوړي اوبست ته راغلي وددښت ستړيااوګرمي يي هيره سوه اوپه ډيروهيلوسره يي ګام دپرمخبګ پرلوراخيسته په ډيري بي صبرۍ سره به موچي کوم ځايونوکي زړۍ ودانۍ ترسترګوکيدې هغه موپه غورکتل اوترتيريدوپه دې ترځ کي دزړوديوالونوتريوې اوږدې لړۍ پوري ورسيدودديوالونوپه منځنۍ برخه کي له يوه لوي صوف څخه تيرسوچي دواړوخواووته يي لوي برجونه،خوني،دلويواوپنډوديوالونوڅخه جوړي سوي ودانۍ ترسترګوکيدې سمدستي يوې مستطيلي احاطې ته ننوتواومنځ کي يي صوفه اوس هم پرځاي پاته وه دلوي شان شوکت سره هغه احاطې دلويواونړيدلوديوالونوسرهچي خرابي نښي پکښي لږليدل کيدې ځکه يي زمونږفکرونه يودم دځان په لورواړول ځکه لښکري بازارهغه يوازي هغه نوم دي چي بايدپه چټکۍ سره مونږورڅخه ددې ټولوزړوودانيومقصداومفهوم له دې څخه ايستلي واي په همدې وخت کي دنظامي چوڼي اوتمرين دځاي په فکرکي سوو چي زمونږتر‌‌ذهن کيده مګربايدووايم چي داګمان مودحقيقت څخه ليري ووځکه دااحاطه له اره(اصلا)دلښکرګاه دابادۍ په وخت کي په ځانګړي توګه دسلطان مسعوددباچهۍ په دوره کي لومړني ښکارځاي اوباغ واويوډول دښکارداخلي سيمه اوخصوصي ماڼۍوه ‍چي دغزنوي

باچهانوتردښکارترسرليک لاندي به له دې ځايه څخه وروسته يادونه وکړووروسته تردې داحاطې څلوروخواوته دويښواوهيښواحساساتوسره کتل اوداچي زمونږدپلټني حرص نورهم راپاريدلي ومخکي
تلوچي په دې ترڅ کي يوې بلي زړې اوليري ودانۍ اواحاطې ته ننوتوچي په ځان کي ډيره لويه مګرترلومړۍ هغې يوڅه کوچنۍ ښکاريده ددې احاطې دننه له(۷څخه تر۸)متروپوري جګ واويوه لړۍ ليندۍ ته ورته ششکونه چي دفرانسوي پوه په ويناشکل يي دآس نعل ته ورته اودپاته پلستريي دغاښ لرونکي ډول درلود ترلوړي برخي وروسته نوموړي ششکونويولړې نوري ليندې هم درلودي چي ښايي له دې څخه يي موخه دديوالونوټينګښت و به هرحال دلوړوديوالونوشکل اوجساوت،لينديواوششکونو،دديوالونوپرمخ پلسترکاريودګرديواوغټوګلانوښکلايي چي پرکوم ځاي نړيدلي اورابيل سوي وه نړيدلي ديوالونه،قالب،درنګاوښکلاپاته شواهدوچي دباران له څاڅکوڅخه په امن کي پاته سوي وه زمونږحيرانتيانوره هم زياته کړه ځکه يوه لحظه مخکي زمونږذهنونه داسي نوروپه زړه پوري پاتي شونونيولي وه خودومره هم نه وه لکه داچي به يوي ليري هيري سوي اوله پامه غورځيدلي دښتي کي به دباران خوړلو،بادوهلواولمرسوځولوديوالونوشاته به داډول زړي وداني چي په ډيرترتيب سره جوړه سوي ووينواوهغه شوهدچي هما اوسترسترګوکيدل نن يي هم درنګ ښکليانځورونه درلودل…. نوربيا

نوې راغلې بريښنا دخلکو هيلي پوره کړې

داچي هلمند دهيواد د هغو ولايتو په کتارکي را ځي چي دبريښنا او اوبو له پلوه بيخي غني ولايت دي ځکه په دي ولايت کي دکجکي داوبو بند موقعت لري چي که په دي بند باندي مسلکي انجينران کاروکړي او پيسي پري ولګوي تر سلو ميګاوواټو دزياتې بريښنا دتوليد ظرفيت لري .. چي ددي ولايت تر څنګ دهيواد نور ګڼ شمير ولايتونه دبريښنا ستونزي به هواري شي .
دا چې ااو س مهال په ياد بند کي ددرې توربينونه د٥١ ميګاواټه په ظرفيت باندي سيستم لا له پخوا د١٣٥٢ کال راپدي خوا دامريکاه دهيواد په مالي مرسته جوړشوي وو
خو دڅوکلو په دوران کي يو زاي يو توربين د١٦ نيم ميګاواټه په ظرفيت باندي کندهار ،هلمند او دهلمند شمالي ولسوالي ته بريښنا ورکوله .
خو په داوروستيوکلونوکي دامريکا هيواد دنړيواله پرمختيايي ادار ي (يو،ايس ، اى ،ډي ) لخوا ١٨٠ ميلونه ډالر ديوه نوې توربين دنصبولو ، او يو ه زاړه توربين د ترميمولو لپاره ځانګړي شوي چي د ٨٨ کال دميزان په ٢٠ مه کار بشپړ شوه چي دامهال دوه تور بينونه د٣٣ ميګاواټه په ظرفيت باندي فعاله دي او ددريم نوې توربين په نصبولو باندي کار شروع دي چي دهغه په فعاله کيدو سره به ٥١ ميګاواټه بريښنا کندهار،هلمند او دهلمند ځينو ولسواليو ته ورکول شي .
دامهال هم لښکرګاه ته بيله نوبته نږدي څلورويشت
شپږ کلن ماشوم شمس الدين وايي وړاندي تر دي چي ښآر ته نوي بريښنا راشي ماخپله مطالعه چراغ ته کوله خو څومره په خوند او مينه چي بريښنا ته مطالعه کيږي چراغ ته دومره نه کيږي .
نوموړى بريښنا يو ستر نعمت بولي او له ټولو ښآريانو څخه غوښتنه کوي چي بريښنا په ځاى او سم ډول ولګوي تر څو دډير فشار له کبله ورته زيان ونه رسيږي .
شمس الدين وايي هغه خلک چي له ضرورته پرته لوى لوى ګروپان دکورنو په ديوالو باندي لګولي دي هغه بندکړي تر څو نور و ښآريانو او شاخوا کورونو ته ورسيږي .
دى په داسي حال کي راته دبريښنا د نه در لودو څخه سرټکوي چي نوموړي لا شپږکلن دى چي نه هم ښونکي لخوا ددرس دزده کړي فشار ورباندي سته او نه دکور دمشرانو لخوا ،
دى دامهال يوازي لږ وخت په ليک ليکولو او دسپاري په زده کولو باندي تيروي .
خو هغه کسان چي دښونکيو لخوا ورباندي دزده کړي فشار شته دهغوي لپاره دبريښنا رڼا يو ستره وسيله بلل کيږي چي په ډير شوق او مينه به مطالعه کوي
په لښکرګاه کي دبريښنا در ياست چاروکي وايي چي دوزارت لخوا نوى پلان داسي جوړکړاى شوي دى چي څلور نوې تور بينونه به دمخکني دري تور بينو تر څنګ جوړيږي چي هر ټوربين به ٢٥ ميګاواټه بريښڼا ظرفيت ولري ، او مالي مرستي ژمنه يي بيا هم دامريکا ه هيوادکړي ده چي په جوړيدو سره په يي ١٥٠ ميګاواټه بريښنا دکجکي دبند څخه توليديږئ چي دهلمند کندهار تر څنګ به دګڼ سيمو دبريښنا ستونزي ورسره هواري شي .

دافغانستان ټاكنې كه دناندريوتودډگر
نعمت الله زهيرلښكرگاه
داچې په ديموكراتوټولنوكې دولسمشرى لپاره ټولټاكنې له اساسي اصولوڅخه گڼل كيږي اودهرې ټولنې وگړي په دې موخه په ټاكنوكې برخه اخلي چې ترڅوراتلونكى ژونديې تضمين شي اوټولې هيلې يې نوي ولسمشريازعيم ته وي چې رايه خومووركړه په دې هيله چې بيځايه نه وي تللې،موږاوتاسې دنړى دځينوهيوادونوټاكنې معلومې دي چې ديوې ورځې په جريان كې ترسره شوې ديوې اونى په اوږدوكې يې پايلې اعلان شوې اودهيوادچارې ټاكل شوي كس ته وسپارل شوې خولويه ډرامه دافغانستان ۱۳۸۸لمريزكال دزمري دمياشتې د۲۹نيټې ټولټاكنې وې چې دهيوادخلكودسرپه بيه پكې گډون وكړپه دې هيله چې راتلونكى يې ښه شي خوداسې يې داهيلې له خاوروسره خاورې شوې چې تصوريې هم نه كيده.
اوس پوښتنه داده چې آياټولټاكنې په ريښتياسره له درغليوډكې وې؟
ځواب به هرومروهووي ځكه چې ددرغليولپاره دټاكنوخپلواك كمسيون دازمينه برابره كړې وه چې ددې پرځاى چې صالح خلك په كمسيون كې په دندووگماري داسې كسان يې وگمارل چې هغوى له وړاندې دكانديدانولپاره تبليغاتي كمپاينونه چلول داسې كسان به څنگه وكولاى شي چې په كمسيون كې خپله دنده په روښانه ډول ترسره كړي .
داسې كسانوراته وويل چې دټولټاكنوپه ورځ دصحنې شاهدان ووچې كله به دڅارنې ډلې دمركزونودكاركوونكوله سترگوليرې شول نودوى به پخپله مټې رابډهلې په څومره كچه به يې چې په توان پورې اړه درلوده دومره درايوپاڼې به يې ډكې اودكانديدپه گټه به يې صندوقونوته اچولې،په هرصورت دهرڅه چې ترسره شول ټول هيوادوال يې شاهدان دي اوټول ترې خبردي.
په دې سلسله كې موږاوتاسې ټول ددې شاهدان يوچې ولسمشرى يوتن نوماندچې تاسې يې هم پيژنى چې نوم يې ډاكترعبدالله عبدالله ووپه ډيره زغرده يې نارې وهلې چې ټاكنې روښانه نه وې اوبايددوهم ځل ټاكنې ترسره شي خوكله چې دريښتياميدان راورسيدپه ډيرجرئت يې اعلان وكړچې زه په ټاكنوكې گډون نه كوم اوكه گډون كوم ځينې شرطونه يې وړاندې كړل نوله دې څخه داڅرگنديږي چې دټاكنولپاره خنډجوړول اودخلكودهيلوباندې دخاورواړول يوازې اويوازې دده هدف اوتگلاره وه ځكه ملت بياهم پخپل هوډكې ريښتينى پاتې شوددوهم ځل ټاكنولپاره يې هم چمتووالى
وښودخودى په دې پوه ووچې داځل به ددرغليومخه نيول شوې وي اوملت به په هغه چاباوروكړي اوخپله رايه به وركړي چې مخكې هم پرې باوركړى واوخپله رايه وركړې وه نوځينې مكارى يې په لاره واچولې خوبيايې هم مثبته پايله نه درلوده خودى بايدپه دې ځان پوه كړي چې نوردافغانستان ولس په هرڅه باندې پوه دى اوفكرنه كوم چې په غوړوويناگانوباندې ځانونه خطاباسي هغه څوك به دځان لپاره ټاكي چې ددې خاورې اصلي بچى وي اوپه هروگړي يې زړه وسوځي اودټولولپاره كاروكړي اودمنلووړوي.
نورزموږغوښتنه له دوى څخه داده چې بس دي نوردخوارملت په وينوكې دشخصي گټولپاره مه لمبوى كه په ريښتياددې خاورې خواخوږي ياست ددين،وطن اوملي گټولپاره كاروكړى اودې ملت ته يوه آرامه فضارامنځ ته كړى.
خواصلي خبره داده چې هغه كسانوچې په دې ورځ يې خپل سرونه قربان كړل سرښندنې يې وكړې داد چالپاره وې؟
يوڅه مې چې دټاكنوله ورځې بياترننه ځوروي دادهغه ماشوم وينې دي چې په لشكرگاه ښاركې دټاكنوپه ورځ ديوه توغندي دلگيدوله امله تويې شوې چې پربايسكل سپورواوغوښتل چې كورته دخوراك لپاره څه يوسي خوداهيله يې پوره نه شوه اوپه دې هم نه پوهيده چې نن څه خبره ده چې له آسمانه دباران په شان توغندى اوري كله چې دپيښې ځاى ته ورغلوساه ختلې وه بل ماشوم چې له ده سره په بايسكل سپوروپه ټپي حالت يې دده سرته ناست اوپه چيغوچيغويې ژړل اوسړك دده په پاكواومعصومووينولړلى وژيړبدن يې دگل په شان ښكاريده امبولانس ته يې پورته كړ.
په پاى كې بايدداهم ووايم چې نوردخداى په خاطرقانون پلى كړى په ريښتيني ډول ددې خلكواوخاورې لپاره كاروكړى مه پريږدى چې نورموخويندې اوميندې سرتورې شي اوماشومان موببرسرپه ژړااودخپل پلارغوښتنه وكړي ،له نړيوالوسره سيالي وكړى دتاريخ لپاره خپل يادونه په زرينوكرښوپريږدى نه داسې چې راتلونكي نسلونه موپه كارنامووشرميږي.

فضايُل عشره ذی الحجه
دلوی اخترداولولسوورځوفضايل
دقاري عبدالباری بريمندليکنه
عن ابی هريرة رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم مامن ايام احب الی الله ان يتعبدله فيها من عشر ذوالحجة يعدل صيام کل يوم منها بصيام سنة وقيام کل ليلة منها بقيام القدر رواه الترمذي ،ابن ماجه ،مشکواة صفحه ۱۲۸جلداول
ژباړه : دحضرت ابو هريره رضی الله عنه څخه روايت دي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي چي په دغو لسو ورځو کي عبادت کول دالله ج په نزد ډير محبوب اوغوره دی
يوه شپه عبادت کول په دغو لسو شپو کي دشب قدر دشپې دعبادت سره برابره ده
چي دشب قدر شپه تردري اتيا کاله اوڅلور مياشتي لا غوره ده
وعن ابن عباس قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم مامن ايام العمل الصالح فيهن احب الی الله من هذه الايام العشرة قالو يارسول الله ولالجهادفي سبيل الله قال ولالجهاد فی سبيل الله الا رجل خرج بنفسه وماله فلم يرجع من ذالک بشی ( رواه البخاري)
(ژباړه) حضرت ابن عباس دنبي عليه السلام څخه روايت کړی دی چي دنورو ورځو په نسبت دذوالحجي دلسو ورځو عبادت الله ته ډير زيات خوښ دي اصحابو عرض وکړه یارسول الله دخدای ج په لاره کي دجها د نه هم زيات الله ته خوښ دي ؟
نبي عليه السلام وفرمايل دخدای په لاره کي له جهاده نه هم مګر داچي انسان خپل ځان اومال سره دخدای ج په لاره کي ووتي اودواړه دخدای په لاره کي قرباني سول
درسول اکرم صلی الله عليه وسلم څخه روايت سويدی چي هرچا دلوی اختر په اتمه ورځ روژه ونيول الله ج هغه ته دايوب عليه السلام پشان پرمصايبو دصبر کولو ثواب ورکوي اوچاچي دعرفات په ورځ روژه يعني دلوی اختر په نهمه ورځ روژه الله جل جلاله هغه ته دعيسی عليه السلام دثواب په اندازه ثواب ورکوي
درسول الله صلی الله عليه وسلم حديث شريف دي دذلحجي دنهمي يا دعرفات روژه ددوکالو دروژوسره برابره ده نوله دې سببه دهرمسلمان نر اوښځي لپاره دامناسبه ده چي دغه اول لس ورځي دذی الجې يعني يعني په ښه عباداتواوښه اعمالو سره ولمانځو
الله جل جلاله دي د۱۳۸۸ه ش کال افغانانو ته نې:مرغه کي ستاسو دسوکالۍ په هيله

دخوګ والګي يا خوګي انفلونز N1 Influenza) A H1
ليکوال :الحاج ډاکترعبدالباري (وردګ)

دخوګ والګي يا خوګي انفلونزا يوه حاده ويروسي مرګوني ناروغي ده چي په افغانستان اونړۍ کي رامنځته سویې ده اديو وايروس چي دA(H.N) پواسطه رامنځته کيږي.
کلينکي نښي نښانې
دخوګي انفلونزا کلينکي نښي نښاني يې عبارت دي له تبه چي F۱۰۰وي دټوخي دستوني درد،دسراوبدن دردونه ،دزياتي خستګۍ اوستړيا احسا س ،دپزي بندوالي يابهيدل په بعضي ناروغانو کي داسهالاتو اوقګي راپور هم ورکړه سويدی اکثره متوسط يا خفيف سير لري
دخطر علامې
په کوچنيانو کي :
٭تيز اوپه سختي سره تنفس کول (سااخيستل)
٭دپوستکي رنګ شين بخن کيدل
٭کله چي ماشوم څښاک نسي کولای
٭کله چی ماشوم حرکت نسي کولای اويابي علاقی وي اودلچسپی يې له منځه تللي وي
٭کله چي ماشوم ډير مخرش اوډیر ناارامه وي
٭تبه چي دبدن دسرودانو سره ملګرې وي
٭زکام ته ورته اعراض يې زياتيږیاوتبه يې لويږي
په لويانو کي:
٭سالنډي ياپه سختي سره سااخيستل
٭په سينه اويا نس کي ددرد يا اويافشار احساس
٭يو په يو ګنګسوالی
٭شديد اودوامداره استفراقات
کله چي يو شخص څو اويا ټول پورتنۍ نښي نښانې په ځان کي اويا دفاميل په غړي کي وويني نوسمدستي دخپل معالج ډاکتر سره مشوره وکړي اوروغتون ته دي مراجعه وکړي
تداوي
دتدوۍ په برخه کي عرضي تداوي اودقايوي تدابير بايد په نظر کي ونيول سي وقايه کله چي يوڅوک وپوهيږي چي چي په والګي اخته سوي دی بايد دنورو دنه اخته کيدو په فکر کي سي
دکورني او اوجامعي دنورو غړو سره زيات په تماس کي نسی اوپه يو متر فاصله کي ليري ځني واوسي ،کله چي پرنجی کوي اوياټوخيږي پزي ته دسمال و نيسي اوهغه دسمال بيا وسوزي ،په پزه اوسترګو ډير لاسونه وهي ،لاس دي دورځي څوځله په صابون پريمنځي ،تاوده مايعات دي زيات وچيښي اوځان دي تود وساتي ،
مالګه په تړمو اوبوکي حل کړي اوبيا پزه ورباندي پريولي اوپه ستوني يې غرغرکړی

دميندواوپلرونولپاره اساسي پيغامونه
يخني وهنه (زکام ، ريزش ) اوټوخی

٭اکثره ټوخی ، دستوني دردونه ،دپزي بهيدل اوزکامونه پخپله جوړيږي ، که چيري دماشو مسا اخيستنه په عادي حالت وي اولوړه تبه نه وي نوزکامونه په کور کي بېله درملو څخه هم جوړيږي ، اکثره درمل چي په خپل سر وي دټوخي اوزوکام لپاره استعماليږي يابې ګټي وي اويا زيان رسونکي وي
٭ ميندي اوپلرونه بايد دخطر علايم وپيژني دخطرعلايم عبارت دي دماشوم ژرژر سااخيستنه چي په دقيقه کي ترپنځوس ۵۰زيات وي ،دماشوم دپزي خلاص اوپوري کيدل ،دماشوم دشونډوياپوستکي شين والی ،دماشوم دڅښلوتوان له لاسه ورکول ،دماشوم دسينې کشته ننوتل دسااخيستو په وخت کي اوداسي نور
٭ کورنۍ کولای سي چي ماشوم ته دمورپه شيدو ورکولو (لږترلږه ترشپږو مياشتو) ښو اوقوي خوړو ورکولواودټولوواکسينونوپه لګولوسره ددې ناروغۍ مخه ونيسي .
٭ ګڼه ګوڼه دډيرو مرْضيو خوصوصا دټوخي اوزکامونوپه خپريدو کي مرسته کوي نونوتی خوړونکي ماشومان ددشپې لخوا دمورسره اوغټ ماشومان تشويق سي چي له ميندو څخه بيل ويده سي
٭ يخني وهلي ماشوم ياټوخي اخته ماشوم ته بايد ډېرخواړه اتاوده مايعات ورکړل سي ،
دناروغۍ په وجه داشتها کموالی اوهمدارنګه دبې ځايه پرهيزونوپه وجه دبدن دنيمګړي ودي لوی عاملين دي نوبايد ناروغ ته پرهيز ورنکړي سي اودناروغۍ له دورې وروسته ناروغ ته دورځي يو ياڅو ځلي اضافي خواړه اوکه ممکنه وي تروسع پوري
٭ خني وهلي اوپه ټوخي اخته ماشومان بيد تاوده وساتل سي نه داچي ډير ګرم اودکوټې هواي بايدددود ګرد اوغبار څخه پاکه وي
٭ دتنفسي سيسټم لاره خصوصا پزه بايد پاکه وساتل سي دتود بخار تنفس په سا اخيستو کي مرسته کوي
٭ سګريټ دصحت لپاره ډير مضر دی نو يوازي شخص نه يوازي بلکه سګريټ لوګی (دود) دنورو خلګو لپاره هم دومره مضر دي خصوصا وماشومانو ته
داسلام مبارک دين ډېر ټينګار کوي چي کامل مومن هغه دي چي نورمسلمانان يې دهرډول ضرر څخه په امن وي
نوپه کوټو، هوټلونو ،عام المنفعه ځايونه اودسواري په موټرونو کي دسګريټ څکول څخه منع وسي
٭ ماشومان بايد له هغو خلکوڅخه چي يخني وهلي وي اوياټوخيږي ليري وساتل سي

غزل محمدلايق سرفراز
تاچي ګلابي مخ ته دزلفو جال نيولي دي
ګل وبلبل دواړو ستاپه مينه زړه بايللی دي
غواړي سپينه پرخه دشبنم پرښکلوپاڼوګل
زاغ ناکامه خپله دګلبڼه تښتېدلي دي
په ناز دي اړولي تور زلفاني دسنبل رنګه
ګل په ټول خوبان کي ممتاز لقب ګټلی دی
بلبل په انترو سي چي اوصاف په ژبه وايې
نرګس په ړندو سترګو دی وځان ته ژړولی
بېتابه دي ودرته مجذوبان پراته په طمعه‏
پدې جمله کي ډېروشاعرانو نوم ليکلی
په مينه نظرانه سه (سرفراز)يمه ګلروخه
مادي په زړګي کي ښايسته تصوير ستايلي دي

غزل عصمت الله ( الهام)
ستانظرمي دآرمان شازلمي وژني
پښتانه باڼه دي خپل اوپردي وژني
لږيې ورو وروزمزمه کړه غم دي جوړکړ
ستادسوزسندره ياره زړګي وژني
زه به کوم يوه ته خون خپل وربخښمه
په والله داښکلي هريوسړي وژني
دهغولاسونه دواړه خداي ورپرېکړه
څوک چي ستادښکلي حسن سپرلي وژني
رقيب بيادکلي منځ کي دارجوړکړۍ
ستاپرسرباندي(الهام)ليوني وژني

دســــولــــي درشـــــل
سيدمحمد(حيرت) لښکرګاه
راځه سولاس ترغاړه رفاقت به سره وکړو
غېږخلاصه کويوبل ته محبت به سره وکړو

راځه چي اوس کيسې پرېږدودڅوکالوناخوالي
که ته پړيې که زه خوقناعت به سره وکړو
جرګې به کړوراغونډي دسپين روبومخورو
دستونزوحلولومصليحت به سره وکړو
دسولي په درشل کي دپښتوپه پاکه ژمنه
په لفظ دپښتوژبي صداقت به سره وکړو
اوزبک که هزاره دی که تاجک که پشيی دی
داټول سره دوستان يو قرابت به سره وکړو
ددرولسيزو پس به وجهان ته ځان ښکاره کو
چي موږيوافغانان يو داوحدت به سره وکړو
ملي بيرغ به تل داتحادپه مټولوړکړو
په وياړ دخپلي خاوري داغيرت به سره وکړو
داپوله دنفاق به نوره وباسو له ميانه
که لريو اوکه برږغ داخوت به سره وکړو

منفي اړخونه څيړوبه ترکمه لاملګرو
مثبت ټکوته پام په ذکاوت به سره وکړو

خوشحال رنګه به توره اوقلم دواړه راواخلو
دوران وطن لپاره سترخدمت به سره وکړو

داغه يودحل لاره داسلام اودقانون ده
څيړنه پربيتونو د(حيرت) به سره وکړو

آياشعرپيژنۍ؟
سردارمحمدصديقي
دلښکرګاه جريدې درنولوستونکودشعردتعريف په برخه کي پوهانواوعالمانوخوراډيري خبري کړي دي چا يي يوډول چايي بل ډول تعريفونه کړي دي چي هغه په لاندي ډول دي
څوک وايي:شعرهغه موزون کلام دي چي دانسان په اساساتواوعواطفوکي تحريک پيداکوي.څوک وايي:شعرهغه ساده بيان دي چي احساسات اوباطني هيجانات ورسره ګډوي.ځيني وايي:هرهفه څه چي پرزړه اثرکوي اوبه انسان کي تعجب،جذبه اوجوش پيداکوي شعردي.
ځيني وايي:شعرهه قياس دي چي دمخيلاتوڅخه مرکب وي.
ځيني وايي:شعردښکلا،احساس،اوجمال ترجمان دي.
ځيني وايي:شعرهغه قول دي چي داورېدونکوپه زړه کي بيله دهغه داجازې ځاي نيسي.
ځيني وايي:شعرهغه کلام دي چي دانسانانواحساسات په ښور راولي اووزن اوقافيه ولري شعردي.
ځيني وايي:شعردطبيعت دجمال تصويردي چي برزړه اثرکوي اوپه زړه کي جوش اوجذبه پيداکوي.
خواوس اکثره پوهان اوعالمان په دې نظردي چي:شعرهغه منظومه اومنثوره ويناده چي داورېدونکواحساسات،عوطف،جذبات اوهيجانات راپاروي شعربلل کيږي.
شعردشاعرانوله نظره
خوشحال خان وايي:
لکه غشي لره بويه تيزانداز
هسي شعرلره بويه سحرساز
په تورآس دحقيقت ناوې سپره کا
په سپين مخ پلونيولې دمجاز
سل جلوې سل کرشمې سل مکيزونه
په نظرکي يي ښکاره دسترګوناز
حميدباباوايي:
شعرنه دي داخوناب دزخمي زړه دي
ياوتلۍ دستي دم دخولي دمړه دي
يانغمه دنيم بسمل مرغه دخولې ده
يامجنون ته معماښکلي ليلي ده
يادوينواباسين وهلي موج دي
يادښاره دحيرت وتلي فوج دي
کاظم خان شيداوايي:
مضمون دشعرلکه پيکردي
رنګين الفاظ يي رخت وزېوردي
ورته ضروردي دادواړه څيزه
پيکرکه هرڅودلرباتردي
رحمان باباوايي:
چي منکرپرې اعتراض کولاي نسي
دادي شعردي رحمانه که اعجاز
درحمان وسوزن شعر وته حيران يم چي يي
اوربل سوۍ نه دي په ديوان
هسي خوندکاپربياض درحمان شعر
لکه زلفي دخوبانوپررخسار
علي خان وايي
عالمان شعرپه څه ګني ممنوع
ډېرابيات له انحضرته دي مسموع
عذاب نه دي نه ثواب شعرخوثوب دي
ګاهي اغوندي انسان ګاهي سبوع
پيرمحمدکاکړوايي:
که هرڅووايي نازک شاعران شعر
ولي دوي ګڼي معجزدرحمان شعر
جوړپه شعرکي رحمان غيب اللسان دي
په داڅېرنسته هرګزدانسان شعر
ميرزاحنان بارکزي وايي:
څوبه کړې پر آس دعشق جولان دشعر
نه طي کيږي په رفتن ميدان دشعر
څوزړه چاک لکه قلم نه کړې په عشق کي
په لاس نه ورځي هرګزګرېوان دشعر
فکرخيال دياردخولې وايه حنانه
چي شېرين دي وي مدام دېوان دشعر
اشرف خان هجري وايي:
په اشعارچي دفارسي سخن راني کړم
په لحدکي ارواح خوښ په خاقاني کړم
دپښتوژبي شاعرپه زمان کوم دي؟
چي يي زه په داهنردځان ثاني کړم
عبدالقادرخان خټک وايي:
خاص الخاص عبدالقادرچي پرې پوهېږي
عام به څه ستاله اشعارومومي حظ
معزالله مومندوايي:
ودې خپل آتشين شعر وته حيران يم
چي يي پورته سولواورپه عبارت
معزالله که مرتبه دسلېمان غواړې
په خوږه ژبه دخلکوپه تسخيرسه
ميامحمدنعيم متي زي وايي:
هسي شان نعيم په ساده شعرکي رنګين دي
نغښتۍ لکه تان دي دزريفتوپه خامتا کي
لکه شهدهرکلام دنعيم خوږ دي
چي دي ستايي خوږې شونډي په اشعارکي
مولوي عبدالغفاربريالي وايي:
په قلم مي ټکولي وردشعر
په طلب مي کړپيداثمردشعر
په ازل چي دقسمت پيمانې سرسوې
زماپه باب سونوشته کوثردشعر
کم قوته خلک ځان څيني جارباسي
ماپه خپل اختيارپه شاکړغردشعر
هرسباچي دچمن دګلوفيض وړي
ځکه کان سودبلبل ځيګردشعر
په عقبا کي نښانه دميني غوښته
بريالي لره شاهددفتردشعر