کور / کتابتون - تاريخ او سياست / د بريټيش کتابتون پښتو تشريحي کتابښود پر ليکه شو

د بريټيش کتابتون پښتو تشريحي کتابښود پر ليکه شو

محمد هارون خپل ـ انګلستان :


 …  بريټيش کتابتون د نړۍ له هغو بډايو کتابتونو څخه دئ، چي پرانګرېزي اثارو سربېره يې د ختيزو او افريقايي ملتونو خورا نادر او بې ساري اثار هم خوندي کړي دي . په دې ډله کي د پښتو ادب ځيني په زړه پوري اثار هم شامل دي . له بده مرغه، په دې کتابتون کي د پښتو خطي نسخې، پخواني او اوسني چاپي اثار په خوره وره بڼه ساتل کيږي . د خطي نسخو او پخوانييو چاپي اثارو د ډېري لويي برخي جزييات د دې کتابتون د اينټرنيټ پاڼي د اينټيګرېټيدکټلاګ له لاري د لېدو وړ نه دي؛ نوځکه مينه وال نسي کولای د نړۍله ګوټ ګوټ څخه د اينټرنيټ په مرسته د دې کتابتون د پښتو خطي نسخو اولرغونو چاپي اثارو په اړه، بشپړ مالومات ومومي؛ او داړتيا پر مهال يې د مايکرو فيلمونو يا فوټوکاپييو د ترلاسه کولو لپاره اقدام وکړي . دا کار بې شکه دپښتو اثارو د پېژندني او ګټي اخيستني چاري د کتابتون د تالار په څلورو دېوالو پوري محدودوي . له همدې کبله مي هوډ وکړ، چي په دې غني کتابتون کي، د پښتوادب زياتره خطي او پخواني چاپي اثار د دوو بېلو مجموعو په توګه مينه والو ته وړاندي کړم . د اينټرنيټ له لاري به د دغو فهرستو په خپرېدو سره، نور د پښتو ادب څېړونکي او پلټونکي د نړۍ له هري برخي څخه په اسانۍ سره کولای سي، په بريټيش کتابتون کــــي د د ې لرغوني ژبي ځيني نادِر خطي اوچاپي اثار په لنډه بڼه وپېژني؛ اود زياتي څېړني لپاره يې د مايکروفيلمونو يا فوټوکاپييو په غوښتنه لاس پوري کړي . … –  بشپړ متن    


  


هارون خپل - د بريتيش کتابتون پښتو کتابښود


د کتاب پېژندنه :


ددې كتاب دچاپ حقوق له ليكوال سره خوندي دي


دكتاب نوم : په بريټيش کتابتون کښي د پښتو د پخوانييو چاپي اثارو تشريحي کتابښود
ليکوال : محمد هارون خپل  – انګلستان
ټول آنلان مخونه  :  ۵۰۱   A-4
د خپرېدو نېټه : ۱۳ / ٢ / ١٣٨٨  |  2009-05-03
انلاين چاري : مختار احمد احسان – لر اوبر افغانستان  http://www.Larawbar.com



د لراوبر افغانستان نښلونکی
 


   د کتاب د لوستلو لپاره دلته کليک وکړئ    د کتاب د لوستلو لپاره دلته کليک وکړئ  size = 1000  KB   ~  وزن = ۱۰۰۰  زرکېلو بايټه

  د کتاب د ډاونلوډ لپاره دلته کليک وکړئ   د کتاب د ډاونلوډ لپاره دلته کليک وکړئ  size = 320  KB   ~  وزن = ۳۲۰  کېلو بايټه