د هیواد پیاوړې او نوښتګر فلم اخستونکي ښاغلي فاروق زرنګ «چراغ شهید» په نوم لاندې مستند فلم جوړ او خپور کړی دی ، دا فلم د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله د ژوند او مرګ په اړه په زړه پوري ويلي او نا ويلي خبري لري .
د فلم جوړوونکو په وينا د افغانستان په غمیزه کې داسې حقایق شته چې پټ ساتل شوي او یا چا ندي غوښتي چې زموږ خلکو ته یې په انځوریزه بڼه د لیدلو دپاره وړاندې کړي او د خلکو دردونه پکې بیان کړي، خو دوی وايي چي په خپل دغه فلم کي يې چې دغه پټ ساتل شوي حقایقرا سپړلي او د مستندو فاکتونو او واقعیتونو په څیړلو سره د بیلابیلو خواوو رول او نقشونه واضح او بربنډه کړيدي .
ددغه فلم خبر د ډاکټر نجيب الله د کورنۍ لخوا لراوبر ته لېږل سوی دی خو دا نه ده روښانه سوې چي دغه فلم چيري او څنګه ترلاسه کېدای سي .