" /> " /> " /> " /> د الله (ج) د قدرتونو يوه څرګنده نښه  – لراوبر ویب پاڼه
کور / اسلامي / د الله (ج) د قدرتونو يوه څرګنده نښه video

د الله (ج) د قدرتونو يوه څرګنده نښه video

كه چېرې څوك د اسلام پر حقانيت او د لوى څښتن په يووالي باور نه لري، بايد چې لوى خداى (ج) مخلوقاتو ته فكر وكړي چې لوى څښتن څومره لوى شان لري، څوك به وكولاى شي چې يو انسان ته روح وركړي او يا يو مړ شوى كس د ډاكټر، پيسو، او نورو انساني هڅو باندې ژوندى كړي. لوى څښتن د خپل قدرت د ښودنې لپاره ځمكه او آسمان پيداكړي، په ځمكه كې يې غرونه، له ځمكې څخه د اوبو راوتل، او نور ټول اوسني تخنيكونه يې موږ ته په خپل قرآن كې بيان كړي دي، خداى د خپل سپېڅلي كتاب قران عظيم الشان په سورت حديد كې د اوسپنې په اړه ويلي چې ما اوسپنه پيداكړي څو تاسې ګټه ترې واخلئ اوس چې څومره كاري وسايل وينو له اوسپنې څخه جوړ شوي دي. الله (ج) د خپل قدرت نښې په ډېرو طريقو خپلو بندګانو ته ښودلاى شي، چې په دې وروستيو كې د يو نهه مياشتني داغيستاني ماشوم پر بدن باندې د قرآن پاك د آياتونو راڅرګندېدل هم د همداسې نښو څخه دي.
 
د داغيستان د كيزليار د سيمې د  اكتيابرسكايا د جومات مسؤل د لومړي ځل لپاره د روسيې ريانوويستي خبري آژانس ته خبر وركړ، چې د يوه نهه مياشتني ماشوم پر بدن باندې په ډېر عجيب ډول سره د قرآن پاك  آياتونه په ځانګړو ورځو جمعه او دوشنبې راڅرګندېږي. نوموړي زياتوي چې د يعقوبوف په نامه يوه مسلمانه كورنۍ كې يو ماشوم نهه مياشتې وړاندې پيدا او نوم يي علي كېښودل شو.
 
ماشوم باندې وروسته له هغه چې د بدن تودوخه يې تر څلوېښتو درجو ۴۰ پورې لوړه شي  نو تقريبآ پر ټول بدن البته د پوستكي پر مخ د قرآن پاك مبارك آياتونه راڅرګندېږي اووروسته بيا په كرار كرار وركېږي. نوموړي پېښه د داغيستان د مسلمانانو د لويې ادارې د مسؤل او نوموړې سيمې د جومات د ملا امام له خوا يوه نادره اوعجيبه بللې. او د قرآن پاك پر اعجاز باندې يې ريښتيني دلايلل بللي. پاتې دې نه وي چې دا پېښه  د روسيې په ټولو ټلوېزيوني او راډيويي خپرونو كې او همدارنګه د بېلابېلو برېښناپاڼو له خوا د روسيې هېواد په د ننه او بهر كې خپاره شوي دي.

په داغستان، روسيه، اوكراين او نورو نږدو هېوادونو كې چې ډېرى كسان يې نامسلمان دي بايد چې د خداى (ج) د قدرت له داسې لويې نښې د رادې بره كېدو څخه پند واخلي او د اسلام مبين دين ته په درنه سترګه وګوري. ځكه چې اسلام يو ريښتينى دين دى او دا هغه دين دى چې په دې دين سره نور دينونه او د لوى څښتن نور سپېڅلي كتابونه منسوخ شوي دي. كه چېرې درانه لوستونكي غواړي چې د نوموړي ماشوم ويډيو وګوري كولاى شي د انټرنېټ په لاندې پتو سره يې وګوري.

http://www.vesti.ru/videos?vid=246386      
http://www.larawbar.net/detail.php?id=13856
http://www.rian.ru/video/20091015/189006675.html 
 


 





انګليسي وېډيو :



روسي وېډيو :


تبصره نسته

  1. مننه ستاسو څخه چی غواړی داسلام مبارک دین ته خدمت کوی

  2. مننه ستاسو څخه چی غواړی داسلام مبارک دین ته خدمت کړی ستاسو د دلازیاتی کامیابی په هیله

    زنده باد فریدالله جانه مننه

  3. مننه ستاسو له معلوماتو څخه خدای د وکړی چی په آینده کی داسلام لپاره نور هم خپل معلوماتو ته پراختیا ورکړی
    او داسلام لپاره نور خدمت وکړی

  4. very nice and thnx for posting it
    http://www.muslimeen.tk

  5. دغه زاي دير بيادبه زايدي الله ج کولاي سواي چي فرزيکر راوستلاي سو

  6. kor mo wadan che da islam da para khedmat kawai
    allah mo tel zwandi lara la tarapa da ziauddin kandahari

  7. لمړی باید ووایم چی داسلام په مقس دین چی هرڅوک مشرف وی باید ټول عمر دیو الله ج ذکر وکړی قبر ډیر تنګ ځای دی او زمونږ ورمخه دی او ددغی نیکی ښونی به تاسوته صرف دالله ج څخه ښکلی جنت وغواړم او په دی دونیا مو هم الله ج کامیاب کړه په درنښت ستاسو ورور (وفادار)

  8. بسم تعالي
    بنام خداوند(ج) قادر وتوانا:
    سلام و احترامات خويش را به تمام مسلمانان جهان عرض ميدارم وخداوند (ج) را سپاس گذاريم كه ما را در مقابل دشمنان تتنها نگذاشته ومعجزه بسيار متبرك شان را در جسم يك كودك پاك وبي گناه نمايان كرد و يكبار ديگر پاك بودن,صادق بودن,راست بودن……اسلام را به جهانيان خصوصا دشمنان اسلام آشكار ساخت. و تشكر از شما كه در راه اسلام خدمات ارزنده را به مسلمانان انجام ميدهيد. ومن الله توفيق.

  9. مننه دلرو بلر نه سى تاسو داسلام دين ته خدمت كوى.اودا لوستونكوته شه معلومات دى

  10. السلام علیکم
    دیره دیره مننه دلراوبرله تول تیم اوله هغه چانه چی داسلام سپیسلی دین ته خدمت کوی. اوددعوت سلسلی ته یی دوام ورکری.

  11. بسم الله الرحمن الرحیم
    سلام مننه ستاسو څخه چي غواړي چی د اسلام مبارک دین ته خدمت کړی ستاسو د د لازیاتی کامیابی په هیله غیرت بهیر

  12. بسم الله الرحمن الرحیم
    سلام مننه ستاسو څخه چي غواړي د اسلام مبارک دین ته خدمت کړی ستاسو د د لازیاتی کامیابی په هیله غیرت بهیر

  13. ستاسو څخه زیاته مننه چه داسلام مبارک دین لپاره مو خدمت کړیدی او دقرآن پاک ستره معجزه مو د ډیرو لیدونکو او کتونکو لپاره اماده کړیده.
    مننه همیشه مو هم دداسی کار لپاره بری غواړم

    نقیب الله افغان